Antibiotic What Are Antibiotics? Pashto Health Article about Antibiotics, Uses, Side effects, benefits. انټي_بائيوټک زمونږ پۀ ټولنه کښې د انټي بائيوټک غلط او بې درېغه استعمال ډېر عام دے - خلک ورته عموماً د زخم ګولۍ يا شربت وائي - د انټي معنا ده خلاف او بائيوټک د ژوندي څيزونو يا ژوند له پاره کارولے کيږي - مطلب ئې ژوند ختمول دي - نو دا ګولۍ يا شربتونه د جراثيمو د ژوند سره د انسان ژوند هم ختمولے شي - خو خلک د دې د خطرناکو نتائجو نه بې خبره دي - او عطائيان او ځينې ډاکټران هم د اولس د بې علمۍ نه ناجايزه فائده اخلي - هم ترې پېسې پۀ دواړه لاسو تروړي - او هم ورته مرضونه دننه کوي پۀ هر مرض کښې انټي بائيوټک نۀ وي پکار - ځينې بيمارۍ د وايرس له وجې وي - هلته انټي وايرل کار کوي - ځينې فنګس وي - هلته انټي فنګل کار کوي - نو پۀ داسې حال کښې بغېر د تشخيص نه يا بې ضرورته د دې استعمال ډېر تاواني دے - ځکه چې دې انټي بائيوټکس ته resistance پېدا شي - او د وجود قوت مدافعت ورسره کم شي - بيا پرې دغه خاص قسم دوايي اثر نۀ کوي - پۀ نتېجه کښې ورته د هغې نه تېز ګروپ وليکلے شي - او هغه هم څۀ موده پس...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.