Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pukhtana Attalan

Sartoor Faqir. Pashtun Hero Sartoor Faqir Of Buner. Attalan Opejanai.

Sartoor Faqir. Pashtun Hero Sartoor Faqir Of Buner. Attalan Opejanai. سرتور فقیر د بونېر سعدالله خان وۀ چې د سرتور ملا، سرتور فقیر او د انګرېزانو پۀ لهجه کښې د  Mad Mula  او Mad-fakeer  پۀ نوم مشهور وۀ سرتور ملا د ملاکنډ جهاد (1897) اتل وۀ. د عمراخان جندول نه پس سرتور فقیر هغه مجاهد وۀ چې د انګرېز خلاف یې منظم ګورېلا مبارزه وکړه سرتور فقیر پۀ خپل جنګي چالونو کښې ډېر دقیق او فطین وۀ. سرتور فقیر د ملاکنډ، سوات، باجوړ، دیر او خواوشا سیمو کښې د انګرېز خلاف د ازادۍ جنګ لپاره پۀ خلکو کښې د بیدارۍ غږونه وکړل سرتور ملا د انګرېز خلاف پۀ چپاوونو او یرغلونو کښې انګرېزي پوځونو ته دراندۀ زیانونه واړؤل د یوۀ لواړګيني شعر دے؛ د سرتور ملا نامـــه اخیستــے نۀ شم د انګرېز بچے چې سر دے زندباد دے د نورې پوهنې لپاره د ډاکټر بدر حکیم کتاب (سرتور فقیر) او یا هم د ایاز ایسپزي کتاب (خپل اتلان وپېژنئ) وګورئ Tags, Metadata And Keywords. Sartoor Faqir. Pashtun Hero Sartoor Faqir Of Buner. Attalan Opejanai. Heros Of Pashtuns, Pashtun Hero Sartor Faqir, Faqir, Dir Swat, Buner, History, Who Is Who In Pashto. Khpal A

Khushal Khan Khattak. Short Biography Of Legend Khushal Khan Khattak

Khushal Khan Khattak. Short Biography Of Legend Khushal Khan Khattak Khushal Khan Khattak was born at Akora Khattak, Kabul Province, Mughal Empire in 1613. He was a Pashtun poet, warrior and scholar, and chief of the Khattak tribe of the Pashtuns. Khushal preached the union of all Pashtuns, and encouraged revolt against the Mughal Empire promoting Pashtun nationalism through poetry. Khushal was the first Afghan mentor who presents his theories for the unity of the Pashtun tribes against foreign forces and the creation of a nation-state. Khushal wrote many works in Pashto but also a few in Persian. Khushal is considered the "father of Pashto literature" and the national poet of Afghanistan.  Khushal's life was spent in struggling against the Mughal Empire who had fluctuating relations with the Pashtuns. In order to restore their freedom, Khushal challenged powers of the Mughal emperor Aurangzeb and defeated the Mughal troops in many engagements. He was a renowned military

Ali Akbar Sial. Colors And Aspects Of Ali Akbar Sial Pashto Poetry.

Ali Akbar Sial. Colors And Aspects Of Ali Akbar Sial Pashto Poetry.  Life And Works Of Pashto Poet Ali Akbar Sial. د ښاغلي اکبر سيال د شاعرۍ رنګين اړخونه ليک: امان الله نصرت By Amanullah Nusrat.  د پښتو خوږژبی شاعر او ليکوال  ښاغلی اکبر سيال پلرنی کلي جندول معيار دی ، د ۱۹۶۳ کال د جنورۍ په درېيمه نېټه  د ملکنډ په بټخيله کې  زېږېدلی،  په خټه ترکلانی مست خېل او د افغان نپولېن غازي عمرا خان بابا سکه کړوسی دی۰ نوموړي خپلې  لمړنۍ زده کړې د ملاکنډ به تاڼه کالج کې کړي او د پېښور له پوهنتون څخه ېې په پښتو ادبياتو کې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړی او اوس په اسلام اباد کې ژوند کوي او په يوه دولتي اداره کې دنده لري۰ ښاغلی اکبر سيال پّه پښتو او پښتونوالې مين  خوږ ژبی شاعر دی  چې د شعر تومنه ېې د ولس او قام له مينې جوړه شوې او په وينه کې ېې د وطن د محبت سره ورګډ دي۰ ښاغلی سيال د خپلې  پښتنې خاورې په غېرتمنه غېږ کې زېږېدلی، پالل شوی او خاپوړې ېې پکې کړي دي نو ځکه خو ېې خټه هم پښتنه ده فکر او نظر ېې هم پښتون دي او ټول کړه وړه ېې پښتانه او د وطن له سرشارې مينې ډک دي۰ خيبر دی که شمشاد پکې جونګړې د زمرو دي دا

Mula. Mulla By Abdur Rahim Roghani. Roghani Baba Pashto Sherona.

