Skip to main content

Posts

Showing posts from July, 2022

Lar Sha Pekhawar Ta Kamis Toor Mala Rawra. Lyrics

Lar Sha Pekhawar Ta Kamis Toor Mala Rawra. Lyrics  لاړ شه پيښور ته قميس تور ماله راوړه تازه تازه ګلونه دری څلور ماله راوړه د پيښور ښار مغرب جنوب ته خليل مومند پراته دي اباد دي دا دواړه قبيلی د باړی د خوړ په غاړه ابادي وادنی دي  د تيراه د غرونو واورې چی ويلی شی اوبه شی نو د اوبو چپی د باړی په خوړ کښی سيلاب شی او د خليلو مومندو زمکې پری خړوب شی د دغه دواړو قبيلو د خلکو ژوند په کر کروند او زراعت وو او دي  د ګنی ،مټر ،ګازری ټپر.او د نور سبزيانو  سره سره د ګلونو کرکرونده. بی حده ‌‌‌‌‌‌ډيره وه.او تاسو چی د پيښور ښار صدر  راماداس. بالا مانړی،قصه خوانی، او ‌‌‌‌‌‌ډبګرې بازار او دوکان کښی کوم ګل او ګلونو وينی ګوری دا دغه قبيلو د زميندارو د خوارې  نخښی دي په خليلو کښی د ګل کرکرونده کمه شوه خو مومندو زميندار يی نن هم ښه په شوق کری (عالمزيب خليل اکسفور‌‌‌‌‌‌ډ ښار ) Lar Sha Pekhawar Ta Kamis Toor Mala Rawra. Lyrics Of Gul Panra And Ali Zaffar Pashto Folk Song  Lar Sha Pekhawar Ta Kamis Toor Mala Rawra. Lyrics Of Gul Panra And Ali Zaffar Pashto Folk Song Larr Sha Pekhawar Ta Qamis Tor Mala Rawra. Pas

Luck, Qesmat, Naseeb, Pashto Folk Literature And Tappay. Mythology

Luck, Qesmat, Naseeb, Pashto Folk Literature And Tappay. Mythology  Waqas Esapzai. سوامي ویېکانند به ویل; «کله چې یونانیانو زموږ په سیمو یرغل وکړ' نو ساینس یې یوړو او پامسټري یې راته پرېښوده» زما خیال د هغه وخت نۀ زموږ د ټولنې په تقدیر ایمان لرل برخه شو' کوم چې موږ پښتو کې په قسمت، نصیب، برخلیک او بخت وغېره په نومونو پیژنو او په دې اړه زموږ په فوکلور کې هم ډېر څۀ شته. لکه د بیلګې په توګه; یا به زما قسمت خراب وي! یا به دا ټولې یارانې دهغسې وینه / ‏فکر بادشاه, سوچ مې وزير دى  قسمت فقير دی, در په در مې ګرځوينه / ‏نصیب، قسمت ته ګناه نشته بخت چې کوټا شي؛ پاچهان ټکرې خورينه / ‏د خوشحالۍ قسمت مې نشته غم مې د زړه په سر خیمې وهلې دینه   ‎ کله چې عربو زموږ پر سیمو یرغل وکړو' نو هغوي څخه کوم ساینسي علم نۀ وو او د علم حصول لپاره یې وروسته د یونانیانو کتابونه عربۍ ته وژباړل، د یونانیانو په کتابونو کې د پامسټرۍ خرافات هم پرېمانه وو، عرب چون صحرایي قبایل خلک وو' نو په ستورو او سپوږمۍ هغوي د وړاندې نۀ هم عقیده لرله او ددې په رڼا کې به یې مزلونه هم کول؛ حتی د عربي کالښود میاشتي د سپوږمۍ

