Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pashto Tappay

Sheen Khalai. Sheen Khal, Tattoo by Pashtun Women.

Sheen Khalai. Sheen Khal, Tattoo by Pashtun Women. Latif Yaad Pashto Blog محترم اګر چه پښتانه ایسټرن ایرانین نسل دے خو د برصغیر اوسیدوتکی دي.او دی علاقه ته ګندهاره واي چه د پښتنو اصل ټاټوبے دے.ګندهارا خلق بنیادي طور یا خو هندوان وو او یا د بدھ مت منونکي وو. د پښتنو اصل او بنیاد هندو دے.د دوئ تاریخ ریګ وید او اویستا دي چه دا د هندوانو او د زرتشتي مذهب منونکو دواړو ډلو مذهبي کتابونه دي.په مخ او لاسونو خال جوړول د هندوانو د زرګونو کالو پخوانے ثقافت دے.او چه برصغیر کښی هر څومره لوی او واړه قامونه اوسی نو خال جوړول د دغه ټولو قامونو د ښځو دود دستور دے. دپښتو دفولکلوري شعرونو په لړکې لنډۍ( ټپه)دټول بشریت دفلکلوري شعرونو دسترې شتمنۍ یوه برخه ده. دلنډیو ستر اهمیت په دې کې دی چې دهغه سندریزه ځانګړتیا په ټولو شعرونو او سندرو کې ساری نلري . دپښتو لنډیو لمن خورا پراخه او ارته ده. په لنډیو کې دطبیعت ټولو پدېدو ته ځای ورکړل شوی دی.په پښتو لنډیو کې نه یوازې ښکلااو ښایست ، سپوږمۍ ، ګل ، بلبل،عاشق او معشوقه ستا  یل شوي دي ، بلکې دښکلا او ښایست نورو نښو او  بېلګو ستاینه هم  شوې ده  ...

Pashto Tapay 2022. Lyrics Of Pashto Tappay 2022. Trending Now

Pashto Tapay 2022. Lyrics Of Pashto Tappay 2022. Trending Now ‏زه دَ بې ننګو یاري نکړم  په غېرتي ملګرو سر قربانه ومه د ښکلو، ښکلو حساب بیل دی خو دا بدرنګ وړکي مې ورونو پۀ شان دینۀ مرګی خو ښه دي پرده پوښ دي بده نېستي ده غيرتونه شرموينه ‏‎زما په غېږ کې به عادت سې بیا به خوبونه په بخملو نه درځینه ‎#ټپه یار خو مې شته بې یاره نۀ یم د مازیګر په لوبو ورک دی رابه شینه #ټپه ‏کۀ په ژړا نصيب ښه کيږي  زه به لمن د اوښکو ډکه ګرځومه په نيمه شپه مرور لاړې دغه زياتۍ به دي تر عمره يادومه لیلا زړه شوه زور یی کم شو  له منگو پریوته کوزی راډکوینه چې ددیدن د برخو ویش وء  زه دتقدیر په زولنو تړلې ومه سختې ښېرې مې درته وکړې که پنځه ورځې ژوند لرې څلور به شینه 💔 په خړ کمیس کښی ګناه نشته  ګناه جلکۍ کې ده چې ړنګه بنګه ځینه شوخي🙏 په شپاړسمه روژه راشه🚶‍♀️ ما به روژه د پیغلتوب خوړلی وینه که د زلمو نه پوره نه شوه  ګرانه وطنه جینکۍ به دې ګټينه د سر زورۍ انجام د ولید د لښکر مخکې مخکې تلي کونډه د کړمه ‏منګي کې موری اوبه نشته زه د اوبو لپاره کوز ګودر له ځمه ‏مسافرۍ خوړلیه یاره پیزار اوباسه چ...

