Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Qoom

Qoom Sa Ta Waye? What Is Nation? Explained In Pashto

 Qoom Sa Ta Waye? What Is Nation? Explained In Pashto قوم څه ته ویل کیږي؟ لومړي برخه کتاب: قوم او قومیت(ستالین) ژباړه: غورځنګ اتل ياداښت: یاد کتاب په پوره توګه ژباړل شوې دی، ډېر زر به ستاسو لوستونکو سره شریک کړل شي.(غورځنګ اتل) د قوم په ترکیبي لړۍ له پوهیدلو څخه مخکې؛ باید په دې ځان پوه کړو، چې قوم د یوې قبیلې یا انساني ټولنې یا د یوه  نسل وګړو ته نه ویل کیږي. د بېلګي په توګه؛ که داسې ووایو، چې د بریتانوي قوم ټول وګړي، زرګونه کلونه مخکې د یوې قبیلې زامن دي یا له یو نسل سره اړیکې لري. نوې ایټالوي قوم له بې شمېرو انساني ټولنو او نسلونو څخه منځته راغلې ده، د بیلګې په توګه رومیان، المانیان، یونانیان، عربان او همداسې نور. په دغه ډول فرانسوي قوم هم د لومړیو زمانو د بې شمېرو انساني ټولنو او نسلونو پایله ده، لکه څنګه چې رومیان، بریتانویان، آلمانیان او همداسې نور... بریتانوي او آلماني قومونه هم په دغه ډول منځته راغلي، یانې د دوی په وینه کې هم د مختلفو قومونو او نسلونو د وینو آمیزش پروت دی. لنډه دا، چې قوم د یوې قبیلې یا نسل له بطن څخه منځته نه راځي. د قوم په ترتیب او تعمیر کې د تاریخ لوی لاس پر