Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Sheraz Momand

Deep Fake : Deep Fake Video Making Explained In Pashto.

Deep Fake : Deep Fake Video Making Explained In Pashto. Sheraz Khan Momand. Deep Fake Videos د ډيپ فيک د فتنې په اړه يو ليک او خبرتيا په ځان فرض ګڼم ځکه چې زه وينم چې دغه فتنه به ډېره لويه تباهي راوړي نو غواړم چې تر خپل وسه ډېر خلک پرې خبر کړم او د دې فتنې د تباهۍ يي وژغورم ... په نړۍ کښې زياتره خلک لګيا دي هره ورځ وړوکي او لوي تخليقات کوي چې انسانانو ته هم نوې اسانتياوې جوړې کړي او د خپل ژوند روزګار هم د دغه څيز په خرڅ روان کړي ... خو ځيني بيا داسې شيطاني مغزو واله د انسانانو په شکل کښې ځناور هم شته چې د هغوي د ژوند روزګار د نورو انسانانو د ژوند ، ويني او عزت په خرڅ روان وي... پخوا به دغه کارونه لږ ګران وو خو نړۍ چې جديد کيږي او انسانانو ته په سمو کارونو کښې اسانتياوې جوړيږي نو شيطاني فکرونو ته په شيطاني کارونو کښې هم اسانتياوې جوړيږي او نن سبا د  Deep Fake  دغه فتنه هم دغه شان يو اسان شيطاني فکر دی چې بې سواده اولس به تباه کړي ... د بده مرغه زمونږ په منطقه يعني هندوستان او پاکستان کښې د بې روزګارۍ ، بې سوادۍ او جسماني او اعصابي Frustration  لامله د جرم شرع ډېره زياته ده او د جنسي جرم