Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Jenai

Namoos. Pashto Afsana by Javed Bunerwal. Pashto Adab

 Namoos. Pashto Afsana by Javed Bunerwal. Pashto Adab " ناموس "          سپوږمۍ غلې ناسته ده او د سترګو نه يې د چينې د اوبو په شان رڼې اوښکې بهيږي ـ داسې معلوميږي چې دا ورځ ورته د خپل خاوند هغه حادثاتي مرګ رامخکښې شوې دے ـ او هغه منظر يې بيخي د سترګو وړاندې دے ـ چې د څلورو يارانو  په اوګو د درنګ نه د يو يار  د وينو لت پت کټ راوړو ـ او د غولي په مينځ کښې يې ورته کېخوده ـ او د نمر د ډوبيدو نه مخکښې د چا د ژوند د ډوب شوي نمر ماښام يې ورته اوښوده ـ بس ناڅاپه کور کښې غوغا جوړه شوه ـ شور شو چغې شوې او سپوږمۍ ناګهانه په کټ ورلوټۍ شوه ـ خو د سپوږمۍ په سرو جامو کښې د ګلاب د سرو وينو رنګ بيخي نه ښکاريده ـ او د بلها ساندو ، وېر ، ژړا ، فرياد او چغو نه وروستو بد حاله شوه او بے هوشه د خپل ژوند د ملګري په کټ پريوته ـ           درې څلور ورځې رسمي غم ووـ بيا داسې ورو ورو وخت تيريده ـ خو د سپوږمۍ د زړه او مازغو نه د ګلاب ښکلا ، ادا، مينه ، خلوص او خوږه رشته يو ساعت له هم نه وتله ـ هر وخت به يې د ځان نه دغه يو تپوس کوو ـ چې زه آخر په څه ګناه کړيږم ـ خو ضمير به يې چپ پاتې کيده او څه ځواب به يې

Pashto Two Lines New Poetry. Pukhto Sherona. Tora Jenai

Pashto Two Lines New Poetry. Pukhto Sherona. Tora Jenai •يو‌ مبارکه جينۍ د ميني ډکه جينۍ|。 •چورلک کښي ماته نشي په ملا لچهکه جينۍ|。 •په سه مغروره ګرځي دا تورڼکه جينۍ|。 __🖤🥀 Yaw Mubaraka Jenai Da Meney Daka Jenai Chorlak Ki Mata Na She Pa Mla Lachaka Jenai Pa sa Maghrora Garzi Da Toranaka Jenai Yaw Mubaraka Jenai Da Meney Daka Jenai Chorlak Ki Mata Na She Pa Mla Lachaka Jenai Pa sa Maghrora Garzi Da Toranaka Jenai Pashto Two Lines New Poetry. Pukhto Sherona. Tora Jenai. Pashto Attitude Girls Poetry New 2022. New Ghazal. Pashto Ghazal 2022.  Pashto Times New Ghazal. Pashto Sms Poetry. Pashto Poetry In Text.

Girls And Women Generalization In Khushal Khattak Pashto Poetry

  Girls And Women Generalization In Khushal Khattak Pashto Poetry. Types Of Girls In Khushal Baba Pashto Poetry. ‎خوشال خان بابا د پښتنو ښځو په هکله داسې جنرلاېزېشن کړی دی:  ‎یو بیان به درته وایم که یې اورې ‎زما دا خبرې نه دي دروغجنې ‎د غلجیو جونه سپيو سره یو ځای خوري ‎همګي واړه بد پوښې دي سپږنې ‎د شېرزادو جونه بازې د سپین غره دي ‎په شینوارو کې هم شته پکې پښنې ‎فېروزخېلې اکاخېلې د صفت دي ‎نورې زېږې خربپشې دي چینجنې ‎د مغل د پښتانه دمه پرې کېږي ‎د کوهاټ بنګښې مه شه سترګبښنې ‎په بنګښ کې بډه خېلې بدې نه دي ‎نورې واړه خودنمایه دي نیازبنې ‎د توریو د ځاځیو نجونه ښې دي ‎بلا دا چې دي له څېرمې لوړزنې ‎که ځدراڼې که وزیرې که څارنګې ‎دا خو واړه نه سړیې دي نه جنې ‎د هندکیو په حساب دي عیساخېلې ‎د سنبلو نجونه څه خو سرپېزنې ‎دولت خېلې لواڼۍ دي لویې چارې ‎نورې واړه پونده دي غوشینې ‎د شیتکو نجونه سالې پښتنې دي ‎خو په ژبه په پوشاک دي برسېرنې ‎د ابدالو نجونه واړه ګډبنې دي ‎که ترینې دي د پښین دي د ستاینې ‎د دوړو نجونه واړه لکه باغ دي ‎کشیده پکې ملیې دي د ستنې ‎د خټکو نجونه واړه غوبنې دي ‎خو یوازې اکوړخېلې

Pukhtana Jenai. Pashto Poem Pashtun Girl by Dr. Sohail Khan. 2022 Pashto Nazam

 Pukhtana Jenai. Pashto Nazam Poetry Poet. Dr. Sohail Khan پښتنه جينۍ  دغه يو دنګا جينۍ  لاچي لونګا جينۍ  تګ د ښارو کوي  هوا کښې  څنګه جينۍ  سمه نشه ښکاري  جوړ پلوشه ښکاري  دغه باغوانه جينۍ  ښکلې افغانه جينۍ  دا د قدرت نمونه  يو ګل اندانه جينۍ  ور'ته ورته ښکاري  جوړ فرښته ښکاري  د غه کونتر جينۍ  ښکلې نختر جينۍ  دغه صادقه مينه  د اشنغر جينۍ  خه ليونۍ ښکاري  جوړ ګلالۍ ښکاري  دغه مرکز د سفر  لکه راغونډ نيلوفر  دغه شعور نه ډکه  لکه زړګې پيښور  ښکلې جانان ښکاري  جوړې ايمان ښکاري  دغه د سوات بلبله  د ښاپيرو درشله  دغه شړ شنګ سندره  د بڼ په خوا کښې تلله  د رنګ وله ښکاري  جوړ غزاله ښکاري  د غر د سره جينۍ  دغه بهادره جينۍ  چې خپل مکتب وايي د غه زرګره جينۍ  سپينه مرغۍ ښکاري ـ  جوړ ديروجۍ ښکاري  دغه نينو کښې پولۍ  سر په تلي کښې لالۍ  لکه د واورې جوړه  ښکلې خاٸسته کابلۍ  سمه پاګله ښکاري  جوړ شربت ګله ښکاري سهيل خان Pukhtana Jenai. Pashto Poem Pashtun Girl by Dr. Sohail Khan. 2022 Pashto Nazam