Luck, Qesmat, Naseeb, Pashto Folk Literature And Tappay. Mythology

Luck, Qesmat, Naseeb, Pashto Folk Literature And Tappay. Mythology  Waqas Esapzai. سوامي ویېکانند به ویل; «کله چې یونانیانو زموږ په سیمو یرغل وکړ' نو ساینس یې یوړو او پامسټري یې راته پرېښوده» زما خیال د هغه وخت نۀ زموږ د ټولنې په تقدیر ایمان لرل برخه شو' کوم چې موږ پښتو کې په قسمت، نصیب، برخلیک او بخت وغېره په نومونو پیژنو او په دې اړه زموږ په فوکلور کې هم ډېر څۀ شته. لکه د بیلګې په توګه; یا به زما قسمت خراب وي! یا به دا ټولې یارانې دهغسې وینه / ‏فکر بادشاه, سوچ مې وزير دى  قسمت فقير دی, در په در مې ګرځوينه / ‏نصیب، قسمت ته ګناه نشته بخت چې کوټا شي؛ پاچهان ټکرې خورينه / ‏د خوشحالۍ قسمت مې نشته غم مې د زړه په سر خیمې وهلې دینه   ‎ کله چې عربو زموږ پر سیمو یرغل وکړو' نو هغوي څخه کوم ساینسي علم نۀ وو او د علم حصول لپاره یې وروسته د یونانیانو کتابونه عربۍ ته وژباړل، د یونانیانو په کتابونو کې د پامسټرۍ خرافات هم پرېمانه وو، عرب چون صحرایي قبایل خلک وو' نو په ستورو او سپوږمۍ هغوي د وړاندې نۀ هم عقیده لرله او ددې په رڼا کې به یې مزلونه هم کول؛ حتی د عربي کالښود میاشتي د سپوږمۍ...

Sher Alam Aw Mamonai. Pashto Folk Story And Pashto Tappay Lyrics.

Sher Alam Aw Mamonai. Pashto Folk Story And Pashto Tappay Lyrics. مور یې بلۍ په بلۍ ګرځي  د میمونې څادر په چا موندلی وینه ‏په ناوګۍ کې اوبه نه وې ‏د میمونې د وینو راغلل سیلابونه مورې تودې وریجې سړې کړې د میمونې د مرګ خواره شو آوازونه ميمونئي پاکه ليوني ده  هغه يي وجنيي دا ماما ماما کوينه بیا به د کلی منځ ته نه ځم هلته کښي مور د میمونې ولاړه وینه پهٔ سترګو ړوند شئ شيرعالمه د تمباکو پهٔ پانړو چا کړې مرګونه د ميمونې همزولې راغلي څوک پسې ژاړي څوک پرې وائې تهمتونه د میمونئ د مرګ آواز شۀ جینکو وران کړل د اختر شینکی خالونه ميمونه جاړي شيرعالم ته   ده کاکا زوي دے ما به نه حلاله وينه يه شيرعالمه خدائي دي خوار کړه د تماکو په پانړه چا کړي مرګونه د مېمونې د مرګ اواز شو  مور ئې ړنده شوه په بازو خله لګو وينه ده ميموني ده مرګ آواز شو جينکو پريښودل قلپيان په تنرونو Tags, Meta Data And Keywords. Pashto Folk Song Shir Alam Aw Mamonai. Singer. Ahmad Gul Ustad. Sher Alam Aw Mamonai. Pashto Folk Story And Pashto Tappay Lyrics. Shir Alam Aw Mamonai, Pashto Folk Story Of Honor Killing...

Pashto Sex Poetry. Pashto Tappay With Sexual Feelings And Emotions

Pashto Sex Poetry. Pashto Tappay With Sexual Feelings And Emotions. د پښتو جنسياتو پانګه عموماً پۀ ټپه کښې خوندي ده، دا د يو قام د صحت مند جنسياتي ذوق دليل دے تاسو هغه ټپې وليکئ چې دغه موضوعات لري !! يو څو نمونې وګورئ : سترګې دې پټې کړه شرمېږم  پهٔ غړېدلو سترګو خلهٔ نهٔ درکومه په سپین پرتوګ دې خاوري واوړه  څومره خواږه دې پکښې پټ ساتلې دینه د يار په مخ مې ګيره راغله  زما ميراته سينه نه سپړي ګلونه پهٔ ما دې خېټه ډمامه کړه ستا پهٔ شوخۍ دې الله اور ولګوینه خداې دې په تنګه لار کې راکړه  چى دا سېنو‌سره دې برېت وسولاومه لاس پۀ لستوڼي کښې راتېر کړه پۀ کندهارو انارو اووهه لاسونه ټینګه می مه نیسه په غېږ کښې تي می خوږیږي سږنۍ بالغه یمـــــــه جانان په کټ کښې مرور شو  د زنې سر پسې چاپېره چرلومه د سحر مونځ په تېموم وکه چې بېګانے خوند دې په خُله کښې پاتې شی نه په مخ مې ستا د غاښو نښې د مينې نښې نورې څنګه وی مئينه #ټپه #لنډۍ چې څه دې وکړل ښه دې وکړل. نور مې پلو په مخ راخور که خوب راځينه سپینې، سینې درته پرته یم د پشکال ګډوریه خوب دې زنګوینه ‏آواز مې ډډ دے نهٔ غږیږي ستا دۀ سینې...

