Loya Khudaya by Ghani Khan Baba. Pashto Poetry
اې د ازلونو، ابدونو لويه خدايه
ما ته يې د ماشي او ميږي په ژبه وايه
دا درياب د حسن چې په واړه دنيا خور دى
څه خو لږ وايه چې راځي د کومه ځايه
څاڅکي د شبنم کې حافظې دي د سيندونو
پرخې اودې غېږه کې پرتې دي د ګلونو
کوم خواته کاروان د مينې، خود، مستۍ روان دى
دا په چا مٸين دى که خپل حسن يې جانان دى
ځم خو ځم، راځه چې ځو خو دا راسره غم دى
لاره ده رڼا کې که تياره کې د دې ځايه
غني خان
کتاب : لټون
مخ يا صفحه (78)
#لټون
Pashto Times. Ghani Khan Ghazal Lyrics
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.