Ghazal. Peer Muhammad Karwan Pashto Ghazal. Karwan Wraz

Ghazal. Peer Muhammad Karwan Pashto Ghazal. Karwan Wraz 30 July غزل تورې سرې او ګورم شنې زرغونې سترګې که مې لګي د وطن پر جنډې سترګې له تا جار چې په ورغوي کې دې راوړې له ما ورکې وې له ډېرې مودې سترګې تروږمۍ ده سپوږمۍ ورکه ترۍ تمه مړې دې نه شي هغه بلې ډیوې سترګې لکه نشت وم، له یو چا نه دومره هېر یم د یو چا مې نن بلها یادېدې سترګې ګام په پام اخله خوږېږې لارویه! پر دې ځمکو د نازکو پرتې سترګې که دې زده نه وي لامبو میَنه وړي دې دریابونه غورځنګونه څپې سترګې د زړه خُم ور تشوه چې عالم تږی چې نوشلې به دې ‌ډکې پیالې سترګې  د سپوږمۍ ستورو ډیوو حاجت یې نه و په دې کور کې بلېدې د ادې سترګې په جېب جېب د کایناتو کې رانجه دي په لټون یې قافلې قافلې سترګې وي تمځای به یې ردیف د رڼاګانو په غزل کې مې روانې قافیې سترګې د کاروان د زړۂ سرود په مینه اوري په محفل کې ورته ناستې لمدې سترګې Tags, Meta Data And Keywords. Ghazal. Peer Muhammad Karwan Pashto Ghazal. Da Karwan Ghazal. Karwan Wraz 30 July. Peer Muhammad Karwan Day Celebrated Today On 30 July 2022.  Known Pashto Poet From Khost Afghanistan.  Pukhto Ghazal

Bacha Khan Baba Life, Works, Struggle and life career. Year Wise

Bacha Khan Baba Life, Works, Struggle and life career. Year Wise Story #منقول خان عبد الغفار خان  1889-90  کښې پۀ اتمانزو چارسده کښې د بهرام خان کور کښې پېدا شو. 1896  کښې ئې جومات کښې د قران کريم زده کړه شروع کړے 1898 کښې پۀ ميونسپل بورډ هائي سکول پېښور کښې داخل کړے شو. 1901  کښې پۀ اېډورډز مشن هائي سکول کوهاټي ګېټ پېښور کښې داخل کړے. شو هغه وخت E.F.E Wigram د دې سکول هېډ ماسټر ؤ. 1906  کښۍ د ارمي د کمېشن اخستلو نه ئې انکار وکړو 1908  کښې اسلاميه سکول علي ګړهـ ته لاړو. 1909  کښې انګلستان کښې ئې د تعليم نۀ کولو فېصله وکړه. 1910 کښې ئې پۀ خپل کلي اتمانزو کښې يو سکول د مولانا عبد العزيز پۀ ملګرتيا کښې شروع کړو. 1911  کښې د رځړو د يار محمد خان د لور سره ئې وادۀ وشو. . 1913  کښې د مسلم ليګ يو اجلاس له اګرې ته لاړو 1914  کښې ئې مشر زوے عبدالغنی خان پېدا شو 1914  کښې د مولوي فضل ربي او مولوي فضل محمود سره د شېخ الهند محمود الحسن پۀ بلنه دېوبند ته لاړو. 1914  کښې د چېلې ويستلو لپاره باجوړ ته لاړو. 1915  کښې انګرېزانو د اتمانزو پۀ ازاد سکول پابندي ولګوله 1915  کښې ئې دوېم زوے خان عبد الولي خان