Mula. Mulla By Abdur Rahim Roghani. Roghani Baba Pashto Sherona. يو مُلا مو کسب د ټوپک تورې نېزې کوي  بل مُلا مو کار د دم تعويذ او اجازې کوي  بل مُلا مو مَلّا د سياست کار ته تړلې ده مونږه ئې خوارو زار کړو او مُلا صاحب مزې کوي دا فرقې فرقې رنګين اسلام راته اور شوےدے يو مُلا مو وژني بل مُلا مو جنازي کوي  ( عبدالرحيم روغانی ) #پښتانه_تباه_دي Mula. Mulla By Abdur Rahim Roghani. Roghani Baba Pashto Sherona. Yaw Mula Mo Kasab Da Topak Toray Nexe Kawi. Roghani Baba Pashto Shayeri, Pashto Two Lines Poetry. Pashto Pedia Pukhto Sherona, Pashto Info, Pashto Times

Saud Bangash Pashto Poetry. Pashto Sherona. Pukhto Ghazal

Saud Bangash Pashto Poetry. Pashto Sherona. Pukhto Ghazal. Pashto Pedia افسوس، افسوس ارمـان، ارمــان، له پښتنو نـه ډک دی پــــردی لاریـــون، پــــردی کاروان، له پښتنو نه ډک دی چـې يـې ازاد کړم، مـــاتـــوم يې، دوی مې لاس ماتوي د  غـلامـــۍ  دغــــــه زنــــدان، له  پښتنو  نـه  ډک  دی چــې د  وطن تیارې  رڼا  نـــه  کړي، نــو  ټول تباه شــه که ستوری، ستوری درست اسمان، له پښتنو نه ډک دی دا چــې اغیار  تــه جنګ ګټي، یــو لــوی لښکر روان دی قسم پـــــه خـــدای او پـــه قـــران، له پښتنو نه ډک دی که ابـــــدالي ســر دې پکار وي، نـــو پـــه دې بـــازار کې سـعـوده! خـــدایــږو  هــــر دوکان، له پښتنو نه ډک دی سعود بنګښ Pashto Poetry SMS. Pukhto Shayeri SMS. New Pashto Poetry SMS, Pashto Poetry SMS 2022 Eid Ul Azha

Pukhtana Sook De?.Who Are Pashtuns? Origion Of Pashtuns Or Pathans.

Pukhtana Sook De?.Who Are Pashtuns? Origion Of Pashtuns Or Pathans. History Pashtuns In Detail پښتانه اصلأ څوک دي ؟ نن ټکی آسیااگست 19, 2017 بسم الله الرحمن الرحیم ـ د پښتنو د اصل او نسب په باره کی د ډیر پخوا څخه ډول ډول روایات او نظریات څرګند سوي دي څو چی د نولسمی پیړۍ معروف مستشرق او پښتو پیژندونکي ( هنری راورټی ) داسی وویل : « د هیڅ قوم د اصل او نسب په باره کی د نظریو اختلاف دومره زیات نه دی ، لکه د پښتنو د اصل او نسب په باره کی چی دی . » چا پښتانه د هغوی د خپل عنعنوی روایت په اساس بنی اسراییل بللي او چا بیا قبطیان ( فرعوني لړۍ ) ګڼلي دي . چا په مغولو ور ګډ کړي او چا د آرمنیانو ، تاتاریانو ، هپتالیانو او ساکانو په قطار کی درولی دي . چا بیا په عین وخت کی له راجپوتانو ، برهمنانو ، یونانیانو ، ترکانو ، عربانو او نورو سره ګډ کړي دي . خو د پښتنو د اصل او نسب په باره کی تر ټولو عام او بیخی زوړ روایت هغه دی چی وایی پښتانه بنی اسراییل دي . په دې هکله تر ټولو پخوانی تحریری سند چی دغه روایت پکښی راغلی دی ، هماغه د ابوالفضل « آییًن اکبری » دی چی په ۱۵۹۷ ـ ۹۸ کی لیکل سوی دی . هغه په دې کتاب کی

Khushal Khan Khattak Statue In Naushehra Broken.

