پښتنو کله اسلام قبول کړے دے؟
محترم زمونږ اکثر پښتانه روڼه د دی نه نهٔ دي خبر چه پښتنو کله اسلام قبول کړے دے؟.ځکه چه هسی خو ویلے شی چه پښتنو په ړومبئ صدئ کی اسلام قبول کړے وو او زمونږ ډیرو تاریخ پوهانو د دی خبرو ثابتوؤلو د پاره پښتنو له یو فرضی نیکه هم جوړ کړے دے چه د قیص عبدالرشید په نامه یادیږی.خو دا ټولی خبری دروغ او وضع شوی دی.باید چه د دی سوال مستند جواب د تاریخ په رنړا کښی اولټولے شي چه اصل واقعات څه دی؟.
د دی خبری د صحت د پاره درته د غیر عرب تاریخ پوهانو سره سره د عربو تاریخ پوهانو او لیکوