Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Gulzar Alam Songs

Ta Ba Garze Hase Khuklay Za Ba Marh Yam. Khatir Afridi Pashto Ghazal. Lyrics

Ta Ba Garze Hase Khuklay Za Ba Marh Yam. Khatir Afridi Pashto Ghazal. Lyrics Of Khatir Afridi Pashto Ghazal. Singer Takkar ته به ګرځې داسې ښکلی زه به مړ يم چې مې اوس وای لږ ليدلی زه به مړ يم جنازه چې مې د کوره ګور ته واخلي ته به نه يې راوتلی زه به مړ يم خړې خاورې به په ما باندې انبار شي هر سړی به درومي غلی زه به مړ يم زه به هیر شمه قرارې مرګي ورک شه سره خاندي به ټول کلی زه به مړ يم بې له مانه ما څوک نه درځنې غواړي ما خپل ځان درته بخښلی زه به مړ يم چې په ډېرو شپو مې هیر نکړې جانانه دا ستا یاد مې ډېر ساتلی زه به مړ يم زه د یار د دره بې له خپله ياره بل چا نه يم راشړلی زه به مړ يم په دا تور سترګو کله کله ګوره جوړ په ما د خاورو څلی زه به مړ يم چې په قبر مې تیرېږې خدای لپاره لږ شه ما ته پښه نيولی زه به مړ يم بيا لږ راشه په خندا شه چې ښايسته ش چې مزار مې شي مښلی زه به مړ يم که نور هيڅ نه وي چې ما لره رادرومې خړ خيبر خو دې ليدلی زه به مړ يم د کاکل په ختہ بند د مخ کتاب کړه ما خاطر په تا سپارلی زه به مړ يم (ارواښاد خاطر اپريدي) Ta Ba Garze Hase Khuklay Za Ba Marh Yam. Khatir Afridi Pashto Ghazal

Ghani Khan Baba Nazam. Stargo Da Janan Ki Zama Khkuli Jehanona Di

Ghani Khan Baba Nazam. Stargo Da Janan Ki Zama Khkuli Jehanona Di Explained. د غنی لټون لیک    -          محمد یوسف بونېرې                    مقیم کولالمپور ملایشیا                              دعا  سترګو د جانان کښې زما ښکلی جهانونه دی  وا دې  خله  دنیا  زه  وږے ستا د دنيا نه يم  تشریح             غنی خان په دې نظم کښې انسان ته د دعا د غوښتلو هنر او هدف تعلیموی او الله ته لاس په دعا دې او وائی ورته چې اې زما جانانه !!،خلق په دعا کښې ستا نه هر هغه څه غواړی کوم چې د دې دنیا او د هغې دنیا سره متعلق دی  یعنی دنیا او جنت .. خو زما د پاره دا جهانونه هیڅ حېثیت او اهمیت نه لری ولې چې زما په نیز ستا مینه د هر څه نه زیاته قیمتی ده او زه غواړم چې ته ما ته د مینې په سترګو کتل شروع کړې او ته بنده ته هله د مینې په نظر کاته کوې کله چې بنده د خپلو خواهشاتو حصارونه مات کړی او راوئې غورځوی کومې ته چې د دنیا مینه وائیل شی نو اې زما ربه ستا د مینې په خاطر ما دنیا د زړه نه او د لاسونو نه اوغورځوله ولې چې زه ستا د مینې وږې یم او ستا د دنیا وږې نه یم  ګوره د فقیر کچکول کښې تاج د سکندر دے پروت  زه  يم  د  سخ

Poverty, Hunger And Children. Two Lines Pashto Poetry. Ajmal Khattak

 Poverty, Hunger And Children. Two Lines Pashto Poetry. Ajmal Khattak ستا د جنت لۀ نعمتونو نه زار زۀ درته وږي پۀ جهان ژاړم ستا د دوزخ لۀ لړمانو توبه! زۀ درته دا لړمانان ژاړم اجمل خټک Poetry In Roman Pashto. Pashto Poem. Sta Da Janat Da Nematono Na Zar Za Darta Wagi Pa Jehan Jarrama Sta Da Dozakh Da Larramano topa Za darta Da Larraman Jarrama. Poet. Ajmal Khattak Baba Poem. Da Loyo Loyo Qudratuno Raba Pashto Singer. Gulzar Alam Pashto Poetry Book. Da Ghairat Chagha. Poverty, Hunger And Children. Two Lines Pashto Poetry. Ajmal Khattak

A Shaheeda, A Ashiqa, A Bacheya Da Mansoor

 A Shaheeda, A Ashiqa, A Bacheya Da Mansoor. Poet. Ghani Khan Baba Poem Nazam. Shaheed نظم: شهید اواز: معیز مهمند Moez Mohmand  انځورګری: تراب مهمند Imam Hussain Turab  اے شهیده ! اے عاشقه ! اے بچیه د منصور په خندا جانان له لاړی ،ډوب دریاب کښ شوی د نور نادانان درپسی ژاړی، ماشومان درته مجنون وایی لیونی درته پسخیږی اے ایری د کوه طور ننګیاله سر دی ورکړو د یار ښپو کښ دی لوګے کۀ اوس یی ګوره مسکۍ سترګی، ښکلی ډکی د غرور ما راوړی تاله نه دی د سرو ګلو امیلونه د جنت بلبلان څه کړی د دنیا د باغ ګلونه  تا کړی خپلی سترګی خاوری چی زما پری شی روښانه تا قیصه زما د درد، بره یوړه تر اسمانه ستا د وینی څاڅکے څاڅکے چی تا تویی کړه د ارمانه ماته سری ډیوی بلیږی په کوڅه کښ د جانان د دنیا تاجونه ځار شه ستا د بخته ستا د شانه د لیلی په زنګون پروت یی د مجنون څیری ګریوانه ما راوړی تاله ندی د رامبیلو امیلونه د جنت بلبلان څه کړی د دنیا د باغ ګلونه غنی خان بابا Poet. Ghani Khan Baba Poem Nazam. Shaheed Awaz, Vocalist, Singer. Moeez Momand. Painting By Imam Hussain Turab 

Gulzar Alam Pashto Ghazal Song Lyrics

 Pashto Song. Khuday Zda Lyrics. Shams Ul Qamar Andesh Singer. Gulzar Alam پښتو غزل خدایزده کوم پړاو کې د ارمان یمه  ستا د یاد په دوړو کې روان یمه  ستا د محبت د جنون دشته کې  ګله نه د ځان او نه په ځان یمه  ښار دی لکه کنګل سمندر ویده  دې د خاموشۍ شور ته حیران یمه مینه هسې هم د ګټې کور نه و  زه د خپل احساس په سر تاوان یمه  هلته به جوټې د ناز په ټال خورمه  دلته زه د ژبې اوېزان یمه  دومره که مې وپېژنې ښه به وي  زه د برګ د څانګې ثناخوان یمه  اې د امیدونو د سپرلو راڼۍ  ستا د تصور په ځمکه خان یمه  شاعر : اندېش شمس القمر سندرغاړی : ګلزار عالم صیب

Da Loyo Loyo Qudratono Raba. Lyrics Of Ajmal Khattak Nazam

Da Loyo Loyo Qudratono Raba. Lyrics Of Ajmal Khattak Nazam. Poem. Da Loyo Loyo Qudrato Raba. Faryad. Poet. Ajmal Khattak Baba, Singer. Gulzar Alam  اجمل خٹک بابا                    نظم فرياد د لويو لويو قدرتونو ربه                             يو تمنا د اوريدی شی کنه                  ستا د سکڼي سكڼي ماخامه لوګي                    دا چه د زړه لوګي  ليدی شي کنه                        ستا د سيلی او توفانونو په مخ                         يو اصويلي دي درلګل غواړم              ستا د چپو چپو سيندونو په مخ                              ليما راډاک شو سسوال یی غواړم              هسې نه چن د حولی وستل کفر شي                     هسي نه ته تا جړيدال هم کفر شي                       ستا د جنت د نعمتنو نه ځار               ځو درتا وګی په جهان جاړم                ستا د دوزخ د لړمانو توبه ځ                     ځو درتا د لړمانان جاړم                    دلته د خيټې دوزخ تش ګرزاوو                    الته کښې ستا د دوزخونو خوارک                   دلته د دغه قصابانو خوارک                       الته د هغه خامار

Where is Pashto Singer Shakila Naaz now a days???

Shakila Naaz, Pashto Singer Shakila Naaz Reentry In Pashto Music. Shakila naz, Famous Pashto Singer has not sung since last 28 years but she is still loving Pashto Music and she may sing again for her lovers and fans. Shakila naaz has been famous beautiful and melodious vocalist and singer in 80s and 90s ruling Pashto music industry with her fine tuned songs and best selection of Pashto poetry.  In a recent interview with VOA Pashto Shakila Naaz said that Rumors about her death, abduction are false , she is live, safe and having a peaceful family life.  Shakila Naaz Recent Interview with VOA Pahsto is linked Here  Shakila naaz said that she was associated with Pashtun nationalist politics and she thinks that she did well to contribute to Pashtun nationalist politics even then when she was in Pashto music industry.  But she is not satisfied with Pashtun leaders and Parties and thinks that they are doing well for Pashtun .  Though she is optimistic about PTM ( Pashtun T