Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Hamza Baba

Khan Mir Hilali, Hamza Baba, Ghaffar Khan Baba Aw Jambhooriat

Khan Mir Hilali, Hamza Baba, Ghaffar Khan Baba Aw Jambhooriat. Awais Kamal د پښتو ژبې شاعر ليکوال، صحافي خان مير هلالي په خپل خپل وخت خلافت تحريک، خدائي خدمتګار او مسلم ليګ کښې وخت ووباسلې وو ۔ په شاعرۍ کښې يې زياتر په اسلامي غزاګانو شاعري کړې ۔ هلالي يو اخبار "جمهوريت" په نوم ووباسلې وو، د اخبار نوم جمهوريت وو خو دفاع به پکښې د آمريت او غير جمهوري اقدارو کېده ۔  خان مير هلالي يو کتاب "توريالي: د فيرنګولئ کال ۱۸۴۹ نه تر پاکستان ۱۹۶۶ د پښتونخوا تاريخ" په نامه په کال ۱۹۶۷ کښې چهاپ شوې وو ۔ هلالي په دې کتاب کښې د انګريزانو راتګ نه تر پاکستان جوړيدو وخت پورې د پښتنو قامي شخصياتو، تحريکونو تاريخ اسلامايز کړې دې او د پښتنو قربانئ نتيجه يې پاکستان جوړيدو په توګه وړاندې کړه دي ۔ بيا يې پاکستان جوړيدو نه پس د پښتنو تاريخ پاکستانايز کړې دې او مسلم ليګي آمرانه، غير جمهوري بيانيې له يې زور ورکړې دې، د کتاب يو  باب په پاکستان او هند ۱۹۶۵ جګړې متعلق ليکل شوې دې چې د ايوب خان قصيدو، نظمونو او پاکستان هند جګړې کښې د پښتنو قربانو ذکر باندې مشتمل دې۔ هلالي دې کتاب انتساب ډکټير ايوب خ

Ghazal Of Amir Hamza Khan Shinwari. Hamza Baba Pashto Ghazal.

Ghazal Of Amir Hamza Khan Shinwari. Hamza Baba Pashto Ghazal. غزل : حمزه بابا  ياره  چې  اسمان  ته   دې   باڼۀ   ګوري  سترګې دې زما په مخ کښې څۀ  ګوري غل  د   محبت    غلطېدې    نۀ       شي څوک چې په محفل کښې چاته نۀ ګوري شونډې دې خواږۀ  خواږۀ   ستونه کړي سترګې  دې    اشنا  ولې    کاږۀ    ګوري    ښکلے  نظر  ستا     چې  بې   قراره دے زړۀ ترې نه ورک شوے دے که زړۀ ګوري   سترګې  چې د  سترګو په لار زړونه وړي  څوک  د تورې  شپې  به چرته غلۀ ګوري   زۀ  حمزه  په زړۀ  هم   ورکتې  نۀ   شم  څۀ  پرې  کۀ  اشنا   مې  په  لېمۀ  ګوري Ghazal Of Amir Hamza Khan Shinwari. Hamza Baba Pashto Ghazal. Pukhto Ghazal, Pukhto Shayeri, Pashto New Poetry. Pashto Ghazal Of Hamza Baba. Pashto Pedia Pashto Times, New Pashto 22

Hamza Baba VS Jaffar Achakzai. Man And God By Muhammad Jaffar Achakzai

Hamza Baba VS Jaffar Achakzai. Man And God By Muhammad Jaffar Achakzai. Pashto Book God And Man. "محمد جعفر اڅکزی"                                ۱۰/۸/۷۶ حمزه صېب پۀ خپل اخري خط کښې زما د یو سوال پۀ جواب کښې لیکي "چې پۀ دنیا انسانان نۀ وے,  امن و امان او قلاره قلاري به وے " دلته سوال پېدا کیږي,  چې څنګه امن؟ د چا دپاره امن؟  د امن و امان, نیکي او بدي,  ښۀ او بد دا هر څۀ تعبیرونه چې د انسانانو دپاره او د انسانانو پۀ حقله کیږي, انسانان ئې کوي.  نۀ چې یو بل مخلوق.  بیا چې انسانان نۀ وے نو هیڅ به نۀ وو. هیڅ به نه وے لکه د سپوږمۍ داسې حالت به وے؟  د سپوږمۍ و دنیا ته د امن امان دنیا وئېل به کوم انسان تسلیم کړي حمزه صېب یو بل ځاے د کشش ثقل پۀ مثال زما دعوی رد کړې ده.  حال دا چې دۀ پۀ خپل وجود او شهود نومې کتاب کښې چې ما تر زېر نظر مباحثې وروستو ولوست,  د کشش ثقل دعوی څخه انکار کړے دے.  زۀ ددۀ پۀ انکار اعتراض نۀ کوم.  هر انسان د خپل رائے د اظهار حق لري.  البته دا ضرور وایم چې یو ځاے د یو شي حقیقت څخه انکار کول او بیا بل ځاے هم هغه حقیقت پۀ طور دلیل وړاندې کول د ذهني تضاد وا

Hamza Baba, Hafiz Jalandhari And Religion. Pashto Blog

 Hamza Baba, Hafiz Jalandhari And Religion.. په يو محفل کې د پاکستان د ترانې خالق حافظ جالندهري، اميرحمزه شينواري ته ګيله کوله چې تاسو پښتنو ډير بد اوکړل چې مونږ مو مسلمانان کړو ـ حمزه بابا ورته ووېل چې دغه بدي زمونږ سره عربو کړې ده ـ  ( دا قيصه حمزه شينواري ، طاهر اپريدي ته په يو خط کې ليکلې ده ) #RememberingHamzaBaba

Hamza Baba. Amir Hamza Shinwari Pashto Best Ghazal, Pashto Sherona 2022

 Hamza Baba. Amir Hamza Shinwari Pashto Best Ghazal, Pashto Sherona. 2022 & 2023 Pashto Sherona By Hamza Baba. غزل _ امير حمزه شينواری د ښايست يې سپين مخ ځنې اثر لاړ ګويا ورځ په تېرېدو شوله چې نمر لاړ زۀ ګهړۍ ساعت له ياره جدا نه يم خدای زده کله راغې کله نامه بر لاړ خفه شوي رقيبان سره پخلا شول د ورتلو مې د يار درته چې خبر لاړ څه خندا وه چې غصه يې ښائسته کړه ګويا اوخندل په شپه باندې سحر لاړ د ښايست په جال کښې ګېر دی يار پخپله کله شي چې د چمن ځنې نښتر لاړ سادګي د يار مې ګوره راته وايي په محفل کښې دې چې چا وته نظر لاړ عشقه تا مې د زړه سترګې کړې روښانه ستا له سَره دې وي زار که مې بصر لاړ سرمايه مې چې د ژوند ورکړه اشنا ته رهزنان د اجل نه راځي خطر لاړ زۀ به دلته په صحرا کښې ګلزار جوړ کړم که چمن ته په الوت کښې مې وزر لاړ حمزه هله سَر په سېر د عاشقۍ شوې چې په دې لار کښې دې ډک له عقله سر لاړ ارواښاد حمزه شينواری بابا Hamza Baba. Amir Hamza Shinwari Pashto Best Ghazal, Pashto Sherona. 2022 & 2023 Pashto Sherona By Hamza Baba. Pashto Times Pashto Poetry 2022. Pashto Times Pashto Sherona, P

Amir Hamza Khan Shinwari Biography In Pashto. Life And Works Of Hamza Baba

 Amir Hamza Khan Shinwari  Biography In Pashto.  Who Was Baba E Ghazal Of Pashto? د پښتو غزل پلار حمزه بابا ارواښاد امير حمزه خان شينواری (زېږېدنه: ١٩٠٧، مړينه: فبروري ١٩٩٤) د لنډي کوتل د خوږه خېل يا خوزه خېل نومي کلي کې د ملک ميرباز خان کره زېږېدلی و. نوموړی په قبيله شينواری او په شينوارو کې اشرف خېل وه لومړنۍ زده کړې يې د لواړګي (دا د لنډي کوتل پخوانی نوم دی) په ښوونځي کې ترسره کړي خو وييل کېږي چې د ده په يوه وړوکې خطا يې استاد ده ته دومره جزا ورکړه چې د ده زړه د مدرسې نه تور شو او بيا يې هغه مدرسه پرېښوده. دی د اتو کالو وه چې په اسلاميه کالجېټ ښوونځي ته د زده کوونکي په توګه ومنل شو. ښوونځي ته به لکه د نورو ماشومانو په څېر ته راته او آزموينې يې هم په برياليتوب سره سر ته رسولې خو د درسونو او سبق سره يې دومره مينه نه درلوده. د سکول نه د زړه ماتي دا ذکر يې په يو شعر کې هم کړی دی او وايي چې د ښوونځي دا ټلۍ راباندې داسې لګي لکه د اسرافيل د شپېلۍ اواز نو په همدې توګه په نهم ټولګي کې يې دغه ښوونځی هم پرېښوده. که څه هم حمزه بابا خپل سبق په نهم ټولګي کې نيمګړی پريښی و خو د حمزه بابا پوهه او م

Amir Hamza Khan Shinwar Pukhto Ghazal. Pukhto Shayeri

 Amir Hamza Khan Shinwar Pukhto Ghazal. Pukhto Shayeri .غزل _ امير حمزه شينواری زۀ شوم آئينه چې ګـــورم ستا په لور خېر که اوس نظـر نه کړې زما په لور تۀ رټـــــل شـــــړل کــــړه زۀ وفا کوم سترګې خو د سپي وي د آقـــا په لور شو چې سپوږمۍ مخيه مې نظر په تا نه کړمـــــه نظـــــر د توتيـــــا په لوړ ګوره مې همت چې ستــــا طلب کوم پورتـــه مې قـــــدم د کبريـــــا په لور سترګـــــو ته زمـــــا تورې تيرې او وې تور به مو سپين سپين شي د صبا په لور پرانـــــزه لبـــــان چې زۀ رنځـــور يمه بېځـــــه اشـــــاره کـــړې د دوا په لور لور دې د هجران کړې دوه ټوټې زمــــا ګوري مـــــا له رشـکه نــــن زما په لور زۀ حمـــــزه د زړه لـــــه کـوره تلې يم يم لکه چې غـــــږ وي د صحرا په لور ارواښاد حمزه شينواری بابا کليات (څلورم جلد) مخونه _ ۵۸,۵۹ Pashto Times. Kulyat Amir Hamza Shinwari aka Hamza Baba. Amir Hamza Khan Shinwar Pukhto Ghazal. Pukhto Shayeri. Pukhto ghazal zar, Adabzar

Be Shaka Ma Dagha Khata Kari Da. Hamza Baba Ghazal

 Be Shaka Ma Dagha Khata Kari Da. Hamza Baba Ghazal Singer. Haroon Bacha ارواښاد حمزه بابا غزل امیز حمزه خان شینواری بې شکه ما دغه خطا کړې ده چې تا جفا کړه ما وفا کړې ده دا چې سم سم راته نظر نه کوې ښکاری چې تامې د زړه غلا کړې ده ژاړم په دا چې ته خندا نه کوې خاندې په دا چې ما ژړا کړې ده کومه وعده دې ما دروغ ګڼړلې کومه وعده دې په ریښتیا کړې ده چې خپل غزل د چانه واورم حمزه ویمه چې چا هسې وینا کړې ده باباي غزل حمزه شینواري Pashto Times Pashto Song Lyrics of Be Shaka Maa Dagha Khata kari da. Che taa jafa kra , Maa Wafa Kari Da. Khkari che ta me da zra ghla Kari da. Pashto Learning by Reading Pashto Poetry.

Hamza Baba Pashto Ghazal. Lyrics Of Pashto Ghazal

 Hamza Baba Kalam. Pashto Poetry Of Baba E Ghazal Hamza Baba زمـــــا زړه دې وي داغـــــدار ښــــۀ ستـــا خالـــونه په رخســـار ښــــۀ تـــۀ رنـګ رنـګ جـــــوړوه زلــفـــــې زمـــــا عــمــــــر دې پــه دار ښــــۀ تۀ په سترګو کښې مسکۍ شـــه ښخ زمـا په زړۀ کښې خــار ښــــۀ ګلـــــه تــــا بـهـــــر تــــه بـــــــوزي لــــه ريـبـــــاره نـــوبــهـــــار ښــــۀ نـن دې کـــــــړې دنــداســـــــه ده اور دې بــل په هر ګفتــــــار ښــــۀ تــه چې لږ پــرې خوشحــالــــېږې غم زمـــــا په سر بسيـــــار ښــــۀ د وصــــال پـه شپــه تلــــــوار کړې دے تلـــــوار دې له تلـــــوار ښــــۀ وعـــــده مــه کــــوه خـو راشـــــه لـــه ګفتــــاره وي کـــــردار ښــــۀ چې آشنــــا د چـــا طبيب شــي هغـه درست عمـر بيـمـــار ښــــۀ زۀ قـــــيــدي د رواج نــــــۀ يـــــم ګـريبــان مې تـــار په تـــار ښــــۀ تـــــۀ مــغــــرور او بــې نيـــــــازه زۀ نيــازمند يمه خاکســـار ښــــۀ ستــــا د وريځــو لـه دې ګونجـې د تېرې تــــورې پــرهــــــار ښــــۀ پــــه ژړا زمـــــــا ســــوالـــــونـــه په خــــنــدا د تــــ

Lyrics of Raza che yawa jora ko jongara pa zangal ki

Hamza Baba Kalam. Raza Che Yawa Jora Ko, Jongara Pa Zangal Ki. 1944 Raza Che Yawa Jora Ko Jongara Pa Zangal Ki lyrics حمزه بابا  1944 راځه چې يوه جوړه کړو جونګڼه په ځنګل کې راځه چې د وصال جوړه دنيا کړو په دنيا کې  د ګل په خاموشئ او د بلبلو په نوا کې پيدا چه د خندا نورافشانی کړو په ژړا کې تر هغه ګورو يو بل ته چه ورک شو په يو بل کې راځه چه يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې ډيوه د مشغولا شي زمونږ بله چه ماښام شی ماښام د ليلی لاس کې دشفق د ميو جام شی بد ځان يه شی له پامه چه د ستورو په مونږ پام شی دمئينو پټ پټاني وي د سترګو په ځنبل کې راځه چه يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې منت د پاره پيغلې پلوشې که د لمبر راشی جولئ که غوړولئ راته ګل په بستر راشی هر څو که پریشاني په لاس نسيم د سحر راشی ستا سر د وی زما او زما سر ستا په څنګل کې راځه چه يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې چه جوړ کړو د سپوږمئ دپلوشو ځنې ټالونه جوټې چه نرمې نرمې راله راکړی نکهتونه اغوستې مو د ګل د رنګينئ وی څادرونه .تر هغه وخته زانګو چه وخت ورک شی په ځنګل کې راځه چه يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې جزبې چه د پريشانه غوندې مينې کړو راجمع دو