Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pashtunistan

Radio Kabul Pukhtunistan Show Producer Abdul Manan Dardmand.

Radio Kabul Pukhtunistan Show Producer Abdul Manan Dardmand. By Irfan Dardmand Abdul Manan Dardmand Of Charmang Bajaur.  د نن نه دوه دېرش کلونه وړاندې هم په ننۍ ورځ په يوويشتمه جولايي کال 1990 کې زما نيکه عبدالمنان دردمند وفات شوی و او په دوويشتمه د جولايي رحمان بابا هديره پېښور کې خاورو ته وسپارل شو غواړم چې د هغوی لنډه پېژندګلو درسره وکړم ارواښاد عبدالمنان دردمند په کال ۱۹۱۳ کې باجوړ چهارمنګ سېدا شاه نومې کلي کې پېدا شوی و د پلار نوم يې مولوي سيد احمد و. دردمند صېب د مور په غېږ کې و چې پلار يې مړ شو مور يې کونډه او دردمند صېب يتيم شو د خپلو زدکړو په اړه دردمند صېب داسې ليکي  سبق مې لومړی د غازي پښتون په مدرسه کې چې د بابړې د مشهور ملا صېب په زمانه کې په سېدا شاه زمونږ په کلي کې جوړه شوې وه او هلکانو او حتی ځينې نجونو په کې ګډون درلود او د لويو علماؤ او پوهانو له خوا اداره کېده او د پخواني هند مهاجرينو او مجاهدو استاذانو له خوا درس ورکول کېدۀ ابتدائي علوم مې پکې لوستلي دي مګر وروسته بيا دغه مدرسه د مالي کمزورتيا په وجه د بابړې د ملا صاحب د وفات څخه وروسته لغوه شوه بيا مې په خصوصي ډول