Pashto Love Poetry. Pashto Two Lines New Poetry, Pashto Tappy Lyrics 2022.

Pashto Love Poetry. Pashto Two Lines New Poetry, Pashto Tappy Lyrics 2022. ‏په نيمه شپه هسې راياد شوې  هغه راغلی خوب مې بيا وتښتيدنۀ  په ما دې کړې څه بلا ده  په مخ مې غبرګې اوښکې ځي خوله درکومه ‏اختر پرون و، پرون تېر شو د بغدادي کوترو نن راغلل سېلونه ‏که ته راځې غرمې ته  راشه ابۍ کور نشته بابا ژرندې ته لېږمه اسمان په ستورو ښائسته ښکاري د زمکې سر په ښکلو ښکلو خوند کوينه ځار په پښتو ولاړه اوسه زه هم پښتون يم په پښتو درسره ځمه Pashto Love Poetry. Pashto Two Lines New Poetry, Pashto Tappy Lyrics 2022. الله دې خیر کړي څه به کېږی باران وريږی زه د يار ديدن له ځمه ‏لاليه ښاد شې خود مختار شې د قام سالار شې چې بيرغ درپسې وړمه ښایست مې و نصیب مې نه و خدایا په کور کې د بې قدرو ناسته یمه زما د مرګ زيرے پرې وکړئ چې په درشل پسې ولاړه وچه شينه ‎#ټپه ‎#لنډۍ ‏‎پکار دې نه وم درنه لاړم که دې پکار وې نازولې به دې ومه د يا قربان اواز دې تت کۀ  رباب دې مات شه په مانځه ولاړه يمه ډېر څه لرم ! وَيلی نشم سپېرې پښتو مې په مَرۍ ايښي لاسونه Pashto Love Poetry. Pashto Two Lines New Poetry, Pa...

Roja Aw Pukhto Tappy Lyrics. Roja Aw Pashto Tapay Lyrics. Pashto Tappy 2022.

 Roja Aw Pukhto Tappy Lyrics. Roja Aw Pashto Tapay Lyrics. Pashto New Tappy Lyrics 2022. Tappay In Text. ‏په دولسمه روژه راشه ما به روژه ده پېغلتوب خوړلي وينه۔ ‎ده پېشمني غږونه وشول ‎ده نرۍ ملا نه مې نور وباسه لاسونه Tappy Lyrics In Written Pashto Text. د روژه ماتي نه پس راشه تر پېشمني پورې وزګاره ناسته يمه. Pashto Tappy Lyrics New 2022. روژه به هله خوند پېده کړي  چې دې جانان په سرو منګولو پاڅوینه۔ ټپه۔ غرق شی اذان راباندی اوشو د غیږی خوند دی پیشمنی نه اویستمه۔ په اخیري پېشمني راشه تر بله کاله به یادګار راسره وینه۔ اوښکې مې بیا سترګو له راغلې بیا چې یواځې پېشمني ته پاڅېدمه ټپه۔ پلاره وړوکې دې وادۀ کړم بړستن پۀ خُلې نیسم پۀ لاس یې غبرګوؤمه۔ ماته په خله کښې لاړې تــــوکه ګني زما خو به ژبۍ درپسې شينه۔ Keywords For This Pashto Tappay Blog. Pashto Tappa, Pashto Lyrics of Haroon Bacha Tappy,. New Pashto Tappay about Judai, Pashto tapy about Akhtar or Eid. Roja pa Pukhto Tapo ki. Pukhto tapa aw Kabul.  Bacha Khan In Pashto Tapa. Pashto Folk Tappay. Rohi Tappay. Ghazal Zaar. Pukh...

Pashto Two Lines New Poetry. Pashto Sherona, Pukhto Sherona.

