Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Lecturer

Daulat Lawanri. Who Was Father Of Daulat Lohani? Roshni Tehrik

Daulat Lawanri. Who Was Father Of Daulat Lohani? Roshni Tehrik. Father Name Of Daulat Lohani. په ۲ جون باندې د کمېشن پښتو ليکچرار ټسټ کښې يو سوال راغلے وۀ چې" د دولت لواڼي د پلار نوم څۀ وۀ؟ اپشن کښې "دادو" ټيک وۀ خو ځينې ملګرو پۀ فېسبوک کښې پوسټونه کړې وو چې "دادو" دوي نه غلطي شوې ده"داؤد" صحيح دے،، د دې سپيناوي کښې مې دا ليکښل مناسب وګڼل،،،،، ===================================== ليک:- بصير پښتون بايزيد انصاري چې کومه ډله پېدا کړې وه هغه د روښانيانو په نوم ياديږي، په دغه روښانيانو کښې يو نوم د دولت لواڼي هم دے،،يارمحمد مغموم صاحب ليکي:-      "دولت د پښتو ادب په تاريخ کښې د شېخ دولت په نوم ياد شوے دے- دے د پښتو د لواڼي يا لوهاني قبيلي سره ياد شوے دے "(۱) د دولت د دې شعر نه دا څرګندېږي چې دے حسن خېل لواڼي دے:-             "اے دولته روښاني            حسن خېله نوحاني"(۲) يار محمد مغموم دا شعر داسې نقل کوي:-                           "اے شېخ دولته روښاني                            حسن خېله لوهاني"(۳) عپدالاکبر خان اکبر ليکي:-

MCQs Of Pashto Lecturer And Subject Specialist By KPPSC 2022.

MCQs Of Pashto Lecturer And Subject Specialist By KPPSC 2022. By Dr. Sohail Khan د‌ا د پښتو اېس اېس او ليکچررشپ امتحان ۲ جون ۲۰۲۲ سوالونه وو ـ دنيا چرته ورسيده او پښتانه اديبان؟ د تعليم په ژبه کښې او د بلوم ټيکسانومي په دليل دا د ټولو اخيرنۍ کيټګري يعني " معلوماتي" سوالونه دي ـ او په پرچه کښې به د لسو فيصدو نه زياتي معلوماتي سوالونه نه وي ـ په دې پرچه کښې سل په سل معلوماتي سوالونه دي ـ د خوشحال خان خټک د پلار څه نوم دې ؟ که چرې دا چاله نه ورځي نو هغه ګنې د پښتو ليکچرر نه شي جوړيدې ـ اوس د لسم جماعت سوالونه هم conceptual learning  ته بدل شوې دي دلته مونږ ليکچران په دې اخلو چې د فلانکي کتاب ليکوال څوک دې ؟؟؟؟ ۱) شمائل نامه چا ليکلې ده ۲)پښتو ګرائم ليکونکے څوک دے ۳)د خوشحال او اقبال ليکونکے څوک دے  ۴)د‌سکند‌ر خان ديوان مرتب کونکے څوک دے ۵)د مراه المحققين کتاب د چا دے ۶)برنده افسانه خاموشي  ۷)ځول او مشالونه د چا دے ۸) مشالونه د چا کتاب دے ۹)د کاظم خان شيدا د پلار څه نوم دے ۱۰) په عرفان د محمد کتاب د چا دے ۱۱) د خيام رباعيانې چا ترجمه کړي دي ۱۲) سيد تقويم الحق کاکا خېل د وفات نېټه