Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Understanding Ghani Khan

Lare Lare Mulla Darey. Rasha Rasha Saqi Rasha, Dari Dari Mula. Lyrics

Lare Lare Mulla Darey. Rasha Rasha Saqi Rasha, Dari Dari Mula Dari. Ghani Baba Kalam Lyrics. راشه راشه ساقي راشه درې درې ملا درې په ما باندې بدې لګې ستا پخې پخې خبرې غټه پګه دې شه خاورې، عجيبه ته ځناور ئې ته د مينې بې خبره ته د حُسن نه منکر ئې دا محفل دى د رندانو اخوا اخوا لرې لرې دشرابو د چښو نه دي ستا ترخې شونډې ببرې ورشه دغلته خيرات دى تاله ئې ټول ايښي دي لرې د ګنجئ په شان خوارې کړې ،په مرداره دې وزرې ساقي سترګو کې مسکئ شوه، بيا ئې د خيال کيښوې وزرې په تل مسته مسته راغله سرې پاپئ ئې د کوترې ستا اوؤه واړه جنته د دې يو د ناز بڅرې ستا څلويښت زره کتابه د دې دوه خواږې خبرې ستا وعدې اوږدې د حورو ،دلته سرې شونډې شکرې تاله قرض ژوندون درکړم دا راکوي په ملغلرې ماشوم نه يم چې جنت پريږدم ،ستا د سور دوزخ د يرې جانانه ميخانه درکړم واخلم ستا کندې کپرې ملا تا څکلې نه دې نرى سرئ شونډې کافرې ستا په غيږ کې ناستې نه دې د کالو ډکئ کوترې د جومات په چړچوبئ کې يادوه پردئ تور سرې ډک ګلزار کې ته ولاړ په ډيران لکه د خر يې وږې سترګې ،وږې خيټه ،بد قسمته بد نصيبه خيشت او مينې ته شمکوره او په زړه په روح غريبه راش

What Is Manjeela? Manjeela Sa Ta Waye? Pashto Pedia

 What Is Manjeela? Manjeela Sa Ta Waye? Pashto Pedia. Explanation Of Ghani Khan Poetry Verse. Pashto منجیلا  څه ته  وايي  چي ادم خاؤرو کښې کښيني څه زرغُن کړي   منجيلا چې په دولت شي نو ښامار شي غني خان  Answer Of What Is Manjeela. يو پړی يا کپړه چې تاو را تاو شي هغې ته منجيله وئیل شي.ځوک چې په سر څه پېټی ږدي نو اول ورته منجيله په سر ږدي.دا عارصي طور هم جوړېږي او کورونو کښې پخې هم موجود وي.مار هم ځان منجيله کوي مطلب چې عاجزي اختيار کړي نو لوے مقام به حاصل کړي  او چې لکه د مار د خزانې نه تاو راتاو شي نو دا مال نۀ مار خوري او نۀ يې بل چاته خوړو ته ورکوي ،  دغسې بخيل سړے هم د دولت دپاسه لکه د ښامار منجيله ناست وي ، نګراني ، څوکيداري يې کوي نۀ يې خپله خوري ، نۀ يې خېرات کوي نۀ يې په خپل اولاد باندې خوروي ، نو دا مال نۀ دۀ ته فايده ورکوي او نۀ ددۀ اولاد ته اخر دے مړ شي او دغه دولت بل ته پاتې شي . دلته د شعر معني ده چه لکه مار د خزاني نه راتو شي او د پاسه پري پروت وي  نوکه کله چه مار تاو پروت وي هغه ته منجيله واي هسي خو که هر څه دي. او تاو وي هغي ته منجيله واي  خو دلته غنی بابا د آدم خبره کوي

Khushal Khan Khattak, The Pioneer of Afghan Nationalism

Khushal Khan Khattak, The Pioneer of Afghan Nationalism by Fazal Rahim Marwat. Book Review. Book On Khushal Khattak and Pashtun Nationalism. Let’s welcome the publication of Dr. Fazal Rahim Marwat’s monumental work titled ‘Khushal Khan Khattak, The Pioneer of Afghan Nationalism.’ It’s an important addition in the scholarship on Khushal.For Pashtuns the journey of knowing Khushal is also the voyage of self discovery.

