Skip to main content

Posts

Showing posts with the label My life

Bacha Bazi, Dancing Boys, Boy Playing Culture In Pashtuns of Queta,Peshawar.

Bacha Bazi, Dancing Boys, Boy Playing Culture In Pashtuns of Sibi, Queeta, Peshawar. موږ به خپل پلار ته کاکا ويل. حالانکې پښتانه اکثره پلار ته بابا وايي. خو چونکې ګډ کور وو، زموږ د مشر اکا بچيان تر موږ مشران وو نو هغه پر خپل پلار د بابا او زموږ پر پلار د کاکا او پر کشر اکا باندې د کاکو نومان ايشي وو. نو کوم وخت چې موږ د دې جوګه شو، چې نوم زده کړو، نو مشر اکا ته مو بابا ويل، پلار ته کاکا او کشر اکا ته کاکو. له دوى درې سرو سره دي څښتن شه و کړي. کاکا له موږ اولادونو او په خاصه توګه له ما سره د دوستانو په شانتې وو. ما ته به يې د خپل ماشوموالي او ځوانۍ قيصې کولې. پخواني حالات به يې راته بيانول. يوه ورځ په موټر کشې بازار ته سره روان وو، نو په تېره شپه په کلي کشې د هيجړهګانو د رقص پروګرام شوى وو. سهار چې خبر شو، نو زما او د کاکا تر منځ په دا هکله مجلس روان شو. ما ورته ويل کاکا دا اوس کومه بدبختي ده، چې زموږ په ټولنه کشې روانه ده? کاکا راته ويل زويه اوس خو بيرته شه وختونه دي، پخوا تر دېر لا زيات ظلم کېدلى. د کلي ځينې سپينژيري يې را يات کړل ويل دغه ظالامانو به له مختلفو علاقو ماشومان را اغوا کړ