Pashto Two Lines New Poetry. Pashto Sherona, Pukhto Sherona. ما ویل ستا زړه یمه! خو نه یمه تا ته وایم خه یمه!  خو نه یمه سترګی می په زور راپټی کړی دی خکارم چی اوده یمه! خو نه یمه ښۀ اهتمام کښې یار له تلے یمه هو زۀ احرام کښې یار له تلے یمه زۀ پۀ سجده کښې ترې راغلے یمه بیا پۀ قیام کښې یار له تلے یمه جاویدشاه درمان Pashto Two Lines New Poetry. 2022 Pashto Sherona, Pukhto Sherona. Pashto Sherona New 2022. Pashto Tappy Lyrics. New Pashto Tappy. Pashto Times Pashto Poetry SMS. Pukhto Shayeri SMS. New Pashto Poetry SMS, Pashto Poetry SMS 2022 Eid Ul Azha. Akhtar Pashto Shayeri 2022 And 2023. 

Balai. Balay Pa Pukhto Tapo Ki. Ledge In Pashto Folk Songs And Tappay.

 Balai. Balay Pa Pukhto Tapo Ki. Ledge In Pashto Folk Songs And Tappay. Balai Pa Pukhto Tapa Ki بلۍ په پښتو ټپو او سندرو کې  بلۍ ته ځینې خلک دبام سر ،دکوټې سر اوبنېره هم وایي او همدارنګه ځینې خلک د کړکیو پر سر چې د باران نه دبچ کېدو لپاره کوم رپک جوړ شوی وي هغې ته هم بلۍ ویله کیږي .په انګریزي کې ور ته Ledge  او  cornice  وایي باران وریږي بلۍ څا څي په ما راڅا څي دجانان خواږه یادونه دزړه برجونه دې محکم کړه زه ددېدن بلۍ ته توپې خیژومه اوس په بلۍ ختلی نشي دکور دننه ژړا ما پسې کوینه ستا ددېدن باران دې وشي که غولی ډنډ شو په بلۍ به ګډه شمه که چاویل چې جانان راغی که غولی نه و په بلۍ به ګډه شمه ستا دراتلو زیری دې وشي که انګړ ډنډ وي به بلۍ به ګډه شمه بلۍ ته وخیژه نارې کړه چې دترلې اوتربور نه کیږي کورونه آخر به ما په چا حلال کړې ښکاره کوي چي په بلۍ سپین مړوندونه چه جمعه شپه شي زړه مي ښه شي بلۍ ته جګه شمه ستا لارې څارمه پاس په بلۍ کټونه ډير دي بنګړو ته شرنګ ورکه چې ودې پېژنمه په بلۍ کلکه ګټه کېږده د عاشقانو ناسته تل په بلۍ وينه ‏پرون دې ویل سبا به درشم نن تر ماښامه په بلۍ و...

Rabab Pa Pukhto Tapo Ki. Rabab Aw Pukhto Tapay 2022.

 Rabab Pa Pukhto Tapo Ki. Rabab Aw Pukhto Tapay 2022. رباب په پښتو ټپو( لنډیو) کې ------------------------------ ماته رباب په لاس کې راکړئ زه مې دخپلې ځوانۍ وير پکې کومه -------------- رباب زما په غیږ کې پروت دی وړې خبرې دجانان راته کوینه ---------- رباب دې تیز وهه استاده زموږ حجرې ته میلمانه راغلي دینه ----------- رباب ته شړک د ګوتو ورکه چې وادې نه وړي بخملي ګوتو سرونه ستا د رباب شرنګ مې تر غوږ شو په کور کې ګرځم ناستی خوند نه راکوينه ---------- رباب زما په دردپوهیږي هره نغمه کې خپل جانان رایادوینه -------- ربابه زیر اوبم ته پام کړه دزیرو بم لاندی می زړه ده وبه چوینه -------------- . رباب می بیا په زنګانه که زه دپخوا وختونو یاد پکې کومه -------------- رباب دې بیا په زنګانه کړ رباب شوقي دی ما به هېره کړې مینه --------------------------------- ربابه خدایږو چى دى مات کړم اشناد لرى ياد وې ماژړه وينه ------------------- ربابه دِړې وړې مات شې مین په ما دی پام په تا غلطوینه --------------------- رباب په خرپ وهه جانانه    زه د اتڼ په مستۍ اوس راغلی یمه ----------------------...