Ajal, Mula, Khawra, Aw Ghani Khan. Ghani Khan Nazan Explanation. Ajal

 Ajal, Mula,  Khawra, Aw Ghani Khan. Ghani Khan Nazan Explanation. Ajal Aajal, Mulla, Khawra Aw Ghani. اجل، مُلا، خاوره او غني چغې وهي اجل، مُلا ته اورې او که نه اورې تشه خاوره نه ده غني څنګه به شي خاورې اجل: اجل خپل څه جسماني وجود او اواز نه لري۔ د اجل مخ د روح په سترګو ليدلے شي او اواز د روح په غوګونو اوريدلې کيدے شي۔ مُلا: د رندانه مزاج شاعرانو علامت دے په جسم او وجود (يعني ماده) يقين ساتلو والا، چي شهوت پرست وي ځکه چي وجود پيجني او روح نه۔ هم دا وجه ده چي مُلا د اجل اواز نشي اوريدے۔ عقل ترينه ګيرې اوخوړخيټې تري ايمان اوخوړ ګوره په وربشو کې خره لعل د بدخشان اوخوړ  (غني خان) خاوره: مادي حيثيت لري۔ د انسان خاورين وجود د فطرت نظام ته مجبوره او محتاج دے۔ په فطرت کې هر شے تغير طرف ته ځي۔ په دې وجه انساني جسم خراب شي او خاورې شي۔ غني: غني د الله نوم دے۔ د انبياےکرام علیہم السلام اجمعین، بيشتر فلسفيانو (مثلا سقراط، افلاطون۔ ارسطو، تهامس ايکوناس وغيره) او صوفياو مطابق د انسان وجود د خاورې او د روح امتزاج دے۔ صوفيان پکې دا خبره هم کوي چي روح دراصل د الله د هستۍ يوه حصه ده، لکه  شمس تبريز، رو

Da Lewanyano Neka By Ghani Khan. Understanding And Explanation.

 Da Lewanyano Neka By Ghani Khan. Understanding And Explanation. د ليونيانو نيکه، مونځ، مستي او حسن جوړيدل اې د ليونيانو نيکه مونځ ښه که مستي ښه ده حسن جوړيدل ښه دي که حسن پرستي ښه ده؟ ښه ده مستي ښه ده خو زړه پاک لکه آينه غواړي دا درياب هضمول د سمندر هومره سينه غواړي (غني خان) دليونيانو نيکه مطلب د بغداد منصور حلاج۔ ځکه چي هغه په عاشقانو او شاعرانو کې ډير مشهور دې، د عشق د ميدان اتل دې او عاشقان اکثر ليوني شمارلي کيګي۔مستي مطلب الله۔ غني خان چي کله د موسي عليه السلام قصه کوي په هغي کي وايي ناګاهه پړق شو، درياب د نُور راغې څه په مستۍ راغې څه په سرور راغې هستي شوه ګونګا مستي ګويانه د الله پاک سره د مستئ ذکر کوول د صوفيا روايت دې لکه رومي چي په ديوان شمس تبريز کي وايي، مردِ خدا مست بود بې شراب الله عالم دې چي منصور ته څه کشف شوې وو، خو د هغې نه پس ديارلس کاله د هغه صرف دا خبره وه چي "لااله"مطلب دا دې چي د الله نه علاوه نور څه هم نشتې، په دې وجه زه هم الله يم (انالحق)۔ جمله معشوق ست و عاشق پردهٔ (رومي) خود کوزه و خود کوزه ګر و خود ګلِ کوزه، خود رندِ سبو کش (رومي)  هغه به وې ما خپ

