Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pir Rokhan

Shaikh Muhammad Rohani Baba. Peer Of Banosi Pashtun Tribes. Urdu blog

Shaikh Muhammad Rohani Baba. Peer Of Banosi Pashtun Tribes. Urdu blog شيخ محمد روحاني بابا شيخ محمد روحانی (پشتو: شيخ محمد روحاني) جنہیں شاہ محمد روہانی اور روہانی بابا بھی کہا جاتا ہے، 1220ء کے آس پاس پیدا ہونے والے ایک صوفی عالم دین تھے۔ کہا جاتا ہے کہ شیخ محمد روحانی جن کا مزار جنوبی افغانستان میں ہر سال ہزاروں صوفی زائرین کو اپنی طرف مائل کرتا ہے، 13 ویں صدی عیسوی کے تقریباً آخر میں بغداد میں خلافت عباسیہ کے زوال کے دوران افغانستان میں ہجرت کرگئے تھے۔ وہ معروف شیخ شاہ رکن عالم کے شاگرد بھی تھے۔ 1258 ء میں بغداد میں عباسی خاندان کے خاتمے کے بعد بغداد سے  علماء اسلام اور روحانی رہنماؤں کے بڑے پیمانے پر خروج شروع ہوا جنہیں منگول حملہ آوروں کے ہاتھوں ظلم و ستم کے شکار ہونے کا خدشہ تھا۔ عباسیوں کے بعض افراد مغرب کی طرف ہجرت کر گئے اور مصر میں ایک دوسری سلطنت قائم کی جو 1519ء تک قائم رہی۔ عباسی کیڈر کے زیادہ تر حصے نے جنوب مشرق، ایران، وسطی ایشیا، افغانستان اور بھارت کے کچھ حصوں کی طرف ہجرت کی اور وہی آباد ہوئے۔ پاکستان کے علاقے بنوں اور مغربی افغانستان کے کچھ حصوں میں شیخ محمد روہانی کی

Pashto Story Peer aw Mureed. Love story of A Boy With Girl. Pashto Story

Pashto Story Peer aw Mureed. Love story of A Boy With Girl. Pashto Story. By Sadiq Andar وایي د پښتنو د غټي قبیلې ځوان د یؤه پیر نه لور وغوښته. پیر ډېر چلاکه و ورته یې ویل چي سمه ده. تا ته به زه لور درکړم خو یؤ شرط لرم. په پیرانو کي چي هر څوک دوستي وکړي نو کرامات یې ور داخل شي. نو پر پیرانو جزبه راځي اؤ په جزبه کي باید ته په ځان واک/کنټرول ولرې. ځوان ویل چي زه په ځان پوره باور اؤ واک لرم.  پیر په پټه ویسکي/سکاچ شراب راوړل اؤ ورته یې و ویل چي ته به د ټولو په مخ کي دا اوبه وڅیښې اؤ که مړ نه شوې یا دي هم په جزبه کي ولس ته تاوان و نه رسواوه . زه به تا په مریدي ومنم.  ځوان ویل سمه ده. اؤ کونجۍ یې پر سر پورته کړه. ځوان ډېر غټ اؤ ډبنګ و نو ډېر نشه نه شو. بېل ځوان د یؤ ملنګ نه څو ځلي شراب څښلي وه. ځوان په جزبه کي راغی اؤ د پیر په چال پوه شو.  ځوان و ټول ولس ته و ویل چي نن پیر صاحب مونږ ټولو ته یوه معحزه راښکاره کوي. پیر چي سوچ وکړ چي ځوان نشه دی هسي لګیا دی نو د ځوان خبره یې و منل.  ځوان ټيپک (توپک) را واخیست اؤ ویل چي زه پیر ولم اؤ دی نه مړ کیږي اؤ بیرته راژوندی کیږي پیر ژر چغي کړې چي هله ځوا

Geelani Piraan, Gilani Peeran Sook De? History Of Piraan In Afghanistan.

