Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Mubarak

Akhtar, Lafz Akhtar, Pashto Word Akhtar, Tarekh And Meaning.

Akhtar, Lafz Akhtar, Pashto Word Akhtar, Tarekh And Meaning. اختر Pashto Word Akhtar Explained. Eid Or Akhtar. Eid Mubarak Or Akhtar Mubarak. لفظ اختر د يختر نه جوړ شوې او يختر د يخ تېر نه جوړ شوې.يخ مطلب يخنى يا ژمې او تېر معنى تېرېدل مطلب چې کله يخنى تېره شى او سپرلې په راتلو شى نو دې ته به پښتنو اختر وئيلو چې عموماً په 20 21 مارچ راځي چې د نوروز ورځ وي دنيا بنيادى طور په دوه قامونو ويشلې شوې عبرانى قامونه او آرين قامونه. د آريائي قامونو په زمکه به يخنى ډېره وه نو دوى به د يخنۍ نه په عذاب وو هم دا وجه وه چې دوى به په څه نا څه شکل کښې د اور عبادت کوو او د دوى په جنت کښې هم اور بلېږى او په دوزخ کښې ئې يخې والې بهېږي ، يخې هواګانې پکښې چلېږى واورې دى پکښې او وائي چې نېک عمله خلک به د ابدى اور حصه جوړېږى او بدعمله به د دوزخ په يخو هواګانو کښې د يخنۍ نه مړه شى دا خبرې عين د دوى د جغرافيائي حالاتو مطابق وې او د عربى مذاهبو د تصوراتو بالکل اولټه وې ځکه په عربى جنت کښې يخې والې بهېږى خو په دوزخ کښې ئې اور بلېږى  پښتانه عبرانى نه بلکه د آريائي قامونو نه دى هم دا وجه ده چې د يخنۍ په تېرېدو او