Muft Maaz Tappay Aw Dastaar. Pashto Blog By Maulana Khan Zeb.

 Muft Maaz Tappay Aw Dastaar. Pashto Blog By Maulana Khan Zeb. د ،دستار سړي ، دې نه مري !!! د خوشال د معيار ګز که پسې راوړې  ډېر سرونه نه دي وړ د دستارونو ! ــــــــــــ د ېو قام کلتوري ارزښتونه څومره زور لري ددې اندازه د مفتي معاذ د خواږه ترنم نه پته لږي چې فقط ټپه په خوږ غږ کښې وائي نو هغه پټکې چې دده په سر وو شائد چې ټول عمر ئې که په سر وې خو دومره به نه وې ستائل شوې لکه د سر نه د کوزولو نه پس ئې چې څومره محبوبيت ترلاسه کړو  مونږ چې کله د عدم تشدد د ګټو خبره کؤو ېو پکښې دا هم ده چې د خپل دليل او عمل په زور د افراطيت نه راټوکېدلې هغه بيانيه چې بې سارې لښکر لري د عدم تشدد په فکر او تګ لاره چې څومره رسوا کېدې شي دا په تشدد نه کېږي ښکاره مثال ئې دا پېښه ده چې  په پښتنه ټولنه کښې د چا پټکي ګيرې ګرېوان ته لاس اچول د منلو وړ نه وي خو  ورته غبرګون  په دليل او منطق ولاړ زغم لاثاني جواب دې تراوسه خو هنري آلات د منلو وړ نه وو خو اوس پکښې خوږ غږ هم . پټکې که په انساني ټولنه کښې زرګونو کلونو نه دود دې برق صېب ئې د مارپرستې دور ته رسوي خو پښتانه ئې د خپل خوږ پېغمبر ص ...

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه د...

Bewafa, Bewafai In Pashto Folk Poetry. Be Wafa Pa Pukhto Tapa Ki.

 Bewafa, Bewafai In Pashto Folk Poetry. Be Wafa Pa Pukhto Tapa Ki. ‏بې وفـايي مـې کـړې نـۀده که تۀ اوبۀ را خړوې، بې وسه يمه Pashto Times Pashto Tapay. Pashto Sherona Aw Be Wafayee, Pukhto Tapa Aw Jwand. Pashto Folk Songs And Tapay. Bewafa, Bewafai In Pashto Folk Poetry. Be Wafa Pa Pukhto Tapa Ki. Saud Bangash, Mumtaz Orakzai, Matiullat Turab Pashto New Poetry and Pashto Sherona 2022. Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.  Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022. Pashto Times Tags. Two Lines Pashto Poetry 2022. Pashto Two Lines Sherona 2023. Pashto Times. Pashto Sherona. Pukhto Sherona. Ghazal. Pashto Ghazal. Pashto Sherona. Pashto Poetry Two Lines 2022. Pashto Two Lines Poetry 2022. Pashto Poetry Two Lines 2023.

Gulab. Pashto Tappa, Pashto Folk Tappay

 Gulab. Pashto Tappa, Pashto Folk Tappay 2022 پۀ ګلاب ناست بؤرا ته وایه ګلونه زر زر بویؤه خزان راځینه ‏که ته د شپګ خویندو لالا يې زه نازولي خور د شپږو وروڼو يمه #ټپه په ناوه ګۍ کې اوبه نه وې  د میمونې د وینو راغله سېلابونه وړوکيه! ما په يارۍ پوه کړې اوس دې په غوړو څڼو نور وهي لاسونه طبيب دې خپلې ګولۍ يوسي! خط ده جانان له لوري راغی روغه شومه♥️ ‏په رزمک سپيني واوري وشوي يخه هوا يي د ملتان پورې راځينه ٹپۀ ”خله دې راوسپړه گويان شه  ستا خاموشئ په وطن تېر کړل قيامتونه  زړه مې د سوات حسينو يوړو تشه پنجره په ملاکنډ راکوزه ومه بنګــــــړې دې مات شــــــوو راته جاړې زما دې زړه مات کــــــــــړو خـــــــــنـدا درته کــــــــــــــــــوومه اوس که اباد يم که برباد يم تا ته به ياد يم چې په څه دې پرېخودمه د شونډو پاړ مې ورله یوسئ که جانان خدای رسول مني نو رابه شینه د سترګو جنګ نه ډډه وکړه  دسترګو جنګ دزړګي خونه ورانوینه په تمه تمه ببه دی مڑ کڑم  نه به دی یار کڑم نه به در کڑم جوابونه  که ستا رضا وي زه به لاړ شم زما ادې به ماته ويښه ناسته وينه ‏د کال اخر دے حساب ؤکه ‏ک...