Afghan Yam Ka Pukhtun. Afghan Or Pashtuns? Who Is Afghan and Pashtun

Afghan Yam Ka Pukhtun. Afghan Or Pashtuns? Who Is Afghan and Pashtun. I am Pashtun Or Afghan? By Noor Afridi افغان يم که پښتون ؟ ټول ليک دے ـ ما چې څومره کتابونه  ولوستل نو د پښتون نوم سره به مې د افغان نوم هم د سترګو نه تيريدل ـ افغان نوم چې مونږ ګورو نو د پښتنو دپاره په اول ځل عربو استعمال کړے دے بيا ايرانيانو ، هنديانو  او بيا خپلو پښتنو ليکوالو لکه اخوند درويزه بابا او داسې دولت لواڼي او خوشحال او نورو بلها شاعرانو اديبانو ـ لکه چې مونږ اووٸيل چې د اسلامي دورې په آغاز کښې دا نوم عربو د پښتنو دپاره استعمال کړو خو روستو دې نامې دومره وسعت وموندو چې د ټول پښتون قام يو ملي نوم شو ـ بلکښې  دا نوم دومره  مشهور شو چې کوم خلق که پښتانه نه وو هم خو د پښتنو په علاقه کښې اوسيدل هغوي ته هم افغانان اوٸيل  شو ـ د افغان کلمه د لفظ اوغان نه معرب ده چې په اسلامي دوره کښې د پښتنو دپاره استعمال دے ـ په اسلامي مورخينو کښې ابوريحان البيروني فردوسي ، ابوالفضل، منهاج سراج د افغان نامه د دغې پښتنو دپاره استعمال کړې ده ـ په اتمه صدٸ هـ  کښې داسې مورخين هم شته چې هم هغه قديمې  لفظ اوغان ٸې  استعمال کړے دے ـ

What Is Philosophy. Philosophy Explained In Pashto.

What Is Philosophy. Philosophy Explained In Pashto. Pashto Explain By Abo Mansoor Ahmad فلسفه - پیژندنه.  او اهداف     فلسفه د یوناني کلمې  Philosophia  او د انګلیسي کلمې  Philosophy  ترکیب دی.  دا لفظي معنی لري "د حکمت سره مینه."  په پیل کې دا کلمه د هر ډول فکر او پوهې لپاره کارول کیده چې له دې فکر څخه ترلاسه شوې وه، بیا ورو ورو دا کلمه د الهي وحې او الهیاتو په مقابل کې د فکر کولو له لارې د کایناتو د واقعیت او ماوراء کائناتو د ستونزو د حل لپاره کارول کیده. پوهه د کارولو لپاره پیل شوه.  اوس د فلسفې کلمه په نورو ډېرو معناوو کې کارول کېږي لکه:  .  یوه نظریه یا د نظریو ټولګه فلسفه بلل کیږي.  د بیلګې په توګه د کارل مارکس فلسفه، د لیمارک فلسفه، د ډاروین فلسفه او داسې نور.  .  عقیده یا د باورونو ټولګه فلسفه بلل کیږي.  د بېلګې په توګه، اسلامي فلسفه، عیسوي یا بودايي فلسفه او داسې نور.  .  فلسفه هم د یوې پدیدې د حقایقو په منطقي یا مشاهده توګه بیانولو عمل دی.  د مثال په توګه، د ذهن فلسفه، د زړه فلسفه یا د مینې فلسفه او د مینې فلسفه، او داسې نور.  .  هر هغه منطقي او پېچلې خبرې چې د طبیع

Asteroid Bombardment On Earth Daily. Pashto Info

Asteroid Bombardment On Earth Daily. Pashto Info  By Muhib Rahmati د يوې اندازې له مخي هره ورځ په ځمکه باندي 1.5 کروړه شهابيې راغورځي. د اټکل له مخي دا شهابيې د 15 زره ټنو په اندازه مواد راوړي. ډيري يې د جسامت له امله وړې وي، دا چي د ځمکي فضا ته په ډېر سرعت سره داخلېږي نو له هوا سره د سولېدو په صورت کي په ايرو بدلېږي. خو ځيني چي غټي وي ځانونه تر ځمکي پوري رارسوي.  شهابيه څه شى دى؟ شهابيه يا  Asteroid  د ستورو، سيارو يا سپوږمۍ ټوټي دي، چي زياتره يې د سرو زرو، سپينو زرو يا الماسو دي، يعني د ډېرو په کيمياوي جوړښت کي د فلزاتو عناصر موجود وي. دا فلزونه د ستورو په بټيو کي په پېړيو پېړيو د   Fusion Reaction  له امله جوړېږي.  له ننه څلورنيم بيليونه کاله وړاندي چي کله د ګاز د وريځو او ګرد څخه زموږ شمسي نظام او ځمکه جوړه سوه نو دَ سيارو د جوړېدو په دې عمل کي د ډېرو لويو کاڼو ټوټې په خلا کي د لمر په مدار کي پاته سوې، دا ټوټې ډېرى د مشتري او مريخ په منځ  Asteroid Belt  کي موجودي دي. خو بيا هم دا شهابيې د شمسي نظام نه بهر د نورو کهکشانونو د چاودېدونکو ستورو هم کېدى شي.  دا ټوټې هم د لمريز نظام سره

