ارياي فلسفه
لرغوني اريانه سماج کې د ارياو فلسفيانه اندونه په ټوله مغربي او اسياي نړۍ کې کم و زيات يو بنياد او يو رنګ لرلواو ارين سماج خپل فلسفيانه فکر د قدرت د شان او طاقتونو سره تړلے وو۔ کله چې ستر کورس Cyrus the great يونان سوبه کړو او د هغه خلکو عبادت يې اوليدلو نو په خندا شو ولې چې د يونان خلکو د قدرت د مظاهرو په ځاے د مقدسو انځورو او بتانو عبادت کولو۔ د ستر کورس دپاره دا د حيرت خبره په دې وجه وه چې ارين سماج کې به خلکو د قدرت د مظاهرو لکه نمر سپوږمۍ عبادت کولو او دغه قدرتي مظاهرو ته به يې د اسونو او نورو ځناورو قربانۍ وړاندې کولې ۔
د سترکوس نه پس مرکزي اسيا کې د ارين سماج فلسفيانه اندونو چورلک اوخوړو او دغه خيالاتو ته د زرتشتي مذهب په رنګ يو منظمه بڼه ورکړے شوه ۔ څنګه چې ارين سماج جهان کې د ټولو نه اول تهذيب ته رسېدلے وو او جدا جدا کسبونه يې رامينځته کړي وو نو هم دغسې دا په دې دنيا کې اولنے خلک وو چا چې د يو خداے تصور وړاندې کړے وو او ورسره يې د اخلاقياتو، نېکۍ او بدۍ او خداے او شيطان تفصيلات راوړي وو۔
زردشتي مذهب او دغه مذهبي خيالاتو مرکزي اسيا کې فلسفيانه اندونه په بل مخ واړول او دې سره د ارياي سماج فلسفيانه غوړېدنه (ارتقا) اودرېده او مطلق شکل يې اختيار کړو۔ اسلامي انقلاب د دغه فلسفې اختتام او فکري جمود stagnation اغاز وو۔
هندي ارياو خپل فلسفيانه فکرونه روان اوساتل او د مطلق نه يې قطعآ ډډه اوکړه ۔ نن هم د پخوا غوندې د هندي ارياو او هندي ارياي فلسفې مخه پرانستې ده او حرکت پذير ده ۔
Pashto Times
Philosophy of Arya
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.