Abid Malang Pashto Ghazal.
ويخ يمه خوب نۀ وي آرام نۀ کيږي
ياد سره دې بلکل ناکام نۀ کيږي
دلته چاته مۀ وايه چي خوښ مې يې
دلته د جذبو احترام نۀ کيږي
کومې بدبختۍ د اولس وژاړم
کومه تجربه مې پۀ قام نۀ کيږي
سيده يم صفا صفا غږېږَمه
مانه د هيندوانو رام رام نۀ کيږي
اوس حالات خراب دي ښۀ وختي راځم
اوس رانه شوخي پۀ ماښام نۀ کيږي
هله به ښاغلے شم چې مړشومه
داسې خو د چا راته فام نۀ کيږي
ستا له وجې ستا د لېوني عابد
څنګه به قيصې د بدنام نۀ کيږي
New Pashto Poetry By Abid Malang Dir Maidan.
Pashto Times Poetry Lines. Pashto Lyrics and Pashto Vibes. Lyrics of Abid Malang 202 Ghazal.
Pukhto Shayeri aw Ghazal Lines by Abid Malang.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.