Khushal Khan Khattak Statue In Naushehra Broken. Pashtun Heros and Pashtun History Destroyed By Fanatics. ‏په نوښار کې د خوشحال خان خټک مجسمه چا ماته کړي ده خپي او لاسونه يې ترې کټ کړي دي پښتانه يې ووژل، بي عزته يې کړل، بي کوره يې کړل، وس ورله د مشرانو اغه پهچان ختمول غواړي، د مشرانو بي عزتي ورله په مړينه هم کوي که هر چا دا کار کړى وي، د سپک سړي نسل به وي  Khushal Khan Khattak Statue In Naushehra Broken. Pashtun Heros and Pashtun History Destroyed By Fanatics.

Shinawari Pukhtana. Shinwari Pashtun Tribes. Who Are Shinwari Pashtuns?

 Shinawari Pukhtana. Shinwari Pashtun Tribes. Who Are Shinwari Pashtuns? Who Are Shinwari Pashtuns? شينواري By Khadim Shinwari شينواري د پښتنو يوه مشهوره قبيله ده چې د سړبن په ټولنيز گروپ پورې اړه لري او د سپين غره په شمالي لمنو او د ننگرهار په جنوب ختيځ کې مېشته دي. د دوی يوه برخه په لواړگی، څو کورنۍ يې دکوهاټ په ځنگلونو کې، د کونړ په سره کمر، د پروان ولايت په غوربند او کشمير کې هم استوگنه لري Shinwari Tribes In Pashto History Book " Pukhtana Da Tarikh Pa Ranra Ki " ((پښتانه د تاريخ په رڼا کې)) د شينوارو په اړه ليکي دي؛ (( لکه چې د شجرې څخه معلومېږي کاسيان په يوولسو څانگو وېشل شوې دي چې د شينوارو قبيله هم په دوی کې شامله ده. لکه چې د پټې خزانې د روايت نه معلوميږي د خرشبون په اولاده کې د کند او ځمند اولاده د غوړی مرغی نه د غزني، کابل او پېښور د وادي له لور مهاجرت پيل کړ، نو په دغه وخت کې کاسيان بېرته د سليمان غره ته لاړل او هلته مېشته شول. البته د کاسيانو يوې قبيلې (شينواری) د خاښي خېلو سره مهاجرت وکړ او دخيبر په شمال او جنوبي غرونو کې مېشته شول. (پښتانه د تاريخ په رڼا کې ١٣٢

Sawan Musa Khel, An Unsung Pashtun Hero Swand Mussakhel

 Sawan Musa Khel, An Unsung Pashtun Hero Swand Mussakhel  پښتون اتل ساوڼ موساخېل ليكوال / نياز موسا خېل  د پښتنو په قامي تاریخ کې ګڼ داسې نومیالي دي چې د خپل وطن او قام د خپلواکۍ لپاره یې ملي مبارزه کړې ده او له مودو راهیسې یې د خپل ولس زړونو او ذهنونو کې اوسېږي. په دغو کې یو د  جنوبی پښتونخواه (بلوچستان)، موساخېل ضلعې اوسېدونکی ساوڼ موساخېل هم دی د پښتو ژبې او پښتنو تاریخ پوه،لیکوال او څیړونکی سید خېرمحمد عارف وایې چې د ساوڼ موساخېل ملي مبارزه نه هېرېدونکې ده «ساوڼ موساخېل داسې نومیالی او مېړنی وو چې پرله پسې ۱۴ کاله یې د فرنګیانو پر ضد مبارزه وکړه. دی فراري و او استوګنه یې زیاتره په افغانستان کې وله او د جګو غرونو مېشت و. له افغانستانه به راغلی، دلته به یې پر فرنګیانو بریدونه وکړل او بیرته به غرونو ته فراره شو. د نوموړي د مبارزې سیمه ډېره پراخه وه. ده د موجوده خېبر پښتونخوا په اسماعیل خان ډېره، د موجوده پنجاب په غازی خان ډېره، د موجوده سویلی پښونخوا په ژوب، بوري او موساخيل کې ګڼ عملیات کول او مورام یې دا نه وو چې ګوا کې څوک وځوروي یا چا ته تاوان ورکړي، بلکې مبارزه یې (د هغه زمانې په

