Da Khapero Shehzadgai.
Ghani khan Da Ghani Latoon.
د ښاپیرو شهزادګی
د سرو زرو محل کښی یو تخت وو د لالونو
اوچت د غرہ په سر وو یو کمال د کمالونو
چاپیرہ تری خندا وہ او مستی او مشغولا وہ
ګلونه وو، سرونه وو، رنګونه وو، رڼا وہ
او ناسته دی محل کښی ښاپیری د شهزادګو وہ
چی جوړہ له خوبونو ښائسته نری نری وہ
ما وی ای د جنت بی بی زہ ستا د در ملنګ یمه
ډیر تنګ د دی جهانه د غمونو نه ئی تنګ یمه
لګ پټ می کړہ د غم د تورو سترګو نه محل کښی
زر ورکه دا ذرہ به شی د ستورو په غوبل کښی
او سترګی ئی راپورته کړی پستی د رڼا سپینی
نازکی نازنینی په رنګونو کښی رنګینی
رو غم پکښی راوخوت لکه لړہ د ماښام
چا ډک کړو له شرابو د سپوژمی د رڼا جام
وی واخله دا محل دا تخت دا ټول ساز و سامانه
د غمه پټیدہ نشته څوک پټ به شی له ځانه
زہ! پښو له د جانان دی دا نغمه د جهان یوسه
زہ څاڅکیه! دا دریاب له یوہ قطرہ د ارمان یوسه
ته غم ئی، ته خندا ئی، ته بهار ئی، ته خزان
خو ما لیدلے خوب کښی دے د حُسن یو جهان
چی ډوب به په مستی کاندی ستا غم او ستا ارمان
ما وى سر می لوګی شه له تا سترکی می قربان
رازہ چی دی د نور جهان له دواړہ شو روان
اے شرنګه د ګونګرو د رباب تال او شرنګ کښی ډوب شه
وی رنګ رڼا نیولے یم ما درتلو ته نه پریږدی
او ما خپلی ورزی الوتو ته نه پریږدی
مظهر شیر
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.