Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pashto SMS

Eid Mubarak In Pashto Text. Eid Greetings In Pashto

Eid Mubarak In Pashto Text. Eid Greetings In Pashto. Eid Mubarak In Pashto Language. Pashto SMS For Eid Ul Adha Mubarak 2022 And 2023. Akhtar De Mubarak Sha Meaning In Urdu. Pashto. Akhtar De Mubarak Sha Urdu Meaning. Eid Mubarak Ho د لوى اختر د مبارکۍ پيغام ښاغلو ؛ خواخوږو او زړه ته نذدې وروڼو (السلام علیکم ورحمت اللهﷻ وبرکاتۀ)       امابعد   تاسو ته او ستاسو پتمنۍ او اسلام پاله کورنۍ ته د لوي اختر د رارسیدو په مناسبت د زړه له کومې مبارکې وایم هیله مند یم چې دا نیکمرغه اختر به د   ټول ملت او ټولي نړۍ د مسلمانانو لپاره د نېکمرغیو او خوشالو پيل او د غمونو پاي وي. الله دې وکړي چې اختر مو سوکاله، بختور او له خوشالو ډک وي درنو دوستانو او ملګرو اختر مو نیک مرغه اوبختور شه هره ورځ مو اختر او دتل لپاره مو خوشالی نصیب شـــه        په درنښـــت             Eid Mubarak In Pashto Text. Eid Greetings In Pashto. Eid Mubarak In Pashto Language. Pashto SMS For Eid Ul Adha Mubarak 2022 And 2023. اختر ده هغه چا اختر وي  چې هم یې مور وي هم ده یار په خوا کښې وینه  سلامونه نیکې هیلې احترامات ‫زما ډیرو قدرم

Akhtar, Akhtar Elan She Pashto Ghazal Poetry For Eid By Mumtaz Orakzai.

Akhtar, Akhtar Elan She Pashto Ghazal Poetry For Eid By Mumtaz Orakzai. غزل _ ممتاز اورکزے  افغانـــــــــستان نه دې روژه اعلان، اختر اعلان شي  د پښتــــــنو دې په خپل دين باندې باور اعلان شي په يو ساعــــت دې د خوښۍ او غم خبر اعلان شي نور دي اعـــــــــلان د کابل جان،د پيښور اعلان شي د مصـــــــــــــــــلحت له تقاضو نه انکار نه کوم خو د ورورولۍ اعلان دې وروره .ښه زړه ور اعلان شي زه يــــې په جار وايمه .،دا څه کفر نه دے خان جي چې ايـــــــــکي يو دې د خيبر او ماهيپر اعلان شي مــــــشرانو!! اوځنډوئ هغه ،چې ځنډ حق دے ورته خو څـــه چې زر اعلان ته اړ دي بايد زر اعلان شي اے اولـــسمشره! مونــــږ په خداے د تفاهم قايل يوو ارګ او جمـــــــــات نه دې زمونــــږه مقدر اعلان شي ملنـــــــــــګ ممتاز د بې نيــــازۍ په دماوند ولاړ دے پروا يې څه؟ که کم اعلان شي ،که کمتر اعلان شي ــــــــــــــــــــــــــــــــ ښاغلے ممتاز اورکزے ليک نېټه _ ۱۵ جون ۲۰۱۸ء Akhtar, Akhtar Elan She Pashto Ghazal Poetry For Eid By Mumtaz Orakzai. Pashto Eid SMS, Pashto Akhtar Mubaraki SMS, Akhtar Message In Pashto, Pashto

Akhtar De Mubarak Sha. Romantic Eid Mubarak Message

Akhtar De Mubarak Sha. Romantic Eid Mubarak Message. Pashto SMS For Eid Mubarak 2022, 2023. #اختر #لیک اختره څومره بختور یې پۀ تا کې کېږي د مئینو دیدنونه هېلې مړې دي، داغلی زړۀ💔 د ځنکندن پۀ حالت کې دی، یادونه دې اوس د ځوانۍ جوش ته رسیدلي، مینه خو لا هماغسې لکه د مست سیند څپې وهي.👇 سر مې سپین نظر کمېږي مینــــه لا، لا سیــوا کېږي رنګ مې الوتی، حالت مې غیر عادي دی،  بدن مې لکه د رژېدونکي ګل او د دې ټپې ښۀ انځور ګر دی: چې مړوندونو کې مې تنګ و هغه بـنګړي مـې اوس څنـګلو تـه راځینه دومره د یو بل نه لرې شوي یو چې پۀ کلونو هم یو بل سره نۀ لیدی شو او نۀ ټیلفوني📞 رابطه کولی شو، کۀ نه، پوهیږم اوس هم ډېر ارمانونه لرو، ډېرې وعدې مو کړې وې چې باید پوره کړی مو وی😷، ډېرې هېلې مو درلودې، اوس یې هم لرو او لرو به یې.😎  خو خواري، کوششونه، ارمانونه، طمعې هر څۀ مو بې ځایه معلومېږي، بد قسمتي خو ځکه ډېره ده چې پۀ اخترونو مو هم ملاقات نۀ کېږي.😭😭😭 د پاڼې پۀ ورورستۍ برخه مې ورته دا لنډۍ ولیکله رنګ مې د شنې نکریزې پاڼه بـهر تازه دننـه رنـګ پـۀ وینـو یـمه I Love and Miss You... !                           

Ghani Khan Baba Nazam. Ta Da Noor Samandarona, Za Da Khawri Yaw Zara

 Ghani Khan Baba Nazam. Ta Da Noor Samandarona, Za Da Khawri Yaw Zara Ghani Baba Nazam, Ta Da Noor Samandarona. ته    د    نور   سمندرونه زه    د    خاوری    یو    ذره دا    زما    او    ستا به څنګه شي    دوستي    او   یارانه توره شپه کې تش صحرا   کی زه    جانان      جانان   کومه نه    دلبر   نه   یې  خبر شته نه     قدم      نه    نشانه ډېر    پیران    مې     ټنګولې مذهبونه    لټولې چېرته    ټکې   رڼا   نشته بس   قيصو    پسې   قيصه   ده موټې خاورې  نه   جوړ   شوی موټې   خاورې   به   جوړېږم زه   دې   ولې   جوړولم؟ څه   حاجت   وو   د  دې ساه؟ یا  مې  سم   د  زړګي   یار کړه زه   به   ځان   درنه   قربان   کړم یا دې  ټکې   تش   ژوندون   له دې   بل   خر   ولټوه....v ته    د    نور   سمندرونه زه    د    خاوری    یو    ذره دا    زما    او    ستا به څنګه شي    دوستي    او   یارانه توره شپه کې تش صحرا   کی زه    جانان      جانان   کومه نه    دلبر   نه   یې  خبر شته نه     قدم      نه    نشانه ډېر    پیران    مې     ټنګولې مذهبونه    لټولې چېرته    ټکې   رڼا   نشته بس   قيصو    پسې   قيصه   ده مو

Sahib Shah Sabir Pashto Ghazal. Da Sarray Sook Day Che Zama

 Sahib Shah Sabir Pashto Ghazal. Da Sarray Sook Day Che Zama جې په تيارو کښې د رڼا د زړۀ خبرې کوي دا سړے څوک دے چې زما د زړۀ خبرې کوي ° اوس سړے داسې په اسانه سړے نه پېژني  خلق هوښيار شو په خطا د زړۀ خبرې کوي ° چې د رڼا او د رنګونو موسم پېژني څوک باران ته ناست دي د برېښنا د زړۀ خبرې کوي ° څوک چې د جنګ وايي د جنګ د زوره نه دي خبر دا لېوني دي د بلا د زړۀ خبرې کوي ° دا چې په مونږ او زمونږ مينه پورې ټوقې کوي دا څوک! د کم ځاے دي؟ دا د چا د زړۀ خبرې کوي ° اوس څوک رښتيا خبره هم ښکاره کولے نه شي اوس ياران يو بل ته په غلا د زړۀ خبرې کوي ° مدام سنګسار وي په صّابر غريب مې زړۀ هم وسوځي څومره ساده دے په رښتيا د زړۀ خبرې کوي  ________ صاحب شاه صّابر قامتونه قيامتونه  (۳۳،۳۴/33,34) Sahib Shah Sabir Pashto Ghazal. Da Sarray Sook Day Che Zama Da Zra Khabari Kawe. Pashto Times Pashto Poetry Of Sahib Shah Sabir. Pashto Poetry In Text For SMS. Pashto SMS Text. Pukhto Naway Sherona. Ghazal Pukhto

Muhabatuno Ta Ozgara Na Wa. Pashto Ghazal By Taj Wali Sanam

 Muhabatuno Ta Ozgara Na Wa Zama Khatono ta ozgara Na Wa 2. محبتونو ته وزګاره نۀ ده زما خطونو ته وزګاره نۀ ده د كور كارونه يې پۀ سر پراتۀ دي نورو كارونو ته وزګاره نۀ ده هغه د خان كور كې نوكره جينۍ هغه خالونو ته وزګاره نۀ ده هغه د مينې نه منكره نۀ ده خو قسمونو ته وزګاره نۀ ده هغه نكريزې ګدي د چم جونو ته خپلو لاسونو ته وزګاره نۀ ده سر کې يې ګرځي له زما خيالونه نورو خيالونو ته وزګاره نۀ ده لکه زما کوي روزګار د مينې له نفرتونو ته وزګاره نۀ ده صنمه تاته چې نامه ګل كړي ستا له رومالونو ته وزګاره نۀ ده تاج ولی صنم Pashto New Ghazal 2022 By Taj Wali Sanam. Pukhto Shayeri. Pashto Love Poetry. Tajwali Sanam Ghazal. Pukhto SMS, Pashto SMS Poetry. Pashto Times. Lyrics Of Love in Pashto 

Pashto Funny SMS, Facebook Funny Posts 2022

 Pashto Funny SMS, Facebook Funny Posts 2022 د غريبۍ پر مهال پيسه داره ملګري لايک هم نه درکوي، وايي راپام يې نشي قرض به وغواړي 😳 Why Your Friends Not Liking Your Facebook Posts