Da Utmankhelo Lehja. Dialect Of Utmankhel Pashtun Tribes

 Da Utmankhelo Lehja. Dialect Of Utmankhel Pashtun Tribes.  By Nangyal Utmankhel لهجه  د اتمان خيلو د پښتو لهجه په ګيزيټر کې فرنګي وايي چې اتمان خيل د پښتو لهجه د اورکزو او د افريدائ سره لږى بل خوا مولانه خان زيب ليکى چې د اتمان خيلو لهجه کې سخت والي دي. په ميليټرى ريپورټ کې د خبره هوم څرګنديږي چې له اتمان خيل لهجه له دير، سوات، او د باجوړ له خلکو نه بدله ده ډيره بدله نده خو څه حد پورې ديو لهجه بدله ده چې له افريدو او د اورکزو سره سموم خوري  Character  د اتمان خيلو لوښه فرنګي څه په دي ډول بيانوي چې اتمان خيل د بدل سوچ کوي چې انتقام زر واخلي د انتقام د خبره ورکښې د دير، سوات، او باجوړ د خلکو نه زيات دي ديو له ځانه لرې ساتي د دوي ګاونډيان او ارک په دوامداره توګه په خرابو داخلي شخړو کې ښکيل دي ديو زيات ډيموکريټک دى زانونه آزاد خواخئ  ديو تر وڅه له چاته خراج ندي ورکړي ديو علقه ازاده ده  فلسفې شاعر غنى خان بابا په خپل کتاب لټون کې به اووه ګلونه نظم کې په دى ډول وايي  يم پيده ده هشنغره  خو په فکر اتمان خيل  څه کږه ورانه ويجاړه  غوندي زڼه د سيل  سرچینه  پښتني قبيلې وپيژنئ  ميليټرى ريپورټ د دي

How Liberal And Secular Pir Rokhan Was? Akhund Darweza Baba

 How Pir Rokhan Was Liberal? By Akhun Darweza  پيروښان څومره ازاد خیاله وۀ؟ دۀ موسیقي او ښځه ته پۀ کوم نظر کتل؟   د هغې اندازه د اخون دروېزه د دې اقتباس چې پۀ "محزن اسلام" کښې یې لیکلے دے نه لګي   اخون لیکلي چې "دریم مذهب د سمراخي کافرانو دے ناروا روا کوینه دوے وایي، د هغو چې له خدایه اشنایی شوه امر نهي څۀ لره پۀ ځاے کوینه؟ هم هسې هر اواز چې وي د دف یا د شپېلۍ هم له چنګه له ربابه دغه سپي یې اروېدۀ روا کوینه هم یې کفر پیداوار دے چې یې زنا ده حلاله کړې دوے وایي دا عورتې دي ګلونه، ګل هم هر څوک بویوینه دغه قوم د عبدالله شمراخیه دے پۀ ظاهر دوے صالحان دي پۀ باطن دوے کافران دي اوس زمونږ پۀ رمانه کښې لکه دا خوګ "تاریک" پیدا شۀ دا خبرې یې انشا کړې ولې ډېر افغانان یې ویاستۀ له دینه د دوے خون دے مباح شوے نبي هسې دي وئیلي چې پۀ مرګ یې سرفه مه کاڼئ امته! هر چې زما دین بدلوینه دروېزه بیان پښتو کړۀ له کتابه له حدیثه بل هر چې مومنان دي پۀ سینه او پۀ ټټر دې یې کښېږدینه" اخون دروېزه، مخزن اسلام، ترتیب، ډاکټر زبېر حسرت، د اماراتو پښتو ادبي ټولنه مرکز دبۍ، ۲۰۱۴ء، مخ: ۱۵۵ Khat

A Wakhta Berta Rasha Yaw Afghan Wazegawa. Pashto Nazam Complete Lyrics

 A Wakhta Berta Rasha Yaw Afghan Wazegawa. Pashto Nazam Complete Lyrics وخـــــــــــــــــــته بیرته راشه یو افــــــــغان وزیږوه یا خو احــــــــمدخان یا میرویس خــــــــــان وزیږوه چې ننګ د وطن وکــــــــــــــړي هغه ځوان وزیږوه یا خو خوشـــــــــــحال خان یا بـــادشاه خان وزیږوه چې جوړه کړې انګـــــریز ته بیا غــــــــزا د ارنوۍ ... داسې لـــــــــوی غازي میرزمـــــــــان خان وزیږوه چې بیا دا سره او تور په دې و‌‌طن کې په ګونډو کړي داسې نومـــــــیالی محــــــمد جـــــــان خان وزیږوه چې تورې د دښــــــــــمن ته یې ســینه لکه سپر وي وطن باندې مـــــــــین ټول بــــــــــــاتوران وزیږوه د وخـــت ناخــــوالي زغمي، خو د آه توان یې نشته یو کـــــــس غواړو، پـــــــیاوړی امان خان وزیږوه چې بیا د تورې شرنګ یې د غلیم له غوږه تیر شي                                                                                                                                                 دښمن ته لکـــــــه ډال بیا اکــــــــــــبرخان وزیږوه چې بیا دا خــړ پښتون سره یو موټی او یو تن کړي د لــــــــوی خـــی

Qazi Mula Salam Baba. Life, Struggle And Works Of Mulla Salam.

