Pashto Tappay 2022
Folk Pashto Song Lyrics.
جینئ واده شوه لور یې اوشوه
لکه سپوږمئ په ترخ کې ستورې ګرځه وینه
دیدن پهٔ لک روپۍ ارزان دی
ما لېوني یار ته تڼۍ پرانستې دینه
زما یارۍ ته به ټینګ نشې
زه د اتیاګزو نه یو کمیس کومه
#لنډۍ
زما پخوا کډې پۀ سر وې
سږنې کال مې ستا دیدن ته تېره ونه
#ټپه #لنډۍ
خوله مې په سپينه سپوږمۍ واخله
د دېوال سیوري ته مې مه بیایه ډارنه
#ټپه
د مازديګر اوبو له مه ځه
په ګودر زانګي د کوډګرو تعويذونه
#ټپه #مازدیګر
ما درته ویل نه دې منله
څه په بې ننګه یار دې وتړل شرطونه
#ټپه
Pashto Tappay 2022.
که مجبورې مې نه وه یاره
تا به لیدلې وه زما لیونۍ مینه
#ټپه
په ځان مئینه قلار کینه
زما خندا به دې له کاره اوباسینه
#ټپه
مازیګر ښه وې دیدن وشې
ورکه غرمه شه لیلا کور کوې خوبونه
#ټپه
#لنډې
#ټپه #لنډۍ
خلق یاري د جینکو کړي
زهٔ هلکانو پسې کډې ګرځومه
ماله تري خپله برخه راکه
تا به د صبر خزانې موندلي وينه
#ټپه
#ټپه #لنډۍ #پېښور
د مازيګر ماښام ترمنځه
جانان له بل سره روان وو مړه يې کړمه
پۀ اننګو دې سپوڼی وشه
چې زما مور له دې مور دم له راولینه
#ټپه #لنډۍ
#ټپه
مئين دې کړم خبر مې نه اخلې
يارې په داسې مينه نه کيږې مئينه
#ټپه
کډی می تورو غــرو تــه لاړی
راپسی ژاړی ستا دکلی چینارونه!
دۀ لوئ اختر نه مې قربان کړۍ
هلک کباب خوري، جینئ لري پاکوینه
#اختریزه #ټپه
#ټپه #لنډۍ
Pashto Times Pashto Tappay Lyrics Search Increased by 40 % in Last week From 12 December 2021 to 18 December. It Means Pashto Music and Literature lovers also want to read Pashto Tappay Lyrics beside listening and Watching. Pashto Tappay Lyrics Will be Updated regularly with Pashto New Tappay In 2022. Pashto Tappay Lyrics 2022 and 2021.
New Pashto Sherona 2022.
Pashto Times. Pashto Tapay 2022. Pashto Tapay 2023. New Pashto Songs 2022. Pashto Songs Lyrics 2022. Pashto Folk Songs. Pashto Tapa, Pashto Sherona 2022, Pashto New Sherona, Pashto SMS, Pashto Sex, Pashto Best Sherona. Pukhto Ghazal 2022.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.