Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Zarin Pareshan

Za Pa De Pa Haghe Na Yam Che Masjid Ka Buthkhana Da. Complete Lyrics

 Za Pa De Pa Haghe Na Yam Che Masjid Ka Buthkhana Da. Complete Lyrics By Zareen Pareshan. زه په دې په هغې نه یم، چې مسجد که بتخانه ده چې جانان پکې اوسیږي، هم هغه زما کعبه ده د مذهب بنیاد پرستو د انسان خونریزي بند کړئ لوي مذهب انسانیت دی، محبت لویه سجده ده چې په اور راته مخ تور کړي، بیا مې ټيټې سترګې بیایي زه به هغه جنت څه کړم، چې دوزخ یې دروازه ده ستا د حورو له دونیا نه، دلته بله دونیا هم شته لیوني ته یوه پیغله جينۍ ناسته په اسره ده شیخ چې دېرش روژې پوره کړې،نو په ږیره یې لاس راښکو دې ته نه ګوري د وږیو چم کې، هره ورځ روژه ده ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ستا اوچت اوچت بانګونه ستا اوږده اوږده لمانځونه ستا روژې او ستا حجونه ستا تسبې او ستا ذکرونه ستا په تخرک کې کتابونه ستا منبر باندې وعظونه زه منم دا هرڅه ښه دي،په دې ته جنت ته رسې ولې ماته پکې څه دي؟په دې ته جنت رسې ته هم دلته جنتي يې ته هم هلته جنتي يې هلته حورې ګل خوبانې دلته مستې شاګردانې هلته یخ شراب جامونه دلته ګرمې حلواګانې زه هم هلته دوزخي يم زه هم دلته دوزخي يم نه زه دلته جنتي يم  نه زه هلته جنتي يم د ژ