Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Qalandar Momand

Qalandar Momand Pashto Ghazal. Singer Ustad Khyal Muhammad

Qalandar Momand Pashto Ghazal. Singer Ustad Khyal Muhammad. ارزو  مې زړه کې په سلګو شوه ته به کله راځې؟ د صبر ساه مې پە سکيندو شوه ته به کله راځې؟ ستا د راتلو د ځواني مرګ اقرار په تمه تمه زما ځواني لاړه په تلو شوه ته به کله راځې؟ زما په زړه کې د زخمونو چمن اوغوړېده بيا علامه د پسرلو شوه ته به کله راځې؟ ستا په کچه وعده مې ولې اعتبار کولو اوګوره شپه په پخېدو شوه ته به کله راځې؟ چې دې زما په ژوند د نه راتلو قسم کړی وء راشه اوس ساه مې په وتو شوه ته به کله راځې؟ روښانه ستورو ورله ستا د راتلو نښه ورکړه سپوږمۍ روانه وه تله ورو شوه ته به کله راځې د قلندر د ارماني ژوندون علاجه مرګه هغه خو اوس د نه راتلو شوه ته به کله راځې؟ (قلندر مومند) Qalandar Momand Pashto Ghazal. Singer Ustad Khyal Muhammad. Pashto Songs Lyrics, Pashto Poetry, Pashto Sad Poetry. Pashto Times

Pata Khazana, Attock River, Abaseen River And Reply To Qalandar Momand.

 Pata Khazana, Attock River, Abaseen River And Reply To Qalandar Momand. د قلندر مومند په پته خزانه یؤ اعتراض دا و چی اباسین ته دریائے اٹک چرته هم نه ويلي کیگی ددی جواب کی ما د علامه اقبال او د ذوق دہلوی اردو شعرونه ثبوت کی راوباسلی و چی لاهور او دهلی کی هم ورته دریائ اتک ویلی کیگی بیا می د جلالپوری د خردنامه نه یوثبوت راوباسلو چی دسنسکرت زمانه کی دی ته اتک ویلی شوی دی دآ اوس د یوبل ثبوت واخلئ____&&&& اٹک کے گزٹیئر میں لکھا ہے کہ ’ضلع کے اندر دریائے سندھ کے دو نام ہیں۔ جب ہزارہ سے اٹک کی حدود میں داخل ہوتا ہے تو یہ دریائے اٹک کہلاتا ہے۔   سید نصرت بخاری کی حال ہی میں شائع ہونے والی کتاب ’ضلع اٹک، تذکرہ و تاریخ ‘ میں دریائے سندھ کے حوالے سے لکھا گیا ہے کہ اسے اس کے نیلگوں پانی کی مناسبت سے نیلاب کا نام بھی دیا گیا تھا۔ باغ نیلاب کا قصبہ آج بھی اٹک بسال روڈ پر دریائے سندھ کے کنارے پر واقع ہے۔ دراصل یہی وہ قصبہ ہے جہاں سے قدیم حملہ آور اس دریا کو پار کر کے ہندوستان میں داخل ہوتے رہے ہیں  علی نوازمدیخیل