Geelani Piraan, Gilani Peeran Sook De? History Of Piraan In Afghanistan. ګیلاني پیران  اوږدوالي مخنیوی له وجې د جرړي بیخ نه راسپړم ، خو د پير ګیلانیانو په پیژندنه هیله ده دا څو کرښې بسنه وکړي. دوې خپله خټه شیخ عبدالقادر ګیلاني یا غوث اعظم دستګیر سره ګډوی .نوولسمي پیړۍ له پیله ، چیرته چی د ښکیلاک انګریز لاس وهل شوی، ورسره جوړه، دوی هم په جغرافیي ستراتیژکه سیمه کې استوګن شوی دي. ګیلانیان په لسګونو مذهبي څانګو ویشل شوی ، چې لنګرونه یي ظاهراً د طریقت خپرولو په پلمه د دجال ځالی او استخباراتی دندې تر سره کوی. زمونږ په هیواد کی د دوي دوه درګاه وي، چي یوه یی «حسبی» او بله «نسبی» ده په شرارت بوختې دې، حسبی طریقی پیروان لا د امیر دوست محمد خان په زمانه کې، کله چی د روسانو له خوا انګریزان په برتانیاوي هند کی د هرات له لوری د کواښ لاندي ؤ، د پیر سید سعدالله ګیلانی په مشری، د سوداګرو په جامه کی د اسلام قلعه له لارې راننوتل، چې ورسته بیا د سردار یعقوب خان دربار ته په لار وموندولو سره یي، ان د خپلوالۍ اړیکه غوټه کړه. سردار یعقوب خان د امیر شیر علي خان په وړاندی یاغي شو، او د ګندمک د تړون عامل هم ؤ. د

Qanoon Da Cha Dapara Day? Omar Khogyani Pashto Blog

Qanoon Da Cha Dapara Day? Omar Khogyani Pashto Blog King Akbar, Slavery And Pir Rokhan Baba. قانون د چا دپاره وي؟ ما د یوې هندۍ لیکوالې کتاب لوستلو چې د اکبر باچا پهٔ اړه یې لیکلی دی او ډېر تعریفونه یې پهٔ کې کړي دي. د څهٔ وخت لوست وروسته لږ فکر کې شوم چې یرغلګر واکمن کهٔ هر څومره عادل شي نو هېڅکله هم د مقبوضه خاورې یو تابعدار او بل ویښ ځوان ته پهٔ یوه سترګه نهٔ ګوري او نهٔ هغه کس ته څهٔ قانوني حق ورکؤل کېږي دا دواړه کهٔ د یوې مور بچي هم وي. د کتاب پهٔ ۳۵۹مه پاڼه کې یې لیکلي وو چې اکبر باچا د ۱۵۶۰م کال پهٔ شاوخوا کې غلامي ختمه کړې وه. د هغې وخت د مغل دربار یو تکړه وزیر ‘فتح-الله شېرازي لیکي چې؛ «په دې ورځو کې زهٔ د اګرې نه ګجرات ته روان شوم او یو ملګری مې لرلو. هغهٔ یو غلام (پهٔ اګره کې) خرڅ کړو. د ښار کوټوال د دې نه خبر شو نو د غلام (اصلي) مالک یې ونیولو او د کلا دروازې ته یې یوړو او غؤږونه یې ورته پهٔ وړوکي مېخ سوري کړل چې نورو ته یو خبرداری ورکړي.» دا د اکبر باچا جوړ شوي قوانین وو چې د هغهٔ د طرف نه ټاکل شوي هر ګؤرنر او کوټوال پهٔ ډېر ښهٔ انداز پلي کؤل خو کهٔ تاریخ ته سم وګورو نو د

