Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Janat

Da Yaw Mula Na Me Tapoos Oko. Pashto Song Lyrics Of Ajmal Khattak Baba

 Da Yaw Mula Na Me Tapoos Oko, Ma Way Mula Sahib Janat Ba Sa We. Ajmal Khattak د اجمل خټک بابا رح دولسم تلين #نظم:- د جنت لټون د يو ملا نه مې تپوس وکړو ما وې ملا صاحب جنت به څه وي؟ هغه په ګيډه لاس واهه ويل يې تازه ميوې او د شودو رودونه خوا کې کتاب ته يو طالب ناست وو ما وې چې ته به په کې څه ووايي؟ د زليخې کتاب يې بند غوندې کړو وې چې ښايسته حورې او شنه خالونه شيخ د تسپو اميل په لاس ولاړ وو په خپله ږيره کې يې لاس وهلو ده پرې را ودانګل نه داسې نه ده ښکلې غلمان او جنتي سرونه يو خان په لويه سجده پروت پاڅيدو ما وې چې خان کاکا ستا څه رايه ده؟ خپله شمله يې سموه ويل يې د سرو او سپينو عنبرې کورونه خوا کې يو ستړى سيليدو ولاړ وو ما وې مزدوره ته جنت پيژندنې؟ د خپل تندي خوله يې وچه کړله وې چې ماړه ګيډه خواږه خوبونه يو ليوانۍ غوندې په لاره تيريدو ما وې چې يه فلسفي ته څه وايي؟ خپل ببر سر يې ګروو ويل يې بس د انسان د خوشحالو خوبونه [ما دې خپل زړه ته سر ورښکته کړلو ده په اوترو سترګو بره کتل دى شين اسمان ته غوريدو ويل يې ما اوريدل ترې دا يو څو لفظونه ويل يې اى د له مکان خاونده په خپل مکان کې خپل اختيار جنت