Cereal Bar, Sweets, Value Addition, Commercial Market And Pashtuns. یو ملګري راله cereal bars رالېږلي دي کوم چې زمونږ د مارمورۍ یو مترقي شکل دی. مونږ د سوونو کلونو راسې مارمورۍ جوړوو خو څۀ value addition مو ورته ونۀ کړی شو. هم دغه شان د ګوړې حالت هم دی. د پینځۀ سوه کلونو راسې ګوړه پۀ خپل اصل حالت کښې ده. زۀ چې ګوړې ته ګورم نو د دوه کمو احساس راته کېږي: ۱. د ګوړې چکۍ پۀ یو سائیز کښې نۀ وي. ۲. د ګوړې شېلف لائیف کم وي. دا دواړه خبرې د ګوړې پۀ کوالېټۍ منفي اغېزه اچوي او کۀ پام ورته وشي نو ګوړې ته value addition کېدائې شي. کۀ د ګوړې د پاره د سیلیکان یو شان قالبونه (moulds) جوړ کړی شي او د ګوړې چکۍ پۀ انفرادي توګه، لکه د ټافي (toffee) ، پۀ wrap کښې بنده کړی شي نو د ګوړې کوالېټي به ورسره جګه شي. کۀ مونږ د نن سبا پۀ کمرشلزم او چټک مارکیټ کښې د خپلو مصنوعاتو د پاره ځائې کول غواړو نو value addition ډېر اړین دی. \ written by Sir Sajid Iqbal Dawezai Cereal Bar, Sweets, Value Addition, Commercial Market And Pashtuns. Cerea...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.