Ghani Khan Poem For His Son Faridoon Khan. Pashto Sherona
غنی خان بابا کے اکلوتے بیٹے فریدون خان کا قبر.
………………#غنی_خان
ما د دو لپو خاورې تاله ژوند او جهان جوړ کړو
خپلې مينې داسې يوړم بل مه تاله جانان جوړ کړو
دا چې زه د وفا ډکه د جنون جهان له لاړم
دا مې لال هغلته و موند د همه لالونو ښکلى
دا زما دغرور نخښه د هغو ګيلو جواب دى
چه به تا په ماښامي کې ما ته کولې غلې غلې
دا ثبوت زما د مينې د ايمان او د وفا دى
دا زما روح چې روښان شو د ده سترګې يې کړې بلې
دا تصوير زما ده ژوند دى څه خندا ده څه ژړا ده
د شهباز د وزر شغ دى پوست سرونه د بلبلې
دا ثبوت د شاه د مينې، دا زاري ده د غلام
دا انعام د ټولو ښکلى د همه و رنګين جام
دا تعبير ستا د خوبونو او زما مخ د ارمان دى
ما جوړ کړى د خپل ځانه ښکلى عکس ستا د ځان دى
په صحرا مې وو خور کړى سور څادر د ګلستان دى
هره ساه کې مې ليکلى نوم د مينې د جانان دى
دا چې زه ستا د خوبونو د جنون تلاش کې لاړم
ستا خانۍ له مې جوړ کړى ستا نه ښه غوندى يو خان دى
دا چې ما ستا وزرونو کې ارمان د عقاب وليد
دا عقاب مې ستا نه جوړ که، هم عقاب دى هم ارمان دى
دا سرې سرې د ساقي شونډې څه مستي او څه خيام
دا په سوز کې رنګ د ساز دى د ممبر د پاسه جام
دا ده "نيشت" په شاملات کې ما اجل ته کېښود څلى
دا خو ما د سبا طمعې کړې پرون سره بدلې
دا چې زه يو رنګين خوب شم د تلاش او د ارمان
ستا په تور تاريک محل کې سپينې شمعې شولې بلې
ما د دوو لپو خاورې تاله ژوند او جهان جوړ کړو
خپلې مينې داسې يوړم بل مې تا له جانان جوړ کړو
ما که داو په يو ارمان ستا خپل ژوندون تمام تمام
ما خپل هوش کلال له ورکه چې تر تا له جوړ کړي جام
چې ته ټول مجنون مجنون شوې، زه همه ليلا ليلا شوم
چې ته رنګ شوې او خيام شوې، زه شراب زه ګل اندام شوم
چې ته طور شوې او موسؽ شوې زه د نور پړق او رڼا شوم
چې ته شور شوې او ارمان شوې زه د وصل ګل تمام
ته چې شوې د اور بڅرى، زه هم سره لمبه د اور شوم
چې ستا زړه په تلاش سر شو، زه شوم لاره، زه امام
دا چې ستا شونډې شوې تږې د مستۍ د سرو شرابو
دا خو ځکه زه جانانه هم شراب شومه هم جام
تا چې سوال د رڼا وکړو، د بهار صبح صادق شوم
ته ميين چې په تياره شوې، زه د ژمي شوم ماښام
چې تا نوم د عزا واخيست ما کړه مرګ ته ډيوه بله
چې تا نيت د طواف وکړو، نو ما وتړو احرام
ما د دوو لپو خاورې تا له نور او بوستان جوړ کړو
خپلې مينې داسې يوړم بل مې تاله جانان جوړ کړو
Ghani Khan Poem For His Son Faridoon Khan. Pashto Sherona. Pukhto Sherona, Pashto Lyrics. New Pashto Sherona. New Pashto Ghazal. Ghani Khan Sherona. Ghani Khan Son Faridoon Khan Qabar. Pashto Times.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.