Sarzoori, Kwanda Aw Jang. Pashto Folk Song Tapa

 Sarzoori, Kwanda Aw Jang. Pashto Folk Song Tapa د سرزورۍ انجام دې ولید د مورچې سرته سرته تلې کؤنډه دې کړمه

Pukhto Tappay Lyrics New 2022 December 2022. Pashto Tappy Lyrics

 Pukhto Tapay Folk Lines Lyrics 2022. Pashto Tappy Lyric د زرو قدر په زرګر وی د جونو قدر په نادانو زلمو وینه ټپه د کوټې تير راباندې پروت وی! راباندې نه وی د زاړه سړي لاسونه ‏پـه زړه کافـر جـانان تـه وایـه چـې ته خـفه یـې زه بـه څه خوشحـاله شمـه؟ ده جهالت ابۍ دے مړه شي چې نور بې علمه بچيان نه رازېږه وينه *هغه چی پیغله شوه واده شوه*  *زه چی زلمی شوم مسافردا کلی شومه* دا څه جانان څه یې پښتو ده ماته یې جوړ کړل د همزولو پیغورونه نه مې لښکر نه سر لښکر شته را پسې خاندي د شاهي کلا برجونه ‏لالي له هر څه نه منکر دے ما يې په سر وړي د کلی پېغورونه په ځان مئين خلک ويده دي په بل مئين خلکو له نه ورزي خوبونه خبر مې کله کله اخله مرض چې اوږد شي اکثر ترې سړې مرينه #ټپه څه به تعويز څه به مولا وې  يار به زما وې په الله يقين لرمه ‏اوس نو د خاورو په مثال یم چې د لالي تر څنګه وم مغروره ومه اب كوثر جانانه راشه د بېلتانه پۀ سفر ځم تږى بۀ شمه ټپه د کوټې تير راباندې پروت وی راباندې نه وی د زاړه سړي لاسونه کډې    دہ    ھیچا    نورې    نه    ځي  د...

How old Pashto Folk Tapa Is? Hanif Khalil

  How old Pashto Folk Tapa Is?  Hanif Khalil ټپه څومره زړه ده۔۔۔ سپوږمیه کړنګ وهه راخیژه یار مې د ګلو لو کوي ګوتې ریبینه زمونږ ډیر پښتانه مشران څیړونکي او د ډنمارک څیړونکی جینز انولډسن وایی چې دغه ټپه د اریایی دور ده چې پکښې د څوارلسمې شپې د سپوږمۍ په مهال د سوما د لو او جوس جوړولو اریایی دود ته اشاره شوې ده ځکه ټپه تقریباً څلور زره کاله زړه ده۔۔۔دغه حواله ما هم څو ځایه کښې راخستې ده خو چې غور کوم نو دا راته هسې جوړه شوې افسانه ښکاري۔۔۔۔ځنې پوښتنې راوجتیږي چې د دغه موقف منلو کښې خنډ جوړیږي ١۔۔۔د دغه ټپې ژبه د نن ژبه ده۔۔۔بیخي ساده او روانه۔۔۔مونږ چې د څلور سوه کاله زوړ روښاني شعروادب هم ګورو نو دومره رواني او سادګي نه لري: د پټې خزانې نه په استثنا: نو څلور زره کاله پخوا پښتو ژبه داسې څتګه کیدی شي۔۔۔ ٢۔۔۔د پښتو کلاسیکي شاعرانو ولې ټپې نه دي وییلي یا په خپلو دیوانونو کښې شاملې کړي۔۔۔۔تر دې چې اشاره قدر یی هم نه ده کړې۔۔۔لکه د صنعت ارسال المثل به یی  د صنایع بدایع برخه جوړه کړې وه۔۔۔دا ښایی چې دغه دور کښې هم ټپه نه وه۔۔۔ ٣۔۔۔دغه ټپه کښې دغه د ۔۔۔کړنګ وهه۔۔۔روزمره هم راته مجه...

