Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Darwesh Rokhan

Darwesh Rokhan Pashto Ghazal Poetry, 2022 And Pashto 2023.

Darwesh Rokhan Pashto Ghazal Poetry, 2022 And Pashto 2023. ـــــــــــــــــــــــــــــــ لمحه لمحه مې وژنې د شيرينو سترګو ياده  د زلفو غر ته ودريږم او چغې کړم فرهـــاده  د مينې تقدس مې بې منصوره چرته مه شه  په خپله لوپټــه مې ســترګې وتــړه جلاده  د څومره پرهرونو پرده پوش مې يې همرازه  د څومره پرهرونـو راز مې وسـپړې فرياده  د هر يو کــېفيت نه دې تېــرېږم اضطـــرابه  خو روح ته مې زندۍ پرته ده ساه مې کړه اذاده  د کومې اژدها ذهر دې مړه کړم په وجود کې  د کومې اژدهــا خوله درنه وباسم هېـــواده چې پېغلې عطربويه غېږ راځي دروېش روښانه  په ټول وجود مې خور کړه د جانان د زلفو باده  Darwish Rokhan Darwesh Rokhan Pashto Ghazal Poetry, 2022 And Pashto 2023. Darvesh Rokhan Mayar Jandool Dir Lower. Pashto Times Pashto Pedia, Pashto Info, Pashto Ghazal„ Pashto Sherona, Pashto Learning, Pashto Reading, Pashto Writtings, Pashto Info Blogs. Pashto Poetry SMS. Pukhto Shayeri SMS. New Pashto Poetry SMS, Pashto Poetry SMS 2022 Eid Ul Azha

War By Mehmood Darwesh. Pashto Short Story about Wars.

 War By Mehmood Darwesh. Pashto Short Story about Wars. جګړه به ختمه شي.  مشران به لاسونه سره یو کړي.  بوډا به خپل شهید زوی ته انتظار باسي.  نجلۍ به د خپل محبوب میړه په تمه وي.  او هغه ماشومان به د خپل اتل پلار په انتظار وي.  نه پوهېږم چې ستا وطن چا خرڅ کړ؟  مګر ما ولیدل چې چا قیمت ورکړ.    – محمود دروېش War By Mehmood Darwesh. Pashto Short Story about Wars. Wars, NFTs, New War NFTS, Pashto Stories. War Stories. Wars And Peace.

Darwesh Rokhan. Pashto New Ghazal, Gul Rukh By Darwesh Rokhan 2022

 Darwesh Rokhan. Pashto New Ghazal, Gul Rukh By Darwesh Rokhan 2022 غزل _ درويش روشان ـــــــــــــــــــــــــــ ازار د پېغلتوب دې چرته نه شمه ګل روخ  ته څه وايي؟  چې زه دې راپه زړه شمه ګل روخ  راځې که نه تمـثيل د زنکدن کوم لګـيا يم  راځې که نه؟ د مرګ په خوب ويده شمه ګل روخ  هوا مې کړه چې سم دې په سينه واوړم راواوړم  لونګ مې کړه دانه وانه به زه شمه ګل روخ  بيخي لکه د نوې مېنتوب د درد شدت يې  د کاڼې په شان ځان ذبېخم اوبه شمه ګل روخ  ته څه وايې چې ژوند ذهر نوشي نه ده نو څه ده  ته څه وايې ؟ چې خوله راکړى او ښه شمه ګل روخ  ته هم د سولې غږ يې راځې نه دروېش روښانه   او زه به هم  ارمان د پـــښتانه شــمه ګل روخ  دروېش روښان Pashto Times, Pashto Lines, Pashto Poetry, Pashto Ghazal 2022 and Pashto Ghazal 2023. Darwesh Rokhan. Pashto New Ghazal, Gul Rukh By Darwesh Rokhan 2022. Pukhto Ghazal Shayeri. Darweesh Rokhan New Pashto Ghazal. Gul Rukh.

Pashto New Ghazal By Darwesh Rokhan.2020 Pukhto Shayeri

Pashto New Ghazal By Darwesh Rokhan.2020 Pukhto Shayeri ـــــــــــــــــــــــــــــ د مينې د مذهب هرې قبلې ته احترام  مندر ته احترام لرم کعـــبې ته احترام  د حسن او ښکلا ټولو لفظونو ته ادااب  او بيا مې ستا د سپين مخ سيپارې ته احترام  د ټولو سورتونو تفسيرونو ته درنښت  د ټـــولو اياتــــــونو ترجمې ته احترام  زما د زړه کعبې ته هرکلى د ابابيــــل  او بيا د ابراها هرې ګرجې ته احترام   په ځنې تيروتنو باندې خداى انسان ته ياد شي  ګناء له مې په خوله راځي توبې ته احترام ما هر وخت پې د خپل ديدن قضاء مونځونه کړي  قربان د جانماز ستا لوپټې ته احترام 🙏 د مينې د مذهب تبليغ کوې دروېش روښانه  اوس ټول ښکلي لري ســـتا عقيدې ته احترم  دروېش روښان

Two Line Pashto Poetry About Afghan Beauty. Darwesh Rokhan Shayeri

 Two Line Pashto Poetry About Afghan Beauty. څه بل شانتې ښائیسته ئې ده کنعان خو چرته نه ئې؟ یه ښکولیه! ده یوسف ع ده خاندان خو چرته نه ئی؟ خبر ئې؟  پیښور  ده  سترګورو  پیغلو ښار  دۍ.! هلکه ډیر ښائیسته ئې ته افغان خو چرته نه ئې؟ درویش روښان Khabar Ye Pekhawar Da Stargawaro Peghlo Khaar De. Halala Der Khesta Ye, Ta Afghan Kho Charta Na Ye? Sa Bul Shani Khesta Ye Da Kenaan Kho Charta Na Ye? A Khuklia Da Yousaf Da Khanadan Kho Charta Na Ye?

Mashallah Pashto Ghazal By Darwesh Rokhan. 2022 Pukhto Ghazal

 Mashallah Pashto Ghazal By Darwesh Rokhan _______________________ ستا نه ستا سترګو چرته سوال کړى دى؟ماشاء الله   کله دې خپل ښايست ته خيال کړى دى؟ ماشاء الله  ته مخامخ ودرېــږه خداى ته يوه خـــبره کــوم    په ځنې حســـن دې کمــال کــړى دى ماشاء الله  لکه خليل ســــتا د جمـــــال د لمبـــو روغ اوتم   څه نمــــرودي زلفــــو پې ټال کړى دى ما شاء الله  په بارودي زمــکه به بــيا شـروع شي کر د ميــنې د نفــــرت بوټي پرې زوال کړى دى ما شاء الله  د کوه طور رانجه دې خداى لري دروېش روښانه  چا پې په  غونډه زنه  خال کړى دى ما شاء الله  دروېش روښان Mashallah Pashto Ghazal By Darwesh Rokhan. 2022 Pukhto Ghazal. Pashto Times Ghazal Zaar 2022. New Pukhto Ghazal By Darwesh Rokhan. 

Pashto Poetry For Afghan Begging Cute Blue Eyed Girl

 Pashto Short Poem Kabalai Dedicated to Blue Eyed Girl Zainab  of Kabul Afghanistan. Kabalai Jenai by Darwesh Rokhan مغرور دې په ښايست باندې اسمان دى کابلۍ خو خېر غواړې اوس، خپل وطن دې وران دى کابلۍ نو ته خو د کنعان د يوسف خېلو  شهزادګۍ يې په دې ښار کې خو حسـن  ډېر ارزان دى کابلۍ افسوس نه دى؟ چې زه د احمد شاه بابا د کور  يم  او ته ژاړې د بل ور ته، ارمــــان دى کابلۍ د  چا نه دې د سوې لوپټې پوښتنه وکـــړم؟ په  دې جنګ کې خو لاس د خپل افغان دى کابلۍ پخپله دې په خپل حسن تمام وطـن لـمبه کـړو اوس ژاړې چې زما پکې جــانان دى کــــابلۍ په بوې کې د بارودو اخلو ساه دروېش روښانه زما د زړه کــابل هـــغسې وران دى کــــابلۍ درويش روښان              درويش روښان مغرور دې په ښايست باندې اسمان دى کابلۍ خو خېر غواړې اوس، خپل وطن دې وران دى کابلۍ    د  چا نه دې د سوې لوپټې پوښتنه وکـــړم؟ په  دې جنګ کې خو لاس د خپل افغان دى کابلۍ درويش روښان Poet. Darwesh Rokhan Darwesh Rokhan Poetry For Afghan Girl.  Alexander Said About Afghan Beauty " God Must Have Love with Afghans for He created them very beautif