How Liberal And Secular Pir Rokhan Was? Akhund Darweza Baba

 How Pir Rokhan Was Liberal? By Akhun Darweza  پيروښان څومره ازاد خیاله وۀ؟ دۀ موسیقي او ښځه ته پۀ کوم نظر کتل؟   د هغې اندازه د اخون دروېزه د دې اقتباس چې پۀ "محزن اسلام" کښې یې لیکلے دے نه لګي   اخون لیکلي چې "دریم مذهب د سمراخي کافرانو دے ناروا روا کوینه دوے وایي، د هغو چې له خدایه اشنایی شوه امر نهي څۀ لره پۀ ځاے کوینه؟ هم هسې هر اواز چې وي د دف یا د شپېلۍ هم له چنګه له ربابه دغه سپي یې اروېدۀ روا کوینه هم یې کفر پیداوار دے چې یې زنا ده حلاله کړې دوے وایي دا عورتې دي ګلونه، ګل هم هر څوک بویوینه دغه قوم د عبدالله شمراخیه دے پۀ ظاهر دوے صالحان دي پۀ باطن دوے کافران دي اوس زمونږ پۀ رمانه کښې لکه دا خوګ "تاریک" پیدا شۀ دا خبرې یې انشا کړې ولې ډېر افغانان یې ویاستۀ له دینه د دوے خون دے مباح شوے نبي هسې دي وئیلي چې پۀ مرګ یې سرفه مه کاڼئ امته! هر چې زما دین بدلوینه دروېزه بیان پښتو کړۀ له کتابه له حدیثه بل هر چې مومنان دي پۀ سینه او پۀ ټټر دې یې کښېږدینه" اخون دروېزه، مخزن اسلام، ترتیب، ډاکټر زبېر حسرت، د اماراتو پښتو ادبي ټولنه مرکز دبۍ، ۲۰۱۴ء، مخ: ۱۵۵ Khat

Khushal Khan Khattak Aw Peer Rokhan. Pukhto Mazmoon

 Khushal Khan Khattak Aw Peer Rokhan خوشال خټک او پیر روښان زه د دروېزه غوندې ایمان ښائم و ده ته. دی د پیر روښان غوندې د کفر که تلقین  پير روښان د پښتنو د قامي روحاني تاريخ ېو ستر باب دې د پښتنو پينځه سوه کلن تاريخ کښې په ادب سياست او تصوف ئې جور اغېز پاتي شوې خو د بده مرغه د پير روښان په اړه د تاريخ سپيناوې ډېر وخت په تاريخ کښې ورک او پټ پاتي شوې دغه راز د اخون دروېزه د مريدانو له خؤا پېړو په پېړو داسې تاريخ نقل کړې شوې وو چې په نتيجه کښې پير روښان په پير تاريک سره په ټولنه کښې ېاد پاتي شوې وو د پير روښان په څلورو ژبو کښې کښې ليکل شوې تاريخي کتاب ،خېرالبېان ، لادرکه وو خو چې کله دغه اومندل شو نو ورسره ددغه سپېځلي او د تاريخ په پانړو پرتې ډېرې دوړې اوڅنډل شوې څېړنې غونډې روانې شوې او ډېر تاريخي حقيقتونه مخې ته رالل دا غورځنګ څومره سياسي څومره روحاني او څومره ادبي اړخونه لري دغه راز د ميا روښان او اخون دروېزه جګړه څومره سياسي او څومره مذهبي وه  دا پخپل ځائې ېو ستر بحث دې د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې مشر مولانا عبد القادر  په 1959 کښې د ،المان ، د ، تيو بنګن ، په سويلي  ښار  پوهنتون کښې

Tribute To Pashtun Heroes In Pashto Poetry

 Pashto Poem. Sa Shway Bacha Khan Baba. Poet. Saud Bangash. Pashto Poem Lyrics. بـــابـــا اې    ملنګ   رحمان    بابا! څه    شوې   باچا خان بابا؟ ستره       ابدالي      بابا! لویه   خوشال  خان  بابا! اې  خـــانشهيد خان بـــابـــا! اې نــر  پير روښـان بـــا بــا!  خړ  سیلاب   شلولی   دی ستا   د   غرو ګریوان بابا! لویه    لوبه    ګرمه    ده ستا   پر    هر  میدان  بابا! ما   وژني    پر  ما باندې دغه       شیطانان      بابا! ستا   بچو   ته    یو  شولو واړه        غلیمان       بابا! ښکلی   د   سپرلو   سحر یوړو       تورابان       بابا! ناست دی  جهاني  شیطان ستا  پر    هر   مکان  بابا!  لاره    خطا    شوې     ده ستا  له  سور  کاروان  بابا! نشته   هېڅ   رهبر  زموږ چېرته     یو    روان    بابا؟ خدای په کور کې  ما وژني قسم    دی  پـر  قران  بابا! دې  تا   که   اسلام  وايي نه     یم    مسلمان    بابا!  ګونګه     ملالۍ    شوله نه    وایي   یاقربان    بابا! غواړي    د   مېوند   غېږه بیا   یو   ایوب   خان   بابا! سوځي    د    ایپي    فقیر ټول     وزیرستان     بـابـا!  ډک      کمر بندونه     دي هر