Islam and Women Rights By Asad Hassan. Pashto Blog په اسلام کې د ښځو د حقوقو په نوم یوه نه ختمیدونکې ډرامه (سریال)! لومړۍ برخه - د غرب څخه تاثر! د بل په خوله نه! که پخپلو سترګو د تاریخ پاڼې مطالعه کړئ، نو پېدا به کړئ چې په مختفلو وختونو کې د ښځو د حقوقو چغه پورته شوې ده. ددغه پورته شوې چغې ډیر مثالونه دي خو د مثال په توګه په ۱۸۴۸م کال کې چې کله په غربي نړۍ کې په رسمي بڼه د میرمنو د حقونو او ازادۍ لپآره اوازونه پورته شو، نو دغه پورته شوې اوازونه آن تر اسلامي نړۍ راورسیدل، او دا هغه وخت وو چې اسلامي امت په څلور کنجه کې د غرب تر فکري او سیاسي اغیزې لاندې په یو نه ډول راګیر شوی وو. د تاریخ په دغه حساس وخت کې داسې بریښي چې د اسلام په نوم سره واک ته د رسیدونکو اسلامي نهضتونو او سیاسي کړیو څخه خپل دیني فکر یو ډول هیر شوی وو، نو دوی هم ددغو غربي اوازونو په ځواب کې وویل چې اسلام هم ښځو ته حقونه ورکړي دي، او پدې لړ کې يې بیا د ښځو د حقوقو تر سرلیک لاندې ډیر کتابونه چاپ شول، ډیرو علماوو لیکچرونه ورکړل، سیمنارونه وشول، او له ممبرونو څخه په دغه اړه د سیاسي موخو او د خلکو د کنټرول...