Da Amir Karor Kitab. Ameer Karorh Pashto Poetry Book In PDF. "د امیرکروړ کتاب" ـ دا ګروپ/پېج د پښتو ژبې او ادب د ودې او معلوماتو په غرض جوړ شوے دے ـ ځکه زۀ غواړم چې ځینې ملګري دې نه خبر کړو چې... "امیرکروړ د "پټه خزانه" کتاب (مؤلف: محمد هوتک بن داود [۱۰۴۲ هجري چاپ]) له رویه د پښتو ژبې وړومبے شاعر یادیږي ـ د دۀ ژوند هم دغه کتاب کښې د ۱۳۹ هجري خوا او شا یادولے شي ـ او یو فخریه کلام (ویاړنه) د دۀ د نوم سره منسوبولے شي چې وړومبۍ مصرعه ئې ده: ^ زۀ یم زمرے پر دې نړۍ له ما اتل نسته (داسې تر اخره بیان شوے دے) د پټې خزانې کتاب په تائید او رد کښې بلها لیکونه/مقالې/کتابونه لیکلے شوې دي ـ څوک ورسره اتفاق لرې او څوک ئې صحت/وجود ته د شک په نظر ګوري، دغه جدا بحث دے ـ خو د دې ګروپ ملګري دې خبر وي، چې د امیرکروړ د دغه یو نظم نه علاوه نور کلام/کتاب وغېره، د تاریخ په پاڼو کښې تر دې دمه مخې ته نۀ دے راغلے ـ" دا مختصر لیکل مې د هغه ملګرو د پاره وکړل، چې د امیرکروړ کتاب غواړي ـ او بیا د پښتو ژبې او ادب زده کوونکي پورې خنداګانې کوي ـ ځکه د امیرکروړ کتاب په لاس نۀ دے راغلے ـ او ...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.