Gajray, Pashto Afsana Gajjray By Qalandar Momand. Pashto Short Story

Gajray, Pashto Afsana Gajjray By Qalandar Momand. Pashto Short Story. افسانه ګجري  لیکوال: قلندر مومند انتخاب محمد بلال ﺷﯧﺮﺩﻝ ﭼﯥ ﺩَ ﺧﺎﻥ ﺩَ ډنډﯤ ﻟﻪ پټو ﻧﻪ ﺭﺍﻭﺍ ﻭړﯦﺪﮤ ﺍﻭ ټاﭘﻮ ﺗﻪ ﺭﺍﻧﺰﺩﯤ ﮐﯧﺪو ﻧﻮ ﺩَ شېرينۍ  ﮊړﺍ ﻳﯥ ﺗﺮ ﻏﻮږﻭ ﺷﻮﻩ . ﺧﺪﺍﮮ ﺧﺒﺮ ﭼﯥ ﻫﻐﯥ ﻭﻟﯥ ﮊړﻝ ﺧﻮ ﺷﯧﺮﺩﻝ ﺩﺍﺳﯥ ﻣﺤﺴﻮﺳﻪ کړﻩ ﻟﮑﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻻ ﺗﺮ ﺍﻭﺳﻪ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﺯَړﻩ ﺧﺒﺮﻩ ﮊﺍړﻱ ﺍﻭ ﻫﻐﮥ ﺗﻠﻮ ﺗﻠﻮ کښېﻣﺦ ﭘﻪ ﻭﺭﻭﺳﺘﻮ ﮐﻠﻲ ﺗﻪ ﻭﮐﺘﻞ . ﻻﻧﺪﯤ ﮐﻠﻲ کښې ﻳﻮ ﻧﻴﻢ ﮐﻮﺭ کښې ډﻳﻮﻩ ﺑﻠﯧﺪﻩ . ﻫﻐﮥ ﺩَ ﮊړﺍ ﺍﻭﺍﺯ ﭘﺴﯥ ﺳﺘﺮګې ﻭﺯﻏﻠﻮﻟﯥ ﺍﻭ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺩﻟﻴﻞ ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ﮐﻮﺭ ﺳﻬﻲ کړﮤ ﻧﻮ شېرينۍ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګوکښې ﻧﯧﻐﻪ ﻭﺩﺭﯦﺪﻩ . "ﺑﺎﺑﺎ ! ﻣﺎﻟﻪ ګجرې"  "ﺑﭽﮯ ! ﮐﮥ ﺯﮤ ښارﺗﻪ ﻻړﻡ ﻧﻮ ګجرﯤ څه ﭼﯥ جوړﻱ ﺧﻮ ﺑﻪ ﺩﺭﻟﻪ ﺭﺍﻭړﻡ ". "ﻧﺎ ! ﻣﺎ ﻟﻪ ګجري" ﺩَ شېرينۍ  ﺍﻭﺍﺯ کښې ﺩَ ﻣﻮﺩﻭ ځيل ﺭﺍﻏﻮنډ ﻭﮤ ﺍﻭ ﻫﻐﯥ ﺭﻭنګه ﺭﻭنګه ﺷﺮﻭﻉ کړﮤ . ﺑﭽﮯ ! ﭼﭗ ﺷﻪ ﮐﻨﻪ، ﺭﺍ ﺑﻪ ﻭړﻡ ﺩﺭﻟﻪ ﮐﻨﻪ، ﺩَ ﺷﯧﺮﺩﻝ ﻟﻪ ﺍﻭﺍﺯﻩ ﺻﻔﺎ ښکاريده ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺗﺮﯤ ﭘﻪ سه ﭼﻞ ځاﻥ ﺧﻼﺻﻮﻝ ﻏﻮﺍړﻱ . "ﻧﻮ ﮐﻠﻪ؟" "ﭼﯥ ﮐﻠﻪ ښاﺭ ﺗﻪ ﻻړ ﺷﻢ ." "ﻧﺎ، ﺗﮥ ﺩﺭﻭﻍ ﻭﺍﻳﯥ، ﺗﮥ ﻣﺎﻟﻪ ګجري ﻧﮥ ﺭﺍﻭړﯤ ." ﺍﻭ ﻫﻐﯥ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﮊړﺍ ﻻﺱ ﭘﻮﺭﯤ کړو. ﺷﯧﺮﺩﻝ څه ﻭﺧﺖ ﺧﻮ ﭼﭗ ﻭﮤ ﺧﻮ ﺑﻴﺎ شېرينۍ ﺗﻪ ﻧﺰﺩﯤ ﺷﮥ،

Nawagai Momando Wrana Krala. Explanation Of Pashto Folk Song.

 Nawagai Momando Wrana Krala. Explanation Of Pashto Folk Song. ليک کاروان مومند صيب ناوګۍ_مومندو_ورانه_کړله_دښار_نوابه او ورله راکاږه توپونه  ناوګۍ مومندو ورانه کړله د ښار نوابه Nawagai Momando Wrana Krala, Da Khaar Nawaba. اوبۀ په ډانګ نۀ بېلېږي او دغه مثال د مهمندو او باجوړ هم دے . چې کله هم د بهرنيو زور ظلم راغلے يا مقامي ظلم نو دوي يې په شريکه مخالفت کړے او ورپسې يې لښکر کړے خو د ناوګۍ د واقعې يو ځانګړے رنګ دے  کله چې د باجوړ نواب صفدر خان وفات شۀ او د هغۀ ځوي مندالي خان ته د نوابۍ او مشرۍ پټکے ور په سر کړے شۀ نو مندالي خان کې د مشرۍ او نوابۍ هغه لياقت نۀ وۀ. دا نوابي د مهمندو دروازګۍ پورې رسېدلې وه چې پکې صافي قوم نه علاوه نور هم لګ ډېر واړۀ واړۀ کلي راغلي وو چونکه هغه وخت ابادي هم ډېره نۀ وه د نن په نسبت .نو نن چې کومې غټې علاقې يا کلي شول دا خو هغه وخت دا شان ګنجان اباد او يا د زيات طاقت نۀ وو مندالي خان د صافو سره زياتے کولو او  يوه ورځ صافو د نواب د اشر نه انکار کړے وو چې په هغې سره د نواب لښکر د شپېتۀ 60 نه زيات کسان وژلي وو پس لۀ هغې نه صافو هم د مهمندو نورو مشرانو نه مدد در

Talmeeh In Pashto Poetry and Literature.

 Talmeeh. What Is Talmeeh? Definition and Example of Talmeeh From Pashto Poetry. تلمیح څه ته وایی؟ تلميح  تلميح هغه صنعت دے چې شاعر په يو شعر کښې چرته زړې تاريخي واقعې ته اشاره کړي وي لکه چې په خوشحال په رنتمبور کښې وشوې هغه کانې په ما لاهور کښې وشوې (قلندر مومند)  دې شعر کښې قلندر صاحب د خوشحال بابا رنتمبور کښې د بندي کېدو او د لاهور شاهي قلعه د ځان بندي کېدو ذکر کوي. د رنتمبور ذکر تلميح ده