Sher Shah Suri. A Pashtun Reformer who Rulled India for Five Years. نن د پښتون پاچا شېرشاه سوري د مړيني۴۷۹ تلين دئ. فريد خان له نن څخه څلور پېړۍ وړاندي په هند کي يو ځواکمن افغان واکمن وو چي د هند پر لويه وچه يې خپله واکمني چلوله، هغه د یوه پړانګ په وژلو سره د بهار د پاچا ژوند ژغورلو وروسته د "شیرخان/وروسته شېرشاه" لقب تر لاسه کړ. هغه ٤٧۹کاله وړاندي په همدې ورځ ماپښین قضا د کالنجر د کلا په یوه برج کي د باروتو په ګودام کي د چاودني پر مهال ومړ. د هغه نيکه ابراهيم خان سور او پلار حسن خان له روه (پښتونخوا) څخه هندوستان ته مهاجر سول او د افغانانو د لودي په واکمنۍ کي يې دنده ترسره کړه. شېرشاه سوري ته د هند خلکو د سلطان العادل لقب ورکړی او هغه یوازنی پښتون وو چي په مرګ یې د هند لوی واړه او د هر مذهب خلکو ژړل. _________________________________ په هندوستان کي د افغانانو د واک او حکومت په اړه خورا لږ څه ليکل سوی دي، که وي هم اکثره يې د جنګو او شخړو په اړه دي. د هغوي د بریاوو، غوره تدبیرونو، حکمت، عدالت، علم پرورۍ، حکومتولۍ، ناکاميو او نور تاریخ سم نه دی لیکل سوی. که وي هم زموږ تر...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.