Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pashto Wikipedia

Ahmad Din Talib, Pashto Poet From Charsada In Swat.

 Ahmad Din Talib, Pashto Poet From Charsada In Swat. احمد دین طالب صاحب وائي: زۀ طالب احمد دین ځکه سوات کښې خوښ یم. چې وطن د ښاپېرو مې دے موندلے. میاں وکیل شاہ فقیر خیل د احمد دین طالب بارہ کی داسی لیکی: "تر څوارلسمې هجرۍ صدۍ پورې د کلاسيکي شاعرۍ  روايات زمونږه سترو شاعرانو تازه او ژوندي ساتلي وو. خو داسې وخت هم راغلو چې د څوارلسمې هجرۍ صدۍ په دوران کښې په اولسي اصنافو هم طبع ازمايي شروع شوه او دغه اولسي شاعرانو پښتو شعر د غروضي بحرونو نه ازاد کړو او د پښتو ژبې په ځا نګړو بحرونو کښې ځان له په ځانګړي طرز او اهنګ سره سم شعرونه ووېل لکه , ټپه, ناره, نيمکۍ, لوبه سندره چاربيته, بدله رباعي  يا مقام, سروکی ,مستزاد غزل وغېره د پښتو ادب پوهانو دا قسمه ادب په اولسي,شفاهي, يا فولکلوري نومونو سره ياد کړل ددغه اولسي شاعرۍ په نوموړو شاعرانو کښې نوموړې اولسي شاعر احمد دين طالب هم  يو ځانګړی نوم او مقام لري احمد دين طالب څوک وو او دکوم ځای وو په کومه زمانه کښې يې ژوند کوو۔ احمد دين طالب د چارسدې ضلعې په مشهور کلي اتمانزۍ کښې د سراج الډين په کور کښې په 1866ع کښې زېږېدلې وو په خانداني...

Pashto Filmstar Asif Khan. Bio and wiki. Pashto wikipedia

Pashto Filmstar Asif Khan. Bio and wiki. Pashto wikipedia اداکار اصف خان د پښتو فلمونو یو له نامتو او وتلو ستورو څخه و، چې د خپلې هنرمنۍ او غوره اداکارۍ له کبله یې په پښتو فلمونو کې ځانګړی ځای خپل کړی. هغه د خپل وخت د پښتو سینما د سپینو زرو د دورې یوه مشهوره څېره وه، چې د خپلې بې ساري اداکارۍ، غوره شخصیت، او پښتني دودونو ته ژمن رولونو له امله ډېر مینوال درلودل. ژوندلیک اصف خان د پښتونخوا په صوابۍ کې زېږېدلی و، چې د پښتو کلتور په زړه کې موقعیت لري. د خپل ماشومتوب څخه یې د هنر او اداکارۍ سره علاقه وه. هغه د خپلې لومړۍ اداکارۍ له پیل څخه د خلکو پام ځان ته واړاوه او ډېر ژر د پښتو فلمونو مخکښ اداکار شو. د اداکارۍ پیل اصف خان په 1970مه لسیزه کې د پښتو فلمونو په نړۍ کې قدم کېښود. د هغه لومړني فلمونه د پښتنو کلتور، دودونو، او شانداره ژوند څرګندونه کوله. د هغه په فلمونو کې د پښتو ادب ښکلا او د ټولنیزو ستونزو حلونه په زړه پورې ډول انځور شوي دي. فلمي سفر اصف خان د پښتو فلمونو په ګڼو کامیابو پروژو کې کار وکړ، چې ځینې یې د پښتو سینما د تاریخ تر ټولو لویې کامیابۍ ګڼل کېږي. هغه په ډېری فلمونو کې د پښ...

دکو نړ د سید محمود پاچا او دده دلټانو په اړوند څوخبرے

 دکو نړ د سید محمود پاچا او دده دلټانو په اړوند څوخبرے -----------------------------  By Latif Yaad سیدمحمود پاچاچې دکونړ په پاچا او نواب سره یې شهرت درلود د سید بهاالدین پاچا زوی او د سید نظیف الله پاچا لمسی و. نو موړی دپشد دسیمې سید و.دی د سید جمال الدین افغان تربورو او   نوموړی د سوات,بونیر او کونړپه سیمو کې د۱۸۸۳ نه تر ۱۸۸۶پورې نوابي او پاچا هي درلودله . سيد محمود پاچا تر ۱۸۸۶م کال پوری د کونړ حاکم و او دغا زي محمد اکبر خان سره يي نږدې اړيکي درلودلې او د هغه د لور(درانۍ بي بي) سره يي واده هم کړی و. کله چې د۱۸۶۶ نه تر ۱۸۶۸م کلونو تر منځ په کابل کې د قدرت او ځواک په سر شخړې روانې وې نو سيد محمود پاچا د اميرشير علی خان ډیر ټینګ پلوی واو په ۱۸۷۰م کال کې چې کله امير شير علي خان خپله ديارلس کسيزه مشورتي جرگه جوړه کړه نو سيد محمود پاچا د دغې جرگې غړی و. همدا شان سيد محمود پا چا د دير او باجوړ د خانانوسره د امير شيرعلی خان د اړیکو په نیولو کې ستره ونډه درلودله .همداراز ده د امير شير علی خان په دربار کې د سرحدی سيمو په اړوند پرېکړو کې خورا نفوذ او رول درلوده. کله چې اميرع...