Imam Hussain AS Marsia. Ghani Khan Pashto Marsia. Imam Hussain By Ghani Khan Baba. Pukhto Noha Imam Hussain د حسین علیه سلام په یاد کې د غني خان مرثیه یو په دار، یو د اور منځ کې، حسن ولید د دلبر بې ګناه یو په صلیب شو، د اغزو تاج یې په سر ستا دپاره اې حسینه، دغه سپین تیغ د شمر هم ایمان دی هم نرتوب دی، هم قسمت دی هم باور اې دمېنې بل مشاله، رڼا راغله د سحر دا د قهر طوفان راغی، که یزید سره لښکر ګوره، ګوره پاکه ربه، عجیبه میدان د جنګ دی یو خوا زور توري صفونه، بل خوا تش د حسین ننګ دی یو خوا زور، غرور او حرص، قت په قت او څنګ په څنګ دی بل خوا یو مئین ایمان دی، مستانه او په غورځنګ دی ربه وګوره فرعون نن بیا موسی سره په جنګ دی عجیبه شین زمری دی، هم بادشاه دی هم ملنګ دی یو خوا سترګې دې د کاڼو، هر ضمیر خوړلی زنګ دی بل خوا وړوکی خوار ټولی دی، مري د تندې په ساه تنګ دی د هر یو نظر کې ګوره، نرتوب څه چې لیونتوب دی د ادم د شان قیصه ده، کلک یقين د سړیتوب دی دامغروره فرعون ناست دی، که یو مست ببر حیوان دی یخ بې رحمه چمچمار، چجه شوی په ډیران مري د تنديې وهي لتي، ړوکي ړوکي ماشومان چارچاپیره ترې ولاړ دي ق...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.