Death Story Of Ghani Khan Son Faridoon Khan. Real Story In Pashto

 Death Story Of Ghani Khan Son Faridoon Khan. Real Story. د غني خان بابا د زوي د مرګ باره کښې غلط فهمي .... "دا یوه غلط فهمي ده چې د فریدون خان مرګ د یو زمیدار د لاسه شوے ؤ ـ زما د والد صېب د زمیدار سره پټي کښې شر راغلے ؤ ـ هغه ورله پۀ بېلچه سر وهلے ؤ چې د هغې سره زما د والد صېب د وجود یو طرف (نیم وجود/پېرلائز شوے) کار پرېښودے ؤ ـ زۀ د شپږو کالو وم چې د والد صېب وفات مې د څلور دېرش کالو پۀ عمر کښې د معدې د کینسر لۀ کبله پۀ کال ۱۹۸۷ء کښې اوشو ـ د یو خان واحد نیازبین زوے ؤ ـ  ډېرو خلقو غني بابا ته خپلې مشورې پیش کولے (د جهګړې نه پس) چا ورته وې چې سر ئې درله راوړو چا وئیل چې ژوندے ئې راولو خو غني بابا ورته ووئیل چې بس ما ته دې ځان نۀ ښایي یعنې زما مخې له دې نۀ راځي نو ما بخښلے دے-" د غني خان بابا د نمسي مشال خان مختلفې مرکې لټون،ترتیب او لیک ؛ - عدنان خیالي ۶ ستمبر ۲۰۱۸ Death Story Of Ghani Khan Son Faridoon Khan. Real Story In Pashto. Pashto Times Pashto Blogs. Understanding Ghani Khan Baba. Pashto Sherona, Ghani Khan Pashto Sherona. Pukhto Sherona 2022. نوټ ـ دا مختصر لیک مې د

Ghani Khan: The rhythms of hope: By Arshad Ali

 Ghani Khan: The rhythms of hope:  Ghani khan poetry was brought into the mainstream media by the great legend sufi , musician , philosopher  and Mechanical engineer Sardar Ali takkar during his college life .  We are so grateful to takkar siab because of him we know Ghani khan,a poet whom nobody was aware of, and suddenly their rendition of Ghani Khan’s “Songs ” became one of the big sensations in Afghanistan and khyber pukhtoonkhwa and more recently the discovery of the Yasir and Jawad (Y and J) band has brought Ghani Khan’s poetry into the different level one of their song the  “Reidi Gul” became a big sensation, one of the most viewed videos on Youtube.  Despite his affiliations with a political family, his poetry was totally non-conformist and his approach towards life, religion and the world is what makes him interesting for today’s youth.  All Ghani talks about is peace and tolerance, in one of his writings he says that human beings today are thirsty for each other’s blood and e

Ikhtilaaf Nazam By Ghani Khan Baba. Pashto Nazam Poetry

 Ikhtilaaf Nazam By Ghani Khan Baba. Pashto Nazam Poetry اختلافات خان عبدالغنی خان  پلار مې ورک په خپل وطن زه د خپل وطن نه ورک                                      د هغۀ خوښ دی تعليم                                      زما خوښ ساګ د پالک د هغۀ خوښ دی ځوانان ټول د قام په جنګ روان                                     زما خوښ هر ګُلستان                                     هر چمن د لولو ډک د هغۀ وطن جهان دا بې نوره بیابان                                     زما ملک ښکلی اسمان                                     د خائسته ستورو نه ډک Ikhtilaaf Nazam By Ghani Khan Baba. Pashto Nazam Poetry. Pashto Poetry Of Ghani Khan. Khan Abdul Ghani Khan Nazam Ekhtilaf. Pashto Times, Pashto SMS Poetry. Pashto Poems In Text. Pashto New Poetry 2022 Ikhtilaaf Nazam By Ghani Khan Baba. Pashto Nazam Poetry. Pashto Poetry Of Ghani Khan. Khan Abdul Ghani Khan Nazam Ekhtilaf. Pashto Times, Pashto SMS Poetry. Pashto Poems In Text. Pashto New Poetry 2022 ایم انعام خان

Ghani khan a nameless droplet in a nameless sea :

 Ghani khan a nameless droplet in a nameless sea : Although Ghani Khan left this world on March 15, 1996, neither any literary department nor any cultural or government organization took the responsibility so far to formally arrange a program or seminar or any institutions to paying salutation to this great philosopher Or to built an art school under his name to honor him and let the world study his philosophy and do research work on him . Though his family members in their private capacity organize a program on his death anniversary at “Bacha Khan Markaz,” I wonder why they don’t think to arrange such events about Ghani Khan at his residence to let the people not only understand his philosophy from the speakers but also to give them a chance to feel his philosophy while being present physically at “The Home of Peace.”Darul  aman .  I  urge the readers to visit his abode and graveyard, and keep reading his books and ask his friends those they are still alive and his relatives more ques

Ghani Khan: A man from the future & a legend misunderstood:

