Man Without Brain. Carlos Rodriguez, The Man Living Without Brain. Pashto Blog هغه سړی چې ماغزه نه لري (نه منل کېدونکی واقعېت) آېا پرته له مغزو څخه ژوند کول ممکن دي ؟ پوهان خو لا څه کوې چې دې پوښتنې ته به د ېو بې تعليمه کس ځواب هم منفي وي خو په ژوند کې کله ناکله داسې پېښې رامېنځ ته کېږي چې ډېرې مهمې علمي نظرېې او ادعا ګانې هم تر پوښتنې لاندې راولي او پوهان مجبوروي چې خپل سرونه وګروي کارلوس رودريګېس (Carlos Rodriguez) هغه سړی دی چې د مغزو د رول په باب ليکل شوي ټول کتابونه او ادعا ګانې ېې د شک سره مخ کړي دي کارلوس په څوارلس کلنۍ کې هغه وخت سخت ژوبل شو چې موټر ېې سخت ټکر وکړ ( البته موټر ېې تښتولی و ) او دی د موټر مخکينۍ شيشي سره تر لګېدو وروسته په ډېر زور بهر ته ګوزار شو . سر ېې په ډېر قوت پر سړک ولګېد او کوپړۍ ېې ماته شوه . که څه هم ډاکټرانو د هغه رغېدلو ته هېڅ تمه نه درلوده خو بېا ېې هم عملېات تر سره کړل او په دې ترڅ کې مجبور شول چې د سر کوپړۍ نيمه برخه ېې سره له مغزو - ورڅخه غوڅه کړ د هغه درملنې په رسمي طبي راپور کې ليکل شوي وو چې که چېرته فرضا...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.