Za Ba Na Lewanay Kegam. Bakht Zada Danish Nazam. Best Pashto زه به نه لیونی کیږم چې د داسي یو ملا نه د جهاد فضلت اورم چې بچی یې په لندن کې د خپل خیال حنت کې پروت دی زما دغه یو بچی ولآړ شهید شو شین طوطي شو مبارک شه مبارک شه! جنتي شو جنتي شو! زما سپینه ږیره نوره اسویلو سپینه پولۍ کړه دا دې نور بچي تیار دې درنګ ساعت ته روانیږي او دده دوکان چلیږي د شرابو ګوټ حرام دی خو د وینو ارزانې ده د یو څو کسانو راج دی د یو څو کسو خانې ده دا وخت د ژرندې پل دی او زما په مرۍ پروت دی زه د خوار غنم دانه یم د اوبو په زور دلیږې زه به نه لیونی کیږم بخت زاده Nun Me Ledo Da Khudaya Dair Khafa wo. Yaw So Rando Da Khuday Na Der Khafa wo. Bakht Zada Danish Nazam Deer Khafa O. نن مې لیده د خداے نه ډير خفه وو يو څو ړانده د خداے نه ډير خفه وو دا چې ولاړ وو د ړندو پۀ سترګو هغه باڼه د خداے نه ډير خفه وو چې ئې سایه د پلار لیدلې نه وه هغه واړه د خداے نه ډير خفه وو چې پښتنو نه به خداے ډير خفه وي؟ که پښتانه د خداے نه ډیر خفه وو دانشه خداے دې خفه کېږي ن...