Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Dandasa

Dandasa pa Pukhto Tappo Ki. Tappay

Dandasa pa Pukhto Tappo ki. Dandasa In Pashto Tapa. Pashto Tappay 2022 by Latif Yaad  دنداسه او په پښتو لنډیو ( ټپو) کې یې یادونه --------------------------------------- دنداسه د غوزانو ( چارمغز) د ونې پوستکی دی ، ددغې ونې پوستکی ددغې دونې د ډډونو نه پرې کیږي او بیا ددغې ونې دنري پوستکي په وسيله ښځې او نجونې خپل غاښونه پاکوي او شونډې پرې سري کوي. کليوالي ښځې او نجونې د دندانسې نه دشونډو دسروکولو او دغاښو د کريم کار اخلي او څرنګه چې يو ډول حامضيت یا ا سیډیک خا صیت لري نو غاښونه ډېر ښه سپينوي . پخوا به دهغو سیمو خلکو چیرته چې د غوزانو ونې پکې شته د خپلو کليو او باڼدو نه له ځانه سره دنداسه ښارونو ته وړله او خرڅوله به یې . پښتنو ښځو به ترخه دنداسه خوښوله او علت یې داو چې په ترخې دنداسې غاښونه په سمه توګه پاکيږي او له دې سره هغه خپل رنګ هم په شونډو تر ډيره وخته پوري پاتي کوي پښتنوميرمنو او نجونو په خپلو خوشالیو، ښادیو او اختر ونو په ورځوشپو کې دنداسه کاروله خپل غاښونه به یې پرې سپینول او خپلې شونډې به یې پرې سرې کولې  نن ورځ چې دغاښونو کریمونه (toothpaste ) یازارونو او مار کیټونه ته راوتلي