Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Aleem Gul Sahar

Ta Ba Garze Hase Khuklay Za Ba Marh Yam. Khatir Afridi Pashto Ghazal. Lyrics

Ta Ba Garze Hase Khuklay Za Ba Marh Yam. Khatir Afridi Pashto Ghazal. Lyrics Of Khatir Afridi Pashto Ghazal. Singer Takkar ته به ګرځې داسې ښکلی زه به مړ يم چې مې اوس وای لږ ليدلی زه به مړ يم جنازه چې مې د کوره ګور ته واخلي ته به نه يې راوتلی زه به مړ يم خړې خاورې به په ما باندې انبار شي هر سړی به درومي غلی زه به مړ يم زه به هیر شمه قرارې مرګي ورک شه سره خاندي به ټول کلی زه به مړ يم بې له مانه ما څوک نه درځنې غواړي ما خپل ځان درته بخښلی زه به مړ يم چې په ډېرو شپو مې هیر نکړې جانانه دا ستا یاد مې ډېر ساتلی زه به مړ يم زه د یار د دره بې له خپله ياره بل چا نه يم راشړلی زه به مړ يم په دا تور سترګو کله کله ګوره جوړ په ما د خاورو څلی زه به مړ يم چې په قبر مې تیرېږې خدای لپاره لږ شه ما ته پښه نيولی زه به مړ يم بيا لږ راشه په خندا شه چې ښايسته ش چې مزار مې شي مښلی زه به مړ يم که نور هيڅ نه وي چې ما لره رادرومې خړ خيبر خو دې ليدلی زه به مړ يم د کاکل په ختہ بند د مخ کتاب کړه ما خاطر په تا سپارلی زه به مړ يم (ارواښاد خاطر اپريدي) Ta Ba Garze Hase Khuklay Za Ba Marh Yam. Khatir Afridi Pashto Ghazal

Poem For Pashto Poet Sadiq Jarrak by Aleem Gul Sahar

 Poem For Pashto Poet Sadiq Jarrak by Aleem Gul Sahar. Pashto Poetry صادق انسان ژړک صاحب ته مه ځه مه ځه زما زړه درسره ځي ژوند کې پاتې لږ خواږه درسره ځي دا کرکجن زړونه به مینځو بیا په څه شي په اخلاص وللې اوبه درسره ځي ګوره پاتې شه لا ډیر کارونه پاتې لا ویښ  نه دي، دا ویده درسره ځي د څیرو او د جرګو وریغ یې الوتی رنګ او خوند د پښتانه در سره ځي تروږمۍ ده له موږ لار د وتو ورکه شول بی رنګ ستوري رڼه درسره ځي ١/ ١٠/ ١٤٠٠ انځور د استاد صادق ژړک د ناروغي د وخت دی چې زموږ ښه انځورګر رفیع الله رسولي کښلی۔