Mansoor Hellaj Sook O? Who Was Mansoor Halaaj? Pashto Info

Mansoor Hellaj Sook O? Who Was Mansoor Halaaj? Pashto Info Mansoor Halaj  د ده خپل نوم ابوالمغیث الحسین بن منصور الخلاج وو۔په 244 هجری یا 858 عیسوی کی د فارس په یو بیدا نومی کلی کی پیدا شوی وو۔او په 309 هجری یا 922 عیسوی کال کی په عباسیه دور کی په دار شوی وو۔بیدا د فارس یوه عربی نژاد قصبه ده۔دا یو صوفی۔عالم۔شاعر او استاد وو۔منصور خلاج د ده پلار وو۔حلاج ورته ځکه ویلی شی چه پلار به ي ډینډت کولو۔ډینډت د لرګی یو مشین وی چه مالوچ پری تومیا کوی۔  په کی نندافی لګیدلی وی۔چه هغی سره مالوچ الوزی او تومیا کیګی۔چونکه اوس سایٸنسی دور دی۔او د مالوچو تومیا کولو نور ډیر مشینونه ایجاد شول نو اوس ډینډت نیشته ختم شوی دی۔ده باندی په عباسی دور کی یوه اوګده مقدمه چلیدلی وه او د خپلو مذهبی او سیاسی عقایدو په وجه ورته پھانسی ورکړی  شوی وه  د ده پلار د ده په ورکوټوالی کی د دغه بیدا نومی ځاي نه واسط نومی کلی ته کډه اوکړه چه دغه کلی یا قصبه د قرآن پاک د تعلیم په اړه مشهوره وه۔منصور د دولسو کالو په عمر کی قرآن پاک حفظ کړو۔او د مزید تعلیم حاصلولو د پاره د ابو محمدسهل بن عبدالله چه په سهل النستری هم مشهور دے په سکو

Who Is Youthia? Youthiya Koon Hota Hain? Youthia Explained In Urdu

Who Is Youthia? Youthiya Koon Hota Hain? Youthia Explained In Urdu. Imrando Or Youthia Kon? ?  ‏یوتھیا کیسا ہوتا ہے By Adnan Rashid.  یوتھیا وہ ہے جو نوازشریف اور آصف زرداری کو سائیکل پر دفتر جاتے دیکھنا چاہتا ہے لیکن وہ خوش اور مطمن ہے کہ عمران خان ہیلی کاپٹر پر دفتر جاتا ہے ‏یوتھیا وہ ہے جسے نوازشریف اور آصف زرداری کی سیکیورٹی اور پروٹوکول برا لگتا ہے، قومی خزانے پر ڈاکہ لگتا ہے لیکن وہ عمران خان کے سیکیورٹی اور پروٹوکول کو ضروری سمجھتا ہے Who Is Youthia? Youthiya Koon Hota Hain? Youthia Explained In Urdu. Imrando Or Youthia Kon? ?  ‏یوتھیا وہ ہے جو نوازشریف اور آصف زرداری کی ٹیکس ایمنسٹی کو برا اور چوروں ڈاکووں کی سکیم سمجھتا ہے جبکہ عمران خان کی ٹیکس ایمنسٹی کو ملکی ترقی کی ضامن اور ایک انقلابی قدم سمخھتا ہے ‏یوتھیا وہ ہوتا ہے جسے بلاول بھٹو اور آصف زرداری کا ملک ریاض کے طیارے میں سفر کرنا برا اور کرپشن کی بنیاد نظر آتا ہے جبکہ عمران خان کا اسی طیارے میں سفر کرنا جائز نظر آتا ہے ‏یوتھیا وہ ہے جسے ن لیگ کے ہر پروجیکٹ میں کرپشن نظر اتی ہے لیکن عمران خان کی جانب سے قومی خزانے سے چالیس