 Qazi Mula Salam Baba. Life, Struggle And Works Of Mulla Salam. Who Was Qazi Mulla Salam?  شپږويشتمه جنوري د ستر شاعر او ستر انسان قاضي ملا سلام بابا  داته څلويښتم تلين ورځ ده بابا موصوف په نولس سوه او څلور اويا کي په ښاخه کي وفات سوی و ده زيات و لږ څلورنيوي کاله ژوند کړی و ده دوه دوه ټوکه سوسن چمن او طلب مذهب کتابونه ليکلي ول ده په نثر کي کار نه دی کړی ددې کتابونو سره سره ده په مثنوي کي يو بل کتاب د زردانه دور په نامه هم ليکلی دی چي زردانې اشعار لري دده لومړی کتاب په نونس سوه او څلور ديرش کي چاپ سوی و چي بيا د خپلو پښتنو په سازش او شيطانت پيرنګي حکومت ځني اخيستی و او په اور يې سوی و لکه چي وايي فرنګي سوسن چمن په اور کي واچاو پرما هم د ابراهيم مصيبت راغی ده خپل کتابونه په غزل او مثنوي ليکلي ول او ځای ځاي يې څه قصيدې هم ليکلي دي او څه غزل نما نظمونه هم...... دی د تحريک اذادی ملګری و ده خان شهيد او باچاخان بابا او د پښين فيضمحمد ترين ډير ستايلي دي  دی د غازي امان الله ډير ستايونکی و او هغه ته يې خپل لومړی کتاب سوسن چمن هم ډالی کړی و لکه چي وايي پر غازي امان الله عبد السلامه کتاب نه دی کښ

Ahmed Shah Abdali Durr-e-Durran (pearls of pearls)

The Hero Of Panipat, Ahmad Shah Abdali Durrani.  Ahmed Shah Abdali Durr-e-Durran (pearls of pearls) also called Ahmed Shah Abdali was the founder of modern Afghanistan. He was captive of Governor of Kandahar and when Nadir Shah invaded Kandahar and took all the charge of Kandahar under himself. One day when Nadir Shah Irani met him in prison and talked to him, he was inspired a lot from Ahmed Shah and order to take him out of prison and make him the Chief Commander of his own staff. Later on Nadir Shah sent him to Deccan Hyderabad as deputy Governor but when he met Ex-Prime Minister of Mughal empire Nizam-ul-Mulk-Asif Jah in Hyderabad, he said Ahmed Shah will have his own kingdom and will be a king of a greatest empire one day. (Nizam ul Mulk was very famous for his predictions). Later on Nadir Shah Irani heard about this prediction and called Ahmed Shah Abdali to his palace and marked his ear with a sharp knife and told him that this mark will make you remember me always when you will

Pukhtana Naslona. Historical And Anthropological Pashtun Tribes

Pukhtana Naslona. Historical And Anthropological Pashtun Tribes. Pukhtana Naslona. Pashtun Main Tribes. Pashto History Article Info په بیلابیلو تاریخي پړاوونو کې دپښتني قبیلو اوپښتنو واکمنانواو اتلانو مشهورې او تاریخي کارنامې  ------------------------------------------------------------- ډاکټر لطیف یاد By Dr. Latif Yaad دپښتون ستر قام د ایشیا په زړه کې هغه ستره ډله ده چې دلرغونو زمانو راهیسې په دغه هیواد اوټا ټوبي کې چې نن ورځ دافغانستان په نامه یادیږي ژوندکوي . دعه ستره ډله دآریايي توکم یوه برخه ده چې په زړو ویدي سرودونو او له هغو نه یې په ریګویدا کې په ښکاره اوڅرګنده توګه نوم راغلی دی او دپکهت په نامه سره یادیږي  آریا ئیان دانسانانو یوه خورا مهمه ډله ده چې له پیړیو پیړیو راهیسې دلوړ مدنیت خاوندان وو. دتاریخ په حواله هغه وخت چې دپکهت قبیله دخپل لومړني ټاټوبی آریانا ویجه نه دهندوکش جنوبي برخوته راکوزه شوه نو ورو ورو دهیواد په جنوبي او جنوبي ختیزو سیمو کې میشته شول چې ددوی سیمه په تاریخي کتابونو کې دپښتیخا ، پکتیکا اوپښتونخوا په نومونو یاده شوې ده .(۱) یوناني مشهور تاریخپوه هیرودوت چې د