Babara, Da Pukhtano Karbala. History Of Babara Massacre In Pashto. By Ayaz Yousafzai. #دتاریخ_له_پاڼو📚 #بابړه، د پښتون قام #کربلا "کله چې دويم نړيوال جنګ ختم شو نو پهٔ نړۍ کې دوه ستر قوتونه راوړاندې شول، يؤ اړخ ته د اشتراکيت(کميونزم) ډله وه چې د روسيې سويت يونين يې سرخېل ؤ او بل اړخ ته مغربي سرمايه دارانه نظام ؤ چې پيرنګی يې سر لښکر ؤ. د نړۍ زياتره هېوادونه هم د دغه دواړه قوتونو پهٔ ډله ټپله کې پهٔ دوه برخو کې تقسيم وو. د دواړه قوتونو هم پهٔ پټه او هم پهٔ ښکاره د وړومبۍ ورځې نه دا هڅه وه چې خپل مخالف قوت کمزوری او مات کړي او د نړۍ واک پهٔ خپل لاس کې واخلي. کله چې د سرمايه دارانه نظام سر لښکر پيرنګی پهٔ هند کې کمزوری شو او د تګ اراده يې وکړه نو غوښتل يې چې د کميونزم او روس پر ضد خپله يوه کلکه مورچه پهٔ سيمه کې جوړه کړي چې پهٔ راتلونکي کې ترې د روس او کميونزم لهٔ منځه وړلو پهٔ مهال کار واخلي او خپله بين المللي پاليسي مخ پهٔ وړاندې بوځي. همدا لامل ؤ چې متحده هندوستان يې وويشلو او د مذهب پهٔ نوم د نړۍ وړومبی رياست جوړ شو خو جناح صېب پهٔ يوولسم اګست 1947م د خپلې يوې وينا پهٔ ترڅ کې د ...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.