Mian Iftikhar Hussain, Khudai Khidmatgar, Sikandar Mirza And Struggle.

Mian Iftikhar Hussain, Khudai Khidmatgar, Sikandar Mirza And Struggle.  Faisal Faran میا افتخار حسین صېب یو ورځ کیسه کوله چې زه د پښتون ایس.ایف ذمه وار ووم، «هلکواني وه، د باچا خان يوې جلسې ته تلې ووم، سپینې د کاټن جامې مې اغوستې وې، یو بابا رانه وپوښتل چې بچیه ته هم نیشنلې یې؟ ما ورته وېل چې او بابا زه د کالجیانو نیشنلي یم! هغه راته ځواب کښې وائيل چې دا مبارزه په داسې سپینو جامو نه کېږي، بیا یې راته پینڅې بره کړې نو د ګيټو نه بره یې پښو پورې غوښې نه وې!  راته یې وائيل چې دا مونږ احتجاج کوه، او دلته یو سړک جوړیده، مونږ ته یې وائيل چې تاسو لرې شئ، نو چې لیرې نه شو، نو د هغه وخت ډي.سي اسکندر مرزا په حکم یې د سړک ګرم تارکول یې زمونږ په پښو واچول» دا واقعه میا صېب په یو تقریر کښې کړې وه، کمې بیشې پکښې کیدیشي! Mian Iftikhar Hussain, Khudai Khidmatgar, Sikandar Mirza And Struggle.  ANP Workers, Khudai Khidmatgaran, Pukhtun Student Federation and Sikandar Mirza .

Mala Chal Na Razi. Pashto Ghazal Lyrics Of Meena Da Khkulo Sanga Kege

Mala Chal Na Razi. Pashto Ghazal Lyrics Of Meena Da Khkulo Sanga Kege.  Ghazal By Shafiullah Babarzai. Singer, Mirman Naghma Khaperai. محترم شفيع الله بابرزئې افغانستان ۔۔۔۔۔   ۔۔۔۔۔ ديدن د ښکلو  څنګه  کيږی  ماته چل نه راځی۔ څوک په چا څرنګه ګرانيږی ماته چل نه راځی۔۔  د غره  سړې  يم  ما د  کلی باهر  مه  راپريږدئ۔ ښار کښےد غره خلق ورکيږی ماته چل نه راځی۔۔ د  نازولو   په   مړوند   خوبونه   څنګه   کيږی۔ سړې  بيا  څنګه  راويښيږی ماته چل نه راځی۔۔ د  ښکلو  مخ  کښې د يوې  خبرې  وس نه لرم۔ خولګۍ په څه ډول ښکليږی ماته چل نه راځی۔۔ دې سر خوړلی ښار کےڅوک د چا په کار نه راځی۔ دلته  پرادی  څنګه  خپليږی ماته چل نه راځی۔۔ زه مې د خپلې  غريبۍ ته اوس  خفه خفه يم۔ جانان  زما په نوم  شرميږی ماته چل نه راځی۔۔ بابرزې نور مې د خوږو خوږو نه زړه تور شوې۔ په ترخو څنګه څوک مړيږی ماته چل نه راځی۔۔ Mala Chal Na Razi. Pashto Ghazal Lyrics Of Meena Da Khkulo Sanga Kege.  Ghazal By Shafiullah Babarzai. Singer, Mirman Naghma Khaperai. Naghma Pashto Song Mala Chal Na Razi, Lyrics. Lyrics Of Pashto Hit Songs. Pashto So