Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Taiwan

Taiwan, China And United States. Taiwan Issue Explained In Pashto

Taiwan, China And United States. Taiwan Issue Explained In Pashto امریکا د چين او تهائيوان تر منځ هغسې شېطاني روانه کړې، لکه د روس او يوکراين تر منځ چې کوله. پوټين تېروتنه و کړه او په يوکراين کشې شکېل شو. د جنګ اتمه مياشت روانه ده، او روس لا د يوکراين په مشرقي سيمه کشې شکېل دى. زيات تاوانونه يې د روس، يوکراين او يورپ دي. بله خوا امریکا په دا جنګ کشې تر دا اوسه خورا ډېره ګټه کړې ده.  د روس ګمان وو، چې دا جنګ به د څلور پنځه هفتو لوبه وي، خو اوس جنګپوهان وايي چې دا لوبه تر کلونو پورې غږېدلى شي. چين تهائيوان خپله برخه ګڼي، او امریکا هوم د متحده چين د پالیسي حمايتي پاته شوې ده. خو اوس امریکا په خوله خو وايي چې د متحده چين پالیسي ملاتړي ده، خو په عمل کشې داسې اقدامات کوي، چې د متحده چين د پالیسي زد کارونه دي. د بېلګې په توګه له تهائيوان سره کاروباري او دفاعي تعلقات ساتل او اوس خو يې حد دا و کړى، چې د امریکا د پارلېمان سپيکر نېنسي پيلوسي د تهائيوان باقاعده دوره و کړه. معنا دا چې په عمل کشې امریکا ثابته کړه، چې دوى تهائيوان د چين برخه نه، بلکې يو آزاد رياست يې ګڼي. اوس چې دا دوره ختمه شوې ده،