Snow Fall, Tappa, Kabul, Poverty, Children, Street Children In Kabul

 Tappa, Kabul, Poverty, Children, Street Children In Kabul. Snow fall In Kabul Today 15 December 2021. کابل په پښتو ټپو کښی پهٔ کابل سپینې واورې اوري ســـاړهٔ نیـــولي نازولي صــــورتونه ما د کابل له سیند نه ځار کړي د شالیلا د خولي کنګال پکې راځینه بلاره کوچیانو ته مي ورکړه د اوښ په شا به مي کابل ته خیژوینه اوړي دي پاس کابل کښي تیر کړو په ژمي راغلي سلامت غواړي خالونه باران دي اوشي پرواه نشته واوري دي نه کیږي چي لاري بندوینه

Pukhto Tappay 2022. New Pashto Sherona.

 Pashto New Tappay 2022. New Pashto Sherona. #ټپې دا چې سندرې مې خوږې دي زه سندربولې ښاپیرۍ ښکول کړئ یمه زمونږه ناسته تر سبا ده چا ته چې مور نارې وهي هغه دې ځینه خوله یې د وینو ډکه راوړه جینۍ په یار پسې بنګړي خوړلي دینه ډکي را ټول که اور پرې بل که زمونږ دستور دی په رڼا خوله درکومه پیره بابا په ډاګ یې ووله په تا تيریږي دیوانا بابا ته ځینه د پیر بابا لارې دې سختې د ګلو لښتې زه پې ستا د پاره ځمه پیره منګول مې په سر نیسه د منګارو مارانو سېل مې په سر ځینه بیګا دې ما سره وعده وه د سپي په غپ پسې به لس پرلانګه تلمه د لیونۍ د کور کُوتریه ساړې ډوډۍ درله په جیب کې ګرځومه ما درته وې چې پېغله وکه پېغله ګنۍ ده بند په بند خوږه لرینه د سیند په منځ کې دې ګل راکړو لاس دې را نکړه ماهیو خوراک دې کړمه تسلي مه راکوه یاره لاسونه راکړه سمندر مې ډوبوینه زما دې څه وکړل چې لاړې نرۍ نرۍ زړګی به ستا راپسې چوینه په ما دې مرګ را پورې نه دی سترګې دې واړوه سوری سوری دې کړمه سترګې دې وې وتلې نه وې چې په مالت دې لویدم نه دې لیدمه ډیوه را واخله رڼا وکړه سبا به وایې چې ما خوب لیدلی وونه ډیوه را واخله خولګۍ واخله زموږ ...

Kachkool Pa Pukhto Tapo Ki. Kachul Aw Pukhto Tapa

 Kachkool Pa Pukhto Tapo Ki Kachkul aw Pukhto Tappay کچکول په پښتو لنډیو( ټپو ) کې ------------------------------------- دملنګۍ کچکول به واخلم څودجانان دیدن ونکړم نه راځمه دملنګۍ کچکوله مات شي چې تا راواخلم دزړه غم مې تازه شینه دملنګۍ کچکوله مات شي چې درپه در دې ګرځوم تش دې راوړمه بيا به دې نوم پر خوله وانخلم ته ماتوې دملنګانو كچكولونه ښه شوه چې ته دخیره راغلې ماپه کچکول پتري وهل درپسې تلمه عشق کچکول په لاس کې راکړ دیار درګاه ته مې دخیر پسې لیږینه کچکول دسترګو مې نیولی که مې جانان ددیدن واچوي خیرونه کچکول دسترګو ورته نیسم زړه مې مین خیرات دحسن ټولومه کچکول دسترګو ورته نیسم چې پکې واخلم دښه حسن زکاتونه کچکول په غاړه قلندریم فقر دیار ددیدن کړم بیرته راځمه کچکوله دړې وړې مات شي چې در په در دې ګرځوم تش دې راوړمه نصیب کچکول په لاس کې راکړ زه مساپر شوم اوس خو بل وطن ته ځمه آخربه کند کچکول راواخلم چې کبرجن جانان مې نه کوي پوښتنه الله دې زر تیاره ماښام کړي چې کچکول واخلم دیار درته ودریږمه یاره کچکول د ې غېږ کی نیسه چې پکی واچوم د مینې ټول حالونه. کچکوله نور می په کار نه یی سوال می قبول شو ...