Life and Work of Classic Pashto Poet Akbar Zamindawri.
Akbar Zamindawri. Classic Pashto Poet Bio And Work
اکبر زمینداوری
دغه د پښتو ادب له نوم ورکو شاعرانو څخه دی چې دده تر څنګ دده اثار هم ورک دي او یوازې یو څو پاڼې دده له اثارو موندل شوې دي چې دغه نوم ورکی شاعر د هغه په مرسته سره پیژندلی شو
لکه تاسو چې ټولو ته ښکاره ده زموږ هیواد ډیر معروف ځایونه لري او د ډیر عمر درلودونکي دي چې زموږ د وطن یو معروف ځای زمینداور دی چې اکبر د هغه ځای دی.
دغه شاعر هم د مغلو د دورې په ابتدا کې ژوند وو او د هغو شاعرانو له مخکښانو څخه دی چې دوی په خپلو اشعارو کې د مغلو له تاړاکه شکوې کړې دي یا یې د هغو مظالم لیدلي دي او هغه یې یاد کړي دي .
د مغلو لوتمر هسې په اور وسوم
چې به هیر په دې ماتم زمینداور کړم
له دې بیته ښکاري چې دی د ګوډ تیمور معصر دی، ځکه چې (تمر) د تیمور قدیمه املاء ده او دې پاچاله (۸۰۷ـ ۷۷۱هـ) پورې سلطنت کړی دی نو د اکبر د ژوند عصر هم په دغو کلو کې د ۷۸۰ هـ حدود ټاکلای شو ځکه چې امیر تیمور په ۸۰۰ هـ د افغانستان نور ځایونه فتح کړل او له کابله یې د هند خواته حرکت وکړ
د اکبر شاعري
د اکبر ډیر لږ اشعار د زمانې له تاړاک او انقلابه ساتلي پاتې دي، فقط له څو زړو پاڼو څځه موږ یقین کولای شو چې دی د دیوان خاوند وو او په شعر کې یې غزل او مثنوي موږ ته پاتې دي .
اکبر که څه هم په عروضي ډول لکه فارسي غزلیات ویلي دي. خو په وطني وزن هم دده د شعر یو څو نمونې شته او دده دغه مخصوص ډول پښتو اشعار او نور عروضي غزلیاتو دواړه سلیس او خواږه دي، په دې مثنوي کې اکبر د مینې د دنیا ډیر نازک حالونه او احساسات تصویر کړي دي.
زه عاشق یم یار هم نیز
نور څه نه لرو تمیز
یو پر بله عاشقان یو
په دغه مثنوي کې اکبر د عشق او مینې هغه نازک او خوندور حالونه تصویر کړي دي چې عاشق او معشوق دواړه یو له بله سره غواړي یوه د انجذاب او اتلاف قوه په ټولو کایناتو کې ساري ده چې هغه عرفا، عشق بولي او نور پوهان یې د جاذبې په نامه یادوي .
د کایناتو په اتومي ذراتو کې چې عالم ځنې جوړیږي یوه قوه پرته ده چې تل د دوی سره نښلوي ، دغه قوه په انساني افرادو او بیا په اجتماعیاتو کې هم تاثیر لري ، عرفا له دغه تجانس او مجاذبې څځه چې ((عشق)) یې بولي دا نتیجه اخلي چې بدن او مواد خو په مادي دنیا کې یو له بله علاقه سره لري او یوه بله غواړي مګر د انسان روح یوه بل تر مادي لوړ مرجع ته میل کوي ولې چې دا ((روح)) په ابتدا کې هم له هغې خوا راغلی دی
مولانا بلخي څه ښه ویلي دي او کټ مټ دغه د اکبر د مثنوي موضوع ده چې په دې بیتونو کې راغلې ده خو دونې شوي دي چې اکبر په یوه مادي رنګ کې دغه مثنوي کې ځای پر ځای کړي
هیچ عاشق خود نباشد وصل جو
که نه معشوقش بود جویای او
لیک عشق عاشقان تن زه کند
عشق معشوقان خوش و فربه کند
اکبر په خپله مثنوي دا خبره چې عشق په حقیت کې معاشقه او جذب یوه مجاذبه ده په ښه ډول ادا کړې ده او د مولانا سره همنوا شوی دی چې وايي :
زه چې ژاړم مراد مې دا دی
چې اشنا له ما جلا دی
ځکه چې مولانا هم ژړا په (( بشنو از نی چون حکایت میکند// از جدایي ها شکایت میکند))
تعبیر کړې ده
د اکبر له حیاته او احواله موږ نه یو خبر خو فقط له یو څو اشعارو څخه دده د فکر ډول معلومیږي او ښکاري چې د خپل عصر په ادب پوه سړی و او هغه ادبي تمایلات او اذواق چې دده په عصر کې وو ده ته ښکاره شوي وو او په عین دغو ادبي جریاناتو کې ده مخصوصا د پښتنو شاعرانو روحي میلان او ذوق هم ساتلی و چې دده له دغې خورا مستې پښتو بدلې څخه ښکاري
زه چې په مینه معشوقو د بنګړو شرنګ لره ځم
زه د هجران د بیلتانه د تورو جنګ لره ځم
زه اپوته یم په هجران سره قرار نه لرم
هجر مې اوږد شو د وصال د امید کار نه لرم
بیلتونپه خوله راکړې څاپېړې زه لا عار نه لرم
وام د معشوق پر سینه پروت زه تور لونګ لره ځم
ماخذونه:
۱ـ آریانا دایرة المعارف انلاین ویکوپیډیا( د شاعرانو ژوند لیکونه)
۲ـ حبیبي، عبدالحی، د پښتو ادبیاتو لومړی او دوهم ټوک، دانش خپرندویه ټولنه،۱۳۸۴
Pashto Times Who Is Who In Pashto. Pashto Biography of Classic Poet. Who was Akbar Zamindawri. Latest Pukhto Adab. Learn Pashto Online. Life and Work of Classic Pashto Poet Akbar Zamindawri.
Akbar Zamindawri. Classic Pashto Poet Bio And Work
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.