Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Sandara

Mumtaz Orakzai New Pashto Ghazal 2022. Sandara

 Mumtaz Orakzai New Pashto Ghazal 2022. Sandara چــــــــــــــــــــــې ښکاري راته واړه کاينات لکه سندره له ډېرې مستـــــۍ بند په بند شم مات لکه سندره سجـــده سجــده پرېوځـــــــم سازېنې ته د ښايست په شرنګ مې له خولې اوځي مناجات لکه سندره دا دنګ چېنار غـــــزل دی او دا جګ نښتر دی نظم ګـــــــــــــــودر ټپه تپه او مــــــــــنګی مات لکه سندره څه هېـــــــــلې د مچيـــــــــــــــو غوندي اوبڼيږي راشي د زړه ويران کمــر مې کړي شات شات لکه سندره لالــــيه ته تمـــــــام يې لکــــــــــــــه غږ د قــــــــمر ګلې لالــــيه زه زاخــــــــــــېل يم زمـــــــــــــا ذات لکه سندره چـــــــــې نوم يې واورې يو دې سي تر لرې،لرې ،لرې هـــــــــــــــــو!! يو نيم کس لري دا کرامات لکه سندره مـــــــــــــــــمتازه زه له خپـــــــــل وطنه زخم ،زخم ځمه مـــــــــــــــمتازه خدای زما هم کړل اوقات لکه سندره زاخېل..... ارواښاد استاذ زاخېل Local Afghan Singer With Tears In his Eyes Looking At The Music Instruments Taliban Burning. January 2022 Mumtaz Orakzai New Pashto Ghazal 2022. Sandara. Sandara, Pukhto