Skip to main content

Posts

Showing posts with the label IPL

Rashid Khan, Afghan Cricketer in Lucknow Team and Pashtun Hujra

 Rashid Khan, IPL, Pashtuns, Lucknow CricketTeam and Pashtun Hujra in India.  دا به ډير خوندور وي چې راشدخان په راتلونکي آي پي ايل کې د لکنو لوبډلې لخوا واخيستل شي! يو خو هلته د مسلمانانو شمير بيخي ډير دی او بله دا چې هلته له آره پښتانه خلک هم ډير دي چې تر اوسه يې کيسې کيږي او ډير د درنښت وړ ګڼل کيږي! او خوندوره يې دا چې هلته اوس هم ځينې خانان د حجرو سيستم لري او په فخر او ناز ځان پښتنو ته منسوب هم ګڼي! د کرکټ په برخه کې يې تر ټولو غوره دا چې نسبت نورو ښارونو ته په لکناو کې د راشدخان ډير زيات مينه وال شتون لري او د هغې راز په دې کې دی چې دوي په راشدخان د يوه غوره لوبغاړي ترڅنګ د يوه پښتون په توګه هم فخر کوي او خپل يې ګڼي! دا انځور مې د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۱۷مه نېټه د لکناو په ښار کې اخيستی؛ چيرته چې د افغانستان او ويسټ انډيز تر منځ د لکناو په نړيوال لوبغالي کې سيالۍ وې او ددې ښار ځوانان کتار کتار د راشدخان ليدو او لوبې کتو ته را روان ول. دا هغه مهال وو چې راشدخان له حيدرآباد لوبډلې سره لوبيده او که چيرته دا خلک او هلته ميشت ځوانان دا خبر واوري چې نور به راشدخان د نړۍ تر ټولو سترتجارتي