Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Saud Bangash

Saud Bangash Pashto Poetry. Pashto Sherona. Pukhto Ghazal

Saud Bangash Pashto Poetry. Pashto Sherona. Pukhto Ghazal. Pashto Pedia افسوس، افسوس ارمـان، ارمــان، له پښتنو نـه ډک دی پــــردی لاریـــون، پــــردی کاروان، له پښتنو نه ډک دی چـې يـې ازاد کړم، مـــاتـــوم يې، دوی مې لاس ماتوي د  غـلامـــۍ  دغــــــه زنــــدان، له  پښتنو  نـه  ډک  دی چــې د  وطن تیارې  رڼا  نـــه  کړي، نــو  ټول تباه شــه که ستوری، ستوری درست اسمان، له پښتنو نه ډک دی دا چــې اغیار  تــه جنګ ګټي، یــو لــوی لښکر روان دی قسم پـــــه خـــدای او پـــه قـــران، له پښتنو نه ډک دی که ابـــــدالي ســر دې پکار وي، نـــو پـــه دې بـــازار کې سـعـوده! خـــدایــږو  هــــر دوکان، له پښتنو نه ډک دی سعود بنګښ Pashto Poetry SMS. Pukhto Shayeri SMS. New Pashto Poetry SMS, Pashto Poetry SMS 2022 Eid Ul Azha

Pashto Poetry. Pashto Sherona, New Pashto Poetry By Saud Bangash & Ghani Khan.

Pashto Poetry. Pashto Sherona, New Pashto Poetry By Saud Bangash & Ghani Khan. Pashtuns VS Arabs By Saud Bangash. Pashto Shayeri 2022.  چې عربو ژوندۍ لوڼې ښخولې سړیتوب وم، زه بودا وم هغه وخت انسانـانـو چې یو بل سره خوړلو مـا جرګې کړلې یما وم هغه وخت (سعود بنګش) امن يوه لمحه وه د بودا په مخ کې لاړه نه يې بيا ليدای شې، نه يې بيا پېدا کولای (خان زمان کاکړ) د خونيانو لاره پرېږده سړيتوب شه د وحشیانو لاره پرېږده سړيتوب شه خدای لپاره،اې بودا د غرونو بازه تاته وايم،اې بابا د غرونو بازه (سعود بنګش) ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ یو خوا د قدرت جمال بل خوا د انسان کمال  زه يې لېونی کړمه چار چاپېره نور دی  نه دی باميان نه دی دا، دا خو کــوه طور دی دلته د فطــــــــــــــرت کمال دلته د آدم جنون دواړه په ضد شوی وو جوړ يې که  ترې څه افسون هر خوا چه دې لاړ نظــــــــــر غرونه نه ګلونه دي هر غـــــــر دی درياب د رنګ يو نه په زرګونه دي بل خوا د ادم د ژونـــــــــــــد مینې او ايمان قصه هر غار کې نغمې د عشق هر خوا د جانان قصه هر يو غار کې پروت خاموش ساز يو د نورونو دی دا ورک او ويجاړ ج

Saud Bandash Ghazal. Za Ba Bacha Khan Wayam Ta Ma Waya.

 Saud Bandash Ghazal. Za Ba Bacha Khan Wayam Ta Ma Waya. خوشال  ته   قهرمان  وایم،   ته  مـه  وایه اورنګ  ته  به  شیطان  وایم،  تـه مه  وایه تـه   جـنـا،  جـنـا  وایـه،  زه   نـه   وایـم زه  بـه  بـاچـا  خـان  وایم،  ته   مه   وایه ستا باندې يې چېری هم خدای ډېر مه کړه زه  ځان  ته   افغان  وایم،  تـه  مـه  وایـه زه    یـم   د   مـلالې   مـیـونـدي  بـچـی تـل  بـه  یـاقربـان   وایم، تـه  مـه  وایـه دا  تـیـکـه، تـیـکه  د   لـوی  بـابـا   وطن زه  ورتـه  خپل  ځان  وایم،  تـه  مـه  وایه تـه  ورتـه  سـعـوده!  تـل  افـغـان  وایـه زه  ورتـه  جـانـان  وایـم،  تـه  مـه  وایـه سعود بنګښ  ۲/۳/۲۰۱۵ Za Zan Ta Afghan Wayam Ta Ma Waya. Pukhto Ghazal Shayeri. Pashto Ghazal For Bacha Khan Baba. Saud Bandash Ghazal. Za Ba Bacha Khan Wayam Ta Ma Waya.

Pukhtun Khushal Day. Saud Banhash New Pashto Ghazal 2022

 Pukhtun Khushal Day. Saud Banhash New Pashto Ghazal 2022 اې خــوشـاله! ښه خوشال، پښتون خوشال دی د اورنګ پـــه هــــر میډال، پښتون خوشال دی دا خو یو دی، که سل نور يې منځ کې تېر شي پـــه اغــزن، اغــزن دېوال، پښتون خوشال دی ســل سـلـنـه  غـــــلامـۍ  او  مـحـکـومـۍ  هم دا  ګڼـي خپل اسـتـقـلال، پښتون  خوشال  دی خــدایــه! تـــا ورکړي ژونــد بــانــدې خـفـه دی د مـلا پـــه  تېغ  حلال، پـښـتـون خــوشال  دی د تیارو غــــار تـــه پتنګ پـــه شان الـــوت کړي بــې څــراغ، او بــې مشال، پښتون خوشال دی هـــر  ســـرلــوړي غــــر  يـې ښکته  ســر  نېولی دا پــرې هېڅ نــه دی ملال، پښتون خوشال دی د غـــرڅــو تـرسکونې غـــوښې يې بادار خوري اې ســعـوده! مست په دال، پښتون خـوشال دی سعود بنګښ Pashto Times. A Khushala By Saud Bangash. Pukhto Shayeri. Pashto Facebook Poetry 2022 and 2022. Pukhtun Khushal Day. Saud Banhash New Pashto Ghazal 2022. Saud Bangash, Mumtaz Orakzai, Matiullat Turab Pashto New Poetry and Pashto Sherona 2022. Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sh

Saud Bangash Two Lines Pashto Poetry. Kabul, Horay

 Saud Bangash Two Lines Pashto Poetry. Kabul, Horay  دومره دې په زهن کې دي حل حورې غـواړې  زمـا  وينې  پـه  بـدل  حورې وویرېږه  خدای نـه، دا  اسلام   نه دی کـونـډې دې کړې ډېرې، د کابل حورې سعود بنګښ ۱۱/۱/۲۰۱۷ Pashto Times Tags. Two Lines Pashto Poetry 2022. Pashto Two Lines Sherona 2023. Pashto Times. Pashto Sherona. Pukhto Sherona. Ghazal. Pashto Ghazal. Pashto Sherona. Pashto Poetry Two Lines 2022. Pashto Two Lines Poetry 2022. Pashto Poetry Two Lines 2023.

Afghan, Pashto Poem By Saud Bangash. 2022

 Afghan, Pashto Poem By Saud Bangash. 2022 افغان شـوروشـر  کې  هنګامـو   کې  افغان  پروت  دی خپلو    وینو   دریـابو   کې   افغان   پروت   دی زړۀ  مې  غواړي  چې  هر  چا   جنت  لمبه  کړم بې   ګناه   په   عـذابو   کې   افغان  پروت   دی خدایه! څوک به يې راڅرګند کړي ښکلې لال دی د   بـارودو   په   ایـرو   کې   افغان   پروت  دی د    حـق    لمره    پرې    راوخـیـژه    ګناه    ده د   باطل   تـورو   تیارو   کې  افغان  پروت  دی د     ژوندو     پـه    جهانونو    مې    ونــه    لید څومره   ډیرو   هدیرو   کې   افغان  پـروت  دی اې    سعوده!   که    غــلــیـم   يې  نن  فنا   کړي د   سـبـا   پـه   راختو   کې   افغان   پـروت  دی سعود بنګښ

Da Pekhawar Rangoona. Colors Of Peshawar by Saud Bangash

 Da Pekhawar Ranguna Tool Savi di by Saud Bangash د  پېښور  رنګونـه  ټول  سوي دي د  بـاجـوړ ګلونـه   ټول  سوي   دي د  سخا بارودو  په  لمبو کې خدایه! د سپېلنو  دښتونه  ټول  سوي  دي ګوتې  مې  پرې  دي  په  ژړا ولاړ یم زمـا  د  رباب  تـارونه  ټول سوي دي زه  ورتـه  ګورمه  پـه  ډکـو سترګو ستا  د  تندي  خالونه  ټول  سوي دي زمـا  د   ښکلې  پښتونخوا   د  جونو په  سر پـراته  شالونه ټول سوي دي کلي  کوڅو  کې د  ټانکونو  شور  دی خوږه خوږه  خوبونه  ټول سوي  دي خدایه! د  ستا  سپېڅلی کور  سوی دی ستا  د  کتاب  مخونه  ټول  سوي  دي سولې  مارغان سعوده!  مړه پراته دي د شنو ښاونو ښاخونه ټول  سوي دي سعود بنګښ  ۱۶/۱۲/۲۰۱۴

Inqilab Ba Razi. Pukhto Inqilabi Ghazal. 2022

Genre. Pukhto Ghazal, Pashto Ghazal. Type. Inqilabi Ghazal. Poet. Saud Bangash څوک  يې  مني  که نه مني، یو انقلاب بـه راځي زه  يې  کومه  پیشګويي، یـو  انقلاب  بـه  راځي د  لـوی  بابا  بچي  بـه  خامخا  کېني  یـوه  ورځ د  لـوی  بـابـا  پـه  نغري،  یـو  انقلاب  بـه  راځي د  هندوکش  ولاړ  نبضونه  به  حرکت کې راشي ګرده  نـړۍ  بــه  لــړزوي،  یـو  انقلاب  بـه  راځي دا  غـلامــان،  دا   بې ضـمـيـره، او   ذليل  وګـړي بــه  له  بــادار   ازادوي،  یــو  انقلاب  بــه  راځي د  لـوی  هېواد  هغه  لـرغـونې او  رښتونې  نقشه به  خدای  پر  ځمکه  لګوي،  یو  انقلاب  به راځي یوه  بدمسته  لېونۍ  سېلۍ  بـه  وړي ځان  سره دا  شیطانان  ټول  عالمي،  یـو  انقلاب  بـه  راځي د  هـر  بـادار  په  کپرۍ کې  بـه  سعـوده!  پښتون د خپلواکۍ سره شراب څښي، یو انقلاب به راځي  سعود بنګښ  Saud Bangash

Tribute To Pashtun Heroes In Pashto Poetry

 Pashto Poem. Sa Shway Bacha Khan Baba. Poet. Saud Bangash. Pashto Poem Lyrics. بـــابـــا اې    ملنګ   رحمان    بابا! څه    شوې   باچا خان بابا؟ ستره       ابدالي      بابا! لویه   خوشال  خان  بابا! اې  خـــانشهيد خان بـــابـــا! اې نــر  پير روښـان بـــا بــا!  خړ  سیلاب   شلولی   دی ستا   د   غرو ګریوان بابا! لویه    لوبه    ګرمه    ده ستا   پر    هر  میدان  بابا! ما   وژني    پر  ما باندې دغه       شیطانان      بابا! ستا   بچو   ته    یو  شولو واړه        غلیمان       بابا! ښکلی   د   سپرلو   سحر یوړو       تورابان       بابا! ناست دی  جهاني  شیطان ستا  پر    هر   مکان  بابا!  لاره    خطا    شوې     ده ستا  له  سور  کاروان  بابا! نشته   هېڅ   رهبر  زموږ چېرته     یو    روان    بابا؟ خدای په کور کې  ما وژني قسم    دی  پـر  قران  بابا! دې  تا   که   اسلام  وايي نه     یم    مسلمان    بابا!  ګونګه     ملالۍ    شوله نه    وایي   یاقربان    بابا! غواړي    د   مېوند   غېږه بیا   یو   ایوب   خان   بابا! سوځي    د    ایپي    فقیر ټول     وزیرستان     بـابـا!  ډک      کمر بندونه     دي هر 

Da Sharabo Jaam. Saud Bangash Pukhto Ghazal

 Saud Bangash Ghazal. غزل ساقی  والله  که  پر  اوبو  کېږی د سرو شرابو جام  پر  څو کېږی؟ الله  الله   ورسره    هم   زاهــده!  جانان  جانان  هم  پر  تسبو کېږی یا به  کړې عشق  یا د دنیا  کاروبار په  دغه  دواړو کښی  به  یو کېږی ستا اننګو باندې چې اوښکې څاڅي لکه   باران   پر  سـرو  لمبو   کېږی زمـوږ   وطن  د   رهبرانـو    ایمـان که  څوک  يې  اخلي پر پیسو کېږی په پټه نه، ښه په ښکاره او  پر جار وینې    سـودا   د   پښتنـو    کېږی سعوده!  زما په وس کې نه  ده  مینه که  زه   يې    نه   کومه،   خو  کېږی سعود بنګښ  ۲۷/۱۱/۲۰۱۳

Saud Bangash Ghazal. Pashto Poetry Lyrics

 Saud Bangash Ghazal.  چې  تېر  شـوی  پــر ځیګر  د  پښتنو  دی خـوښ  همـدا،  نفاق  خنجر  د  پښتنو دی خوشال خان غريب به خاورې بریالی شي چې  مـغلو  درست  لښکر  د   پښتنو   دی تش  پـه  خوله  تر  مارګلې  د  پښتنو  ده تش  په  خوله  باندې  خیبر  د  پښتنو دی زه  هم  وایم،  تـه  هم  وايې،  پر  درواغو چې  دا  کـوېـټـه،  پـېـښـور  د  پښتنو  دی نــړیــوالــو  شـیـطانــانــو  پـــه  ولکه  کې د  بــابــا  د  غــرو،  هر  سر  د  پښتنو  دی خـامخـا  بــه  بیا  راخېژي ، دا  قانون  دی غروب  شوی  که  سپين  لمر د  پښتنو دی ګاونډیان يې ټول د امن پر ساز رقص کړي تش  پــر  خــونـه  شوروشر  د  پښتنو  دی اې  سـعـوده! که  هـر  څـومـره  فولادي  و سـوری  شــوی  اوس  ټـټـر  د  پښتنو  دی سعود بنګښ  ۲۷/۱۱/۲۰۱۶ Pashto Times. This Pashto  Poem Includes Margala, Pekhawar, Khyber, Pukhtana , Quetta, Mughals and Khushal Khan Khattak

Pukhto Ghazal by Jan Zada Khattak

 Pukhto Ghazal. Poet. Jan Zada Khattak بيا طالب شــــوے وظيفـــــو ته مې زړۀ شوے د چا خوا کښې دوه درې شپو ته مي زړۀ شوے د لنـــــــډۍ ګــــــؤډې بيـــزې او اطــــې بــطې  خـــوب نن نۀ راځي قصــو ته مــــې زړه شوے يؤ د هاړ سختـــــه روژه ده بـــــل مزدور يــــم هنــــــدوانې او هم اوبــــــو ته مــې زړۀ شوے ماشوم توبــــــه ځه بيا راشـــه يـؤ ساعت لــــه د بابا دنګــــو اوږو  تــــــه  مـــــې زړۀ شـــــوے د اختـــــــر په ورځ په بـــام به راښکــــاره شــې ستا د يـــــؤ نظــــــــر ليـــدو ته مــې زړه شوے تعجب مـــــه کــــــوه هغـــــــــه جان خټک يـم  نن څـــــــــه ټوقو مسخـــرو ته مــې زړه شوے Pashto Times. Ghaxal. Pashto Ghazal. Jan zada Khattak, Talib, wazifa, Akhtar, Pukhto Qesa, Da Mashomano Qesa. Latest Pashto Mushaira. Shayeri. Nazam aw Ghazal. Tappay aw Baran.

Nekah Or Nikkah Ghazal By Saud Bangash. Pashto Poetry

Pashto Poetry By Saud Bangash. Pashto Poetry 2022 by Saud Bengash. Pukhto حـرامــه  ده، اې علمه!  سـتــا  ډیوو  سـره   نکاح حـلاله  ده  اې جـهـله!  سـتـا  تـیـارو  سـره  نکاح دې کلي کې اویاوو کالو سپين ږيري شیطانان هم تــړي   لا   نــابـــالـغــو   فــرښـتــو   ســره   نکاح چې  ورکړ  واشنګټن  ورته طلاق  نو چاره نه وه نــو  ځـکه  يـې  تــړلـې  ده   مسکو  ســره  نکاح پخوا  به  دوی  ویل  چې  دا  اواز د شیطانۍ دی مــاتــېــږي  مسلمانـــه  له  #رادیــو  ســره  نکاح سکه  وروڼــو  اغـیــارو  قــاتــلانـــو  تــه  کــولـې سکه  خوېندو  معصومو  شين  خالو  سره  نکاح ملا  پــه  لاس  تـړلې  پـښـتـنـو  تــه   طاقـتـونـو اې جنګه!  ښـه  پـخـه  د  سـتـا  لمبو  سره  نکاح زمــوږ  کلي  جمات  نــه  داسې  غـږ  راتلو  بلبله! له  مـنـځـه  ځـي  سـنـدرو  او  نغمـو  سـره  نکاح پــوهـنـې  او  قلم  تـــه   يـې  ورکړی  دی  طلاق لالیه!  هــر  چــا   کړې   ده   وسلو   سـره   نکاح سعوده! دا  بدرنګ  وحشي  دېوان  کوي لګیا  دي پــه  زور  زمــا  د  خــاورې  ښـاپېرو  سـره  نکاح سعود بنګښ  ۲۳/۱۱/۲۰۲۱ Nikkah, Nekah by Saud B

Mula. Pashto Ghazal By Saud Bangash

 Saud Bangash Pashto Ghazal. ستا سو منځ کې چې ملا،پادري،پنډت  دی شیطان  وایي،  نـو  زمـا  څه  ضرورت  دی وطـن  وبـېـلـه،  اتــل  تـمـغــه  بـــه  درکړي دا  یــــو   داسې  مـنـفــرده   مـمـلکـت  دی مـا  د  روس  پــه  واډکې  وکـړل  ګناهونـه تــا  د  چين  پــه  تـسبـو  کړی  عبادت  دی فیصلې  پکې  خـرڅـېـږي، خلک  يې  اخلي دا  دوکان  دی،  پـه  والله  که  عـدالت  دی تـجــربــه  لــرم ، پــه  بنګ  کې  ملنګي  ده په  شرابو  کې  مستي  ده، او  جـــرت  دی اسلام څه دی؟ خدای مخلوق سره ده مينه دا  اسلام  نه دی ، د  سـتا  سـو ملایت  دی لکـه  څــرنګـه  پـښـتـون  چې  منـتشـر  دی مـنـتـشـر  يې  دغــــه  شــانې  قـیـادت  دی دومـــره  پــوه  شــومـــه  سـعـوده  لېونیه! دې هېواد کې ټول دوه  مخی سیاست  دی سعود بنګښ  ۲۲/۱۱/۲۰۱۶ Pashto Times.  Painting of Ali Wazir MNA with Pashto Poetry of Saud Bangash. Pashto Poetry By Saud Bangash. Pashto Ghazal, Pukhto Ghazal, Pukhto Shayeri. Mulla, Pandat, Padri, Siasat, watan, Adalat, Mumlikat, Pukhtun by Saud Bengash.

Bacha Khani By Saud Bangash

 Bacha Khani Pashto Poetry. Poem. Bacha Khani Poet. Saud Bangash  چې رڼا  شوه  په  تیارو  باچاخاني دې بې ننګو  باندې  راغللو  میرږي د پښتون یووالی کفر  ورته ښکاري د  دې  خلکو  ده  هـمـدا  مسلماني سعود بنګښ  ۲۱/۱۱/۲۰۱۵ Pashto Times. Pashto Poetry by Saud Bangash about Bacha Khani. Khan Abdul Ghaffar Khan better Known as Bacha Khan and Sarhadi Ghandi. Preacher of Peace and tolerance and Khudai Khidmatgar.