 Ghani Khan: A man from the future & a legend misunderstood: Ghani Khan, also called the Mad Philosopher, whose poetic depth, uniqueness, individuality, diversity, and imaginative colorfulness are the matchlessness self-indulging traits only owned by him. He was a man who attacked the fixed social symbols, stereotypes and the religious conventions beset by the influential elements of the society and the state and embodied the socio-religious abstractions. Of all the various diversions from his poetry, the attempts of reclaiming an enlightened society and a tolerant youth outstood as matchless ones in the history of Pashto literature. He was a man from the future and a philosopher who postulated predictive rubrics for nation-building and resplendent social cleansing. He cannot be classified in any specific genre of poets as his poetry provides a homogenized glimpse of cohesively accomplished romance and tragedy, war and peace, struggle and revolution, allegory and satire, mysticism

Ghani Khan Nazam, Shondo La Khwand, Stargo La Rang

 Ghani Khan Nazam, Shondo La Khwand, Stargo La Rang. ‏شونډو له خوند او سترګو له رنګ پوزې له بوی د نرګس د لونګ زړه له امېد او مستي او ارمان غوږ له سرود او شڼار او شرنګ ما له سرور او ژوندون او نور دا څو اوازه د ژوند‌ د رنګ ټق ټق د اور ټپ ټپ د باران اخ اخ د وصال اٌف اٌف د ارمان وۍ وۍ د جنون وخ وخ د صنم ‏نا نا او او هر وخت د‌ صنم قټ قټ د‌ خندا پړق پړق د مستۍ شړنګ شړنګ د‌ پايزيب چڼ چڼ د لښتۍ شړ شړ د اوبو شغ شغ د‌ نسيم بس بس د دلبر بړ بړ د غليم دم دم د دوپړۍ ټنګ ټنګ د رباب غړ غړ د پيالۍ سخ سخ د کباب چپ چپ د کوکۍ بس بس د دلبر چړ چق د تارو ګوګو د کمتر  Ghani Khan Nazam, Shondo La Khwand, Stargo La Rang. Pashto Times 

Ghani Khan Pashto Poetry. Nazam Of Ghani Baba

 ‎ Ghani Khan Nazam کلام  :    عبدالغني خان غږ    :  سردار علی ٹکر "نقاب"  دا چې  زه ځان  لیونے کړم  دا زه  تنګ شمه دَ ځانه شیخ   بابا  راته   لګیا  دے  مسلې    کئ   دَ    عذاب زه خو دلته په عذاب یم دَ دې خپل خود او احساسه ځکه   کله   په   سجده   شم   کله   اوسکمه   شراب  چې بې حسه شم روکیږم چې احساس  لرم سوزیږم نه طاقت  شته  د  سکون  او  نه  همت  دَ   اضطراب چې  چاپیره  نظر  اوکړم  همه پټ  او ښکاره  زه  یم دا شراب دې ما جوړ  کړې  ماجوړ  کړے  دے  محراب  مذهب  څه  دے  څور   سمونه   مسلې   او  منطقونه او دَ هغې سوال جواب دا چې  ئې  نشته  دے  جواب  جانان تش دَ عاشق  مینه دَ خپل  زړۀ وينه  څټل  دې  چې ډیر وږے شو مجنون  ځان ئې کۀ ځان  له  کباب  رباب  څه  دے  مړ  ګډورے  او دَ توت  اوچه  تنه  ده خو  چې   سوز  دَ آدم  راشې  هله  هنګ  وکړې  رباب کله   نور  کله   رڼا  شې   کله  غم   شې  او  ژړا   شې دا  ځیګر  د  رباپې  دے  چې  هم جام شې  هم شراب خو  دا  زړۀ  مې  راته  وائې  دا  هډوکې  مې  ګوڼیږې  چې آخر به څوک  اوچت  کړې  دَ  جانان  دَ  مخ  نقاب Ghani Khan Pashto Poetry 2022. New Pukht

