Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pukhto Ghazalzar

Ghazal. Peer Muhammad Karwan Pashto Ghazal. Karwan Wraz

Ghazal. Peer Muhammad Karwan Pashto Ghazal. Karwan Wraz 30 July غزل تورې سرې او ګورم شنې زرغونې سترګې که مې لګي د وطن پر جنډې سترګې له تا جار چې په ورغوي کې دې راوړې له ما ورکې وې له ډېرې مودې سترګې تروږمۍ ده سپوږمۍ ورکه ترۍ تمه مړې دې نه شي هغه بلې ډیوې سترګې لکه نشت وم، له یو چا نه دومره هېر یم د یو چا مې نن بلها یادېدې سترګې ګام په پام اخله خوږېږې لارویه! پر دې ځمکو د نازکو پرتې سترګې که دې زده نه وي لامبو میَنه وړي دې دریابونه غورځنګونه څپې سترګې د زړه خُم ور تشوه چې عالم تږی چې نوشلې به دې ‌ډکې پیالې سترګې  د سپوږمۍ ستورو ډیوو حاجت یې نه و په دې کور کې بلېدې د ادې سترګې په جېب جېب د کایناتو کې رانجه دي په لټون یې قافلې قافلې سترګې وي تمځای به یې ردیف د رڼاګانو په غزل کې مې روانې قافیې سترګې د کاروان د زړۂ سرود په مینه اوري په محفل کې ورته ناستې لمدې سترګې Discover More Pashto Sherona – The Soul of Pashto Poetry If you are searching for  Pashto Sherona  (Pashto poetry), you are in the right place. At  Khatirnama , we bring you a beautiful collection of  Pash...