Pashto Tapay 2022. Lyrics Of Pashto Tappay 2022. Trending Now زه دَ بې ننګو یاري نکړم په غېرتي ملګرو سر قربانه ومه د ښکلو، ښکلو حساب بیل دی خو دا بدرنګ وړکي مې ورونو پۀ شان دینۀ مرګی خو ښه دي پرده پوښ دي بده نېستي ده غيرتونه شرموينه زما په غېږ کې به عادت سې بیا به خوبونه په بخملو نه درځینه #ټپه یار خو مې شته بې یاره نۀ یم د مازیګر په لوبو ورک دی رابه شینه #ټپه کۀ په ژړا نصيب ښه کيږي زه به لمن د اوښکو ډکه ګرځومه په نيمه شپه مرور لاړې دغه زياتۍ به دي تر عمره يادومه لیلا زړه شوه زور یی کم شو له منگو پریوته کوزی راډکوینه چې ددیدن د برخو ویش وء زه دتقدیر په زولنو تړلې ومه سختې ښېرې مې درته وکړې که پنځه ورځې ژوند لرې څلور به شینه 💔 په خړ کمیس کښی ګناه نشته ګناه جلکۍ کې ده چې ړنګه بنګه ځینه شوخي🙏 په شپاړسمه روژه راشه🚶♀️ ما به روژه د پیغلتوب خوړلی وینه که د زلمو نه پوره نه شوه ګرانه وطنه جینکۍ به دې ګټينه د سر زورۍ انجام د ولید د لښکر مخکې مخکې تلي کونډه د کړمه منګي کې موری اوبه نشته زه د اوبو لپاره کوز ګودر له ځمه مسافرۍ خوړلیه یاره پیزار اوباسه چ...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.