Who Is The Ideal Girl Of Khushal Khan Khattak Baba?
په درېو ګلچينو غزلونو کې د لوى خوشال بابا ايډياله ښځه او د ادبياتو همغږي صفاتو بيلابيل رنګونه
که په هند کې نشته سپينه
هوسۍ سترګې، ماه جبينه
خدايه ته و ما ته راکړې
يوه سبزه، نمکينه
په دوو زلفو عنبر پاشه
په دوه شونډو شکرينه
چې هر ځای و ته يې ګورم
ښايسته، ښکلې، مهينه
خود نمايه، خود ارايه
خود پسنده، نازنينه
هوسناکه، ښېوه ګره
شوخه شنګه، دل سنګينه
د يارۍ په علم پوهه
سخندانه، نکته چينه
ورځ و شپه کا ځنې چارې
په خوشال د ښکلو مينه
/
ښځه بویه هوسناکه، خنده رویه، مهرجنه
پاکیزه په زیست روزکار کې، په ښه بوی باندې مئينه
د صحبت په رموز پوهه، زړه یې خلاص له مکر دروهه
کم خوراکه، خوش پوښاکه، همېشه ناسته دننه
په وصال د یار خوشاله، یار یې خوښ له قیل و قاله
چې له یاره نه جدا شي، هم غمجنه، هم خیرنه
له نېکانو همنشینه، له بدانو په زړه خوړینه
له موروالي یې توبه کا، که یې مور وي دروغژنه
د مېلمه په کار حاضره، په پخوالي بهادره
د حق چارې په ځای راوړي، په رنځور باندې پوښتنه
خوش صورته، خوش سیرته، خوش خلقته، خوش خلقته
په طاعت په عبادت کې، د وفا په لاره تلنه
پاکیزه یې د کور صحن، نه په غولي یې نور لجن
پرستارې ترې خوشنودې، ښه د هر چا په ساتنه
که دا هسې کس پيدا شي، د خوشحال په لاس دې راشي
هېڅ تقصیر به یې ونه کا، د یارۍ په پالنه
/
د جهان په مخ به نه وي٬ هسې تا غوندې دلبره
پري رويه٬ عنبر بويه٬ سنبل مويه٬ سمن بره
ګلعزاره٬ زلفې ماره٬ شهسواره خوش رفتاره
باده نوشه٬ مې فروشه٬ کسب پوشه٬ مو كمره
دلنوازه٬ سرفرازه٬ عشوه سازه، لبعت بازه
خود پسنده٬ سر بلنده٬ شكر خنده، لب شكره
طربناكه٬ ګرېوان چاكه٬ تل بې باكه٬ تش تپاكه
خود آرايه٬ خود نمايه٬ خود ستايه٬ خوش هنره
غزل خوانه٬ خوش اِلحانه٬ دُر دندانه٬ لب خندانه
عنبر خاله٬ پُرخياله٬ تل خوشاله٬ د زړه غوره
#انځورونه_ Nora Gjura / Avizeh
By Aman Ferdwas
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.