Hala Yaar Ta War Nezdy Shoom, Ghani Khan Poem Lyrics

 Hala Yaar Ta War Nezdy Shoom, Ghani Khan Poem Lyrics Singer Sardar Ali Takkar هله يار ورته نزدي شوم چي د يار شومه لري هله ئي پوي شوم په خبرو چي يي نه اورمه خبري چي ملنګ شومه جانانه خزانه مي ومونتله په زړګي کښي مي پرتي وى ښکلي ښکلي ملغلري چي مي ګل بوستان قربان که نو د ګل بوستان مالک شوم چل مي هله د پر زده کړو چي مي وسولي وزري چي په جام کښي د ساقي مي د ځواني وينه کړه کډه هله پورته شو محفل کښي د خمار خمار بڅري چي په شوق او مستي مي دوړه سترګي ورلوګي کړي هله هله راته او کړي د ساقي سترګو خبري چي پري مسته ځواني داٶ کړي چي پري ښکلي سر کړي خاوري د هغوى دى ليونيه د جانان شونډي شکري Ghan Khan Baba Ghazal. Pashto Times Pashto Poetry By Ghani  Khan baba. Pukhto Nazam. Hala Yaar Ta War Nezdy Shoom, Ghani Khan Poem Lyrics. Ghani khan Book Latoon Pashto Poems. Sardar Ali Takkar Pashto Song Lyrics.

The private world of Ghani Khan By Arshad Khan.

The private world of Ghani Khan By Arshad Khan.  English Blog About Ghani Khan Baba Having already enjoyed the privilege of attending historical Jamia Millia Dehli, destiny brought Ghani Khan to Anand Bhawan -- the home of Jawaharlal Nehru in Allahabad, for eight long months, to occupy the rooms where Motilal Nehru once lived. Over here, he was looked after by Kamala, Jawaharlal’s wife, while for company, he had comely, Indira Priyadarshini -- later day Indira Gandhi, Prime Minister of India. As if proximity of these towering historical figures was not enough, sometimes around 1934, Jawaharlal Nehru sent him and Indira to study together at Shantiniketan Academy (currently Visva Bharati University), founded by great Nobel Laureate, Rabindranath Tagore, where he studied journalism , arts and sculpture while Indira took up Chemistry and History. Ghani is a phenomenon, typical of rural Charsadda and Mardan, associated with making of coarse sugar (gur) from boiling sugarcane extract. the so

Ghani Khan Baba Kalam. Raba Mala Ka Di Rakra Badshahi Da Kul Jehan.

 Ghani Khan Baba Kalam. Raba Mala Ka Di Rakra Badshahi Da Kul Jehan. غني خان بابا ربه ماله که دې راکړه بادشاهې ده کل جهان زه بې وه غورزوم ده کوره لکه صوټي په ډيران ماله راکړه سو ګلونه یو نیازبین شانتې جانان یو وړوکې غوندې باغ او په خوایې سیند روان چې یې زه په غاړه ناست یم په یخ سورې ده خرولې په مزه مزه لیکمه ده مزې مزې غزلې غنې خان بابا Ghani Khan Baba Kalam. Raba Mala Ka Di Rakra Badshahi Da Kul Jehan.

Ghani Khan Baba And Concept Of God. Pashto Blog

 Ghani Khan Baba And Concept Of God. Pashto Blog Ghani Khan And Concept Of God. د فياض خيشګي لالا وٸېل چي يو ورځ سنګين ولي خان د بابا خوا کښي ناست وو او بابا ته ٸې وٸيل چي کاکا خداٸې پاک شته؟ بابا سر خکته کړي وو او ډير په غصه ٸې سر پورته کړو او وي فرماٸل چي سنګين جانا ولي کافر درته خکاره شوم څه؟  سنګين ولي خان ورته وٸېل چي نه جي ما هسي اويل چي ستاسو څه راٸے ده؟  بابا ورته وٸېل وٸې اے! خداٸې پاک زه وينم، زه چي ورته څه ويم ماله جواب راکٸې او ماسره خبرې کٸي ـ

Ghani Khan Nazam With English Translation. Yow Jaam

 Ghani Khan Nazam With English Translation. Nazam. Yaw Jaam کلام : يو جام  شاعر : عبدالغني خان ترجمه : انجينئر شمشاد خان کليات : مخ ګڼه (597) د رندې هوا نن الوځي ماښام کې واخله ډوب کړه ټول غمونه په يو جام کې څه که شوي چشتي ملنګ څه که امير شوې کور کې فرق نه وي اقا او په غلام کې تور ښکاري مرګي ثوله دي لاس نيولي خانده خانده نن بيا نشي خندا دام کې  Poetry: Ghani khan English Translation. Translation: Engr  Shamshad Khan  Debached air once again in evening, Let all the worries be drowned in one single cup of wine, What if you be a beggar or a wealthy, No difference is seen in a king or slave with in a home, The black hunter__the death,has grabbed you firmly, Let you aught laugh today, No laughter once you in decoy. #TheLegendGreatGhaniKhan ,Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.  Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022. Saud Bangash, Mumtaz Orakzai, Matiullat Turab Pashto New Poetry and Pashto Sherona 2022. Pashto Sherona 2022. New

Ghani Khan Pashto Nazam With English Translation. 2022

Ghani Khan Pashto Nazam With English Translation  Poetry:  Ghani_Khan Translation: Eng Shamshad Khan غنــی خان سر په زمکه باندې کېږدہ چې په راز پوه د اسمان شې سترګې ستورو ته کړه پورته چې په شان پوه د جهان شې لږ سر ښکته په ژړا کړه چې مزه د خندا واخلې د دنیا نه ځان راغونډ کړه چې مزه د دنیا واخلې د چېلې په ګوټګۍ کښې یو پیاله د شراب واخله خُله دې وچه په روژه کړه بیا مزه د کباب واخله لېونې زما په شان شه چې يه راز د خُداې پوې شې سر او زړه دې د ماشوم کړه لېونیه چې سړې شې Poetry:  Ghaini  Khan Let put your head on earth, So that you may  understand the secret that of sky. Raise your eyes towards  stars, To know the excellency of the world. Bow Down your head in weeping, To enjoy what a laughing is. Let you isolate yourself from the world, To know what a reality the world has. In the corner of the prayer, Let you drink a full cann, Let dry your mouth by keeping fast, Then see how tasteful the kabab? Be a mad like me, To know the secret of the universe? Let you have a heart and head that of a ch

New Year, Naway Kaal By Ghani Khan. Pashto Poetry

 New Year, Naway Kaal By Ghani Khan نوے کال غني خان  خاونده بيا سپرلۍ شو، دُنيا يو کال واړوو چا په ژړا واړوو، چا په وصال واړوو چا د نتو په شان په ساګ او دال واړوو چا د صاحب په شان د بل په مال واړوو څوک په سفر لاړل، بلخوا يۍ مال واړوو چا د جانان په سر د خاورو شال واړوو چا د ګُنګرو په شان، په شرنګا شرنګ تير کړو چا د سپوږمۍ په شان، په رنګا رنګ تير کړو او غني دا هم ربه، لکه پخوا واړوو څه يۍ په خندا واړوو، څه يۍ په ژړا واړوو Pashto Times. Ghani Khan Baba Pashto Lyrics.

Girls And Women Generalization In Khushal Khattak Pashto Poetry

  Girls And Women Generalization In Khushal Khattak Pashto Poetry. Types Of Girls In Khushal Baba Pashto Poetry. ‎خوشال خان بابا د پښتنو ښځو په هکله داسې جنرلاېزېشن کړی دی:  ‎یو بیان به درته وایم که یې اورې ‎زما دا خبرې نه دي دروغجنې ‎د غلجیو جونه سپيو سره یو ځای خوري ‎همګي واړه بد پوښې دي سپږنې ‎د شېرزادو جونه بازې د سپین غره دي ‎په شینوارو کې هم شته پکې پښنې ‎فېروزخېلې اکاخېلې د صفت دي ‎نورې زېږې خربپشې دي چینجنې ‎د مغل د پښتانه دمه پرې کېږي ‎د کوهاټ بنګښې مه شه سترګبښنې ‎په بنګښ کې بډه خېلې بدې نه دي ‎نورې واړه خودنمایه دي نیازبنې ‎د توریو د ځاځیو نجونه ښې دي ‎بلا دا چې دي له څېرمې لوړزنې ‎که ځدراڼې که وزیرې که څارنګې ‎دا خو واړه نه سړیې دي نه جنې ‎د هندکیو په حساب دي عیساخېلې ‎د سنبلو نجونه څه خو سرپېزنې ‎دولت خېلې لواڼۍ دي لویې چارې ‎نورې واړه پونده دي غوشینې ‎د شیتکو نجونه سالې پښتنې دي ‎خو په ژبه په پوشاک دي برسېرنې ‎د ابدالو نجونه واړه ګډبنې دي ‎که ترینې دي د پښین دي د ستاینې ‎د دوړو نجونه واړه لکه باغ دي ‎کشیده پکې ملیې دي د ستنې ‎د خټکو نجونه واړه غوبنې دي ‎خو یوازې اکوړخېلې