Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Qissa

Gajray, Pashto Afsana Gajjray By Qalandar Momand. Pashto Short Story

Gajray, Pashto Afsana Gajjray By Qalandar Momand. Pashto Short Story. افسانه ګجري  لیکوال: قلندر مومند انتخاب محمد بلال ﺷﯧﺮﺩﻝ ﭼﯥ ﺩَ ﺧﺎﻥ ﺩَ ډنډﯤ ﻟﻪ پټو ﻧﻪ ﺭﺍﻭﺍ ﻭړﯦﺪﮤ ﺍﻭ ټاﭘﻮ ﺗﻪ ﺭﺍﻧﺰﺩﯤ ﮐﯧﺪو ﻧﻮ ﺩَ شېرينۍ  ﮊړﺍ ﻳﯥ ﺗﺮ ﻏﻮږﻭ ﺷﻮﻩ . ﺧﺪﺍﮮ ﺧﺒﺮ ﭼﯥ ﻫﻐﯥ ﻭﻟﯥ ﮊړﻝ ﺧﻮ ﺷﯧﺮﺩﻝ ﺩﺍﺳﯥ ﻣﺤﺴﻮﺳﻪ کړﻩ ﻟﮑﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻻ ﺗﺮ ﺍﻭﺳﻪ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﺯَړﻩ ﺧﺒﺮﻩ ﮊﺍړﻱ ﺍﻭ ﻫﻐﮥ ﺗﻠﻮ ﺗﻠﻮ کښېﻣﺦ ﭘﻪ ﻭﺭﻭﺳﺘﻮ ﮐﻠﻲ ﺗﻪ ﻭﮐﺘﻞ . ﻻﻧﺪﯤ ﮐﻠﻲ کښې ﻳﻮ ﻧﻴﻢ ﮐﻮﺭ کښې ډﻳﻮﻩ ﺑﻠﯧﺪﻩ . ﻫﻐﮥ ﺩَ ﮊړﺍ ﺍﻭﺍﺯ ﭘﺴﯥ ﺳﺘﺮګې ﻭﺯﻏﻠﻮﻟﯥ ﺍﻭ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺩﻟﻴﻞ ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ﮐﻮﺭ ﺳﻬﻲ کړﮤ ﻧﻮ شېرينۍ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګوکښې ﻧﯧﻐﻪ ﻭﺩﺭﯦﺪﻩ . "ﺑﺎﺑﺎ ! ﻣﺎﻟﻪ ګجرې"  "ﺑﭽﮯ ! ﮐﮥ ﺯﮤ ښارﺗﻪ ﻻړﻡ ﻧﻮ ګجرﯤ څه ﭼﯥ جوړﻱ ﺧﻮ ﺑﻪ ﺩﺭﻟﻪ ﺭﺍﻭړﻡ ". "ﻧﺎ ! ﻣﺎ ﻟﻪ ګجري" ﺩَ شېرينۍ  ﺍﻭﺍﺯ کښې ﺩَ ﻣﻮﺩﻭ ځيل ﺭﺍﻏﻮنډ ﻭﮤ ﺍﻭ ﻫﻐﯥ ﺭﻭنګه ﺭﻭنګه ﺷﺮﻭﻉ کړﮤ . ﺑﭽﮯ ! ﭼﭗ ﺷﻪ ﮐﻨﻪ، ﺭﺍ ﺑﻪ ﻭړﻡ ﺩﺭﻟﻪ ﮐﻨﻪ، ﺩَ ﺷﯧﺮﺩﻝ ﻟﻪ ﺍﻭﺍﺯﻩ ﺻﻔﺎ ښکاريده ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺗﺮﯤ ﭘﻪ سه ﭼﻞ ځاﻥ ﺧﻼﺻﻮﻝ ﻏﻮﺍړﻱ . "ﻧﻮ ﮐﻠﻪ؟" "ﭼﯥ ﮐﻠﻪ ښاﺭ ﺗﻪ ﻻړ ﺷﻢ ." "ﻧﺎ، ﺗﮥ ﺩﺭﻭﻍ ﻭﺍﻳﯥ، ﺗﮥ ﻣﺎﻟﻪ ګجري ﻧﮥ ﺭﺍﻭړﯤ ." ﺍﻭ ﻫﻐﯥ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﮊړﺍ ﻻﺱ ﭘﻮﺭﯤ کړو. ﺷﯧﺮﺩﻝ څه ﻭﺧﺖ ﺧﻮ ﭼﭗ ﻭﮤ ﺧﻮ ﺑﻴﺎ شېرينۍ ﺗﻪ ﻧﺰﺩﯤ ﺷﮥ،

23 April 1930. Qissa Khwani Bazar Massacre. Peshawar Qissa Khwani Saniha

 23 April 1930. Qissa Khwani Bazar Massacre. Peshawar Qissa Khwani Saniha ‏د شهادت تمغې دې کـــــورته يوسه زما د هر پښتون  حساب دې اوشې ما ژوند په سر لکه عذاب راوړی ما هم په دار که چې ثواب دې اوشې ۲۳ اپریل د قیصه خوانی د شهیدانو ورځ په تړاو پښتون سټوډنټس کونسل خپلو شهیدانو او د ازادی مبارزینو ته د عقیدت پیرزوني وړاندي کوي. ------------------------------------------------------------------------ The massacre at the Qissa khawani Bazaar in Peshawar, British India" modern day Pakistan" on 23 April 1930 was one of the defining moments of the independence movement in British India. It was the first major confrontation between British troops and demonstrators in the city of Abdul Ghaffar Khan's non violent Khudai Khidmatgar "servants of God"movement against the British Indian government. Estimates at the time put the death toll from the shooting at between the official count at 20, and the figure of 400 dead put forth by Pakistani and Indian sources.The gunning down o

Landa Qissa. Pashto Short Story Da Kulal Zwe by Wagma Saba Aamir.

 Landa Qissa. Pashto Short Story Da Kulal Zwe by Wagma Saba Aamir.  Pashto Short Story: The Potter's Son لنډه کيسه د کولال زوی  د سپي غپاري نادر له خوبه ویښ کړ. د هغه ایله څو شېبې مخکې سترګې سره ورغلې وې. ښي اړخ ته یې لاس وښوراوه، لکړه یې په اسانۍ سره لاس ته ورغله. د لکړې د کړپ سره ګل جانې پرې غږ وکړ - چېرته ځې په دې توره شپه کې؟  ده یوه ترخه موسکا کې ځواب ورکړ -  ماته خو شپه او ورځ دواړه یو شان دي، ته ودرېږه چې دا سپی ولې غاپي؟  - غاپي دې، کینه؟  - نه ته ودرېږه! لکه چې څوک راوښتي دي؟  - راوښتي دې وي، ته به څه توره وکې؟  - کېنه لیونۍ! د نر غږ دروند وي، همدا یوغږ هم بس دی.  - زه در ولاړه سمه؟  - نه ته کېنه - ګوره سړیه!  هېڅ ام نسته جینکۍ دواړه په ځای پرتې دي.  نادر بیرته په خپل ځای کېناست. د هغه له کېناستو سره د سپي غپاری هم غلی شو. ‌ګل جانه له ځایه پاڅېده، د خاورو بوجۍ یې په څو دمو د دهلېز له بر سر نه راکش کړه او د دروازې شاته یې کېښوده. که څه هم دروازې ته غټ قلف پروت و خو د خاورو بوجۍ زړه ورته ډاډه کړ.  هغه سا سا کوټې ته دننه شوه، سړي پرې غږ وکړ:  - بیا دې څه کول؟ - د خاورو بوجۍ م

Mehmood Ghaznavi, Behlool and Butchers. Pashto Story

 Mehmood Ghaznavi, Behlool and Butchers. Pashto Story. وایي چې ...!! سلطان محمود غزنوي خپل ورور بهلول  ته وویل چې ولاړ شه د قصابانو د ترازو تیږې چې غوښه پرې تلي، وګوره که د چا ډبره  کمه وه له ځانه سره یې راوله چې سزا ورکړو. بهلول ومنله، بازار ته روان شو، د اول قصاب تیږه یې چې وکتله ډېره کمه وه ، له قصابه یې پوښتنه وکړه ، ژوند دې څنگه تېرېږي؟ قصاب وویل ، نن وي که سبا خلک به واوري چې دا چاړه به مې په خپله سینه کې ننه ايستلې وي، له ژونده همدومره په تنګ یم!  بهلول ترې روان شو، د دويم قصاب کاڼی چې يې وکوت، دغه هم تر خپلې اندازې يو څه کم وه. بهلول پوښتنه ترې وکړه ، ژوند څنګه تېرېږي؟ قصاب په ژړا شو، ویل یې کاشکې خدای پاک بېخي نه وای پیدا کړی. ډېر خراب، ستړی، نارامه او بې‌عزته ژوند مې دی! بهلول ترې روان شو. د درېیم قصاب تیږه یې وکتله، وزن یې پوره و. له قصابه یې وپوښتل؛ ژوند څنګه تېرېږي؟  قصاب وویل؛ شکر الحمدلله ډېر ښه ژوند مې دی، تر ډېرو خلکو مې اولادونه، ښځه، کور، مال او ملک ښه دی، ډېر خوشاله یم! بهلول ترې روان شو، کله چې سلطان محمود ته ورسېد، سلطان پوښتنه ترې وکړه؛ د قصابانو تیږې څنګه وې؟ به