Afghan Statues In Baghdad Iraq. Afghan Idols In Baghdad Iraq. Afghan Artifacts In Baghdad. Arab «د افغانستان د علاقو بتان پهٔ بغداد کې» “پهٔ کال ۸۹۶م ع کې د عمرو ابن اللیث الصفار لهٔ خوا رالېږل شوې ډالۍ بغداد ته راورسېدلې. د یادؤنې وړ ده چې پهٔ دې تحفو کې سل مهري اوښان؛ چې د خراسان څخه وو، يؤ لوی شمېر د عربي اوښانو، ډېر صندوقونه؛ چې قیمتي څیزونه پکې وو او (۴،۰۰۰،۰۰۰) څلور ملیونه درهم وو. يؤ پکې د پیتلو بت هم ؤ چې د ښځې پهٔ شکل ؤ. دې بت څلور لاسونه لرل او دوه د سپینو زرو داسې کمربندونه ور اغوستل شوي وو چې سرهٔ او سپین کاڼي پرې ټومبل شوي وو. ددې بت مخ ته نور واړهٔ بتان وو چې مټې او مخونه یې پهٔ سرو زرو او نورو زیوراتو سينګار کړل شوي وو دا بتان پهٔ یوه مخصوصه ګاډۍ باندې کېښودل شوي وو چې د دوی دپاره جوړه شوې وه چې عربي اوښانو راښکله. دا ټولې تحفې اول د عباسي خلیفه المعتضد محل ته یؤړل شوې او د پیتلو دا بت بیا د بغداد ښار ختیځې برخې ته د درې ورځو لپاره واستؤل شو چې د ځایي ساتونکو یوې چاوڼۍ کې ؤ او خلک به یې نندارې ته راتلل. دا بت بیا واپس د خلیفه محل ته د همدې کال پهٔ ۴م د ربیع الثاني و...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.