The Tragedy Of Kabul By Diya Singh Anjan Of All India Radio کله چي مجاهدين کابل ته راننوتل، يوه ورځ زه په خپل دکان کي وم، مازديګر شو، د دکان دروازه مي وتړله له تړلو سره سم د مجاهدینو يوه ډله چي په نظار شورا پوري تړلې وه راته ودرېده د دکان کلي ګاني يې په زور راڅخه واخيستلې د دکان ټول شته يې زما په مخ کي چور او له ځانه سره يووړل او زه يې په وهلو ټکولو له هغه ځايه ليري کړم په ښار کي جګړه وه، په خپل موټر کي د قلعه فتح الله په لوري روان شوم، کله چي شېرعلي خان واټ د صدارت څلور لاري ته ورسېدم يوه ډله وسله وال مي مخي ته شنه شول، ساعت، لاسبند او پيسې يې راڅخه يووړې۔۔۔۔ يوه راته وويل مسلمان مجاهدين پياده ګرځي او تاسي په موټرو کي چکري وهی له موټره ښکته شه۔۔۔ دياسينګ کابل کي خپل کور خرڅ کړ او د پېښور له لاري لاهور او بيا هند ته لاړ. دياسينګ انجان اصلا د پکتيا ولايت اوسېدونکی دی، اوس په آل انډيا راډیو کي کار کوي ” د کابل لويه تراژيدي“ ليکوال: علم ګل سحر A Sikh From Paktia Afghanistan Now Working In All India Radio Pashto Service Diya Singh Anjaan Recalls his last days In Kabul after Najibullah
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.