Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Sohail Noor Blogs

Nadima Known As Patingara Kakai Arrested By Taliban.

 Nadima Known As Patingara Kakai Arrested By Taliban. Patingara Kakai, Social Media Activist In Afghanistan Arrested. خورکۍ ندیمه چې په بتینګړه کاکۍ مشهوره ده او د یوې NGO  د لارې د خپلو افغانو خویندو خدمت کوي، نن يې یویشتمه ورځ ده چې ط. البا. نو په کابل کې بغېر له کوم جرم له خپل کور څخه اوچته کړي ده، تر اوسه پورې د کابل د ګوډاګي وزارت داخله سره بندي ده، له بند څخه دوه ورځې پس ګوډاګي وزارت داخله يې له کورنۍ سره تماس نیولی وو او اطمینان يې ورکړی وو چې خلاصوي يې خو ندیمه خورکۍ تر اوسه پورې کور ته نه ده پرېښودل شوې، واضحه دې وي چې ندیمه خورکۍ د NGO اجازت نامه لري خو خبره دا ده چې تر اوسه يې له پا. کستا. ن څخه اجازت نامه نه ده وړې نو کېدائشي چې په دې وجه ګوډاګي وزارت داخله نیوليې وي، یو څوک چې خپل قوم ته خدمت وکړي او بیا غلامان ط. البا. ن يې خدمت ته نه پرېږدي نو دا ډېر بده خبره ده، ټول افغانپاله خلک له ط. البا. نو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې خورکۍ ندیمه خلاصه کړي، تر څو چې د خپلو بې وځلو خلکو لاس نیوی وکړي ملګرو دا پوسټ ښه ډېر نشر کړی #FreeNadima Sohail Noor Blogs. Nadima Known As Patingara

Politics Of Violence Vs Politics Of Non Violence. Pashto Blog

 Politics Of Violence Vs Politics Of Non Violence. Pashto Blog By Ameer Khan Yousafzai تشدد یو داسې عمل دی چې په کولو باندې یې قامونه ختمیږي ، او راتلونکي نسلونه یې د هر قسمه علم نه محرومه پاتې کیږي  په خاصه توګه پښتنو له خو د عدم تشدد مخالفت هډو پکار نه دی ، ځکه په تشدد چې څومره پښتنو نقصان موندلی نو ددغې مثال په دنیا کې بل هیچرته هم نه میلاویږي . د افغانستان مسله ټوله سیاسي وه که چرې د ثور کودتا په سیاسي لار او فشار شوی وی نو افغانستان به د نړیوالو د جنګ مرکز نه جوړیدلو او نه به پښتانه / افغانان د هغوي په جنګونو کې خشاک جوړیدل . مونږ د تیر نظام او د ټالېب تر مینځ د شلو کلونو جګړه مخامخ ولیدله ، کومه ګټه یې ورکړه بې د نقصان نه ، هو دغه جنګ یوه ګټه کړی او هغه هم د افغانانو / پښتنو ګټه نه بلکې د ټالېب د چوکۍ خواهش یې سر ته ورسوو  په تشدد چې څومره جبهې ، او ګوندونه په قدرت کې راغلي هغوي خپل ولس ته دومره تاوان رسولی چې ر اروانو سلو کلونو کې به هم پورته نه شي  پښتنو ته د تشدد نه د عدم تشدد اړتیا ده ، پښتنو ته د سیاسي پوهې اړتیا ده او سیاسي پوه ،شغور به هله راشي چې پښتانه عدم تشدد خپل کړي 

People's Democratic Party Of Afghanistan. Pashto Blog About PDPA

 People's Democratic Party Of Afghanistan. Pashto Blog About PDPA د شلمی پیړۍ په اخری نيمايي کې  حزب ديموکراتيک خلق يو داسی انقلابي سياسی نهضت او حزب وو چې په لومړی ځل يې نه يواځي په افغانستان کې فيوډالي شاهی مناسباتو ته د پای ټکئ کيښود بلکې د افغانستان په تاريخ کې يې په لومړی ځل د ريښتني جمهوری ټولنيزو اصلاحاتو ترڅنګ کارګران، بزګران، کوچيان اوميرمنو ته هم په سياسی او اقتصادی بستر کې ځای ورکړ او په‌راتلونکی  ‌کې يې د روشنفکره ملي ديموکراتيک نهضت لپاره د يو قوی سياسي روايت او پل بنسټ هم کيېښود....... حزب د‌يموکراتيک خلق د افغانستان د شلمی پيړۍ مشروطه خواهانو  د‌ غورځنګ چې په بيلا بيلو پړاونو کې يې د استبداد پر ضد مبارزه کوله د مترقی او عدالت غوښتونکې ريډيکال برخې چې د  ويښ زلميانو  په‌ شکل کې يې تداوم وکړ ترينه وزېږيد......په بله مانا حزب ديموکراتيک خلق په افغانستان کې يواځنی سياسی روايت دی چې د‌ ماضی ټول د رڼا، نوښت، عدالت غوښتنې او پرمختګ روايتونه  په خپل ځان کې لري........  د ملی مترقی، انقلابی او جمهوری نهضت د‌ دغه ستر سياسي روايت د‌ رغولو لپاره نوې افغان نسل بايد تر هر څه لومړی

Namak Haram Sa Ta Waye? Namak Haraam Sook Di?

 Namak Haram Sa Ta Waye? Namak Haraam Sook Di? نمک حرامه څه ته وایي؟ زمونږ ځنې ناپوهه خلک د خپل نسل یوې برخې ته کله د نمک حرام لفظ استعمالوي، اګرچې په لویه کې هغه خبره ده ته هم منسوبیږي خو بیا هم دا ناپوهه دا لفظ ډېر په شد او مد استعمالوي، خو کله چې تپوس ورڅخه وکړې چې د نمک حرام تعریف څه دی نو هغه به ځواب درکوي چې "نمک حرام خو داسې وي چې په يو تالي کې درسره ډوډۍ وخوري او بيا  په هغه تالي کې پښه کېږدي" اوله خبره خو دا ده چې دا کوم منطق نشو، بله خبره دا چې دا دلیل کوم ځائ نه نیسي، دوه رقیبان هم په یوه تالۍ کې ډوډۍ خواړی شي نو ایا هغه درسره نمک حرامي وکړه ؟ نمک حرامي د هوښیارانو په نزد کې څه دي، هغه په لاندې ډول کېدائشي نمک حرامه هغه کس ته ویل کېدائشي چې څوک د چا په کور کې مېلمه شي، د کور والا ښه ډوډۍ او ښه عزت ورکړي او دا مېلمه بیا په نیمه شپه راپاڅي د کور والا ښه کلک کلک وتړي، په ښ.ځه او به بچو يې جن.سي تیري وکړي، د کور ټول مال ورڅخه یوسي، بیا دنیا دې کس ته نمک حرام وايي د خدائ دپاره د خپل نسل یوې برخې ته د نمک حرام لفظ مه استعمالوی، ځکه چې که په دلیل باندې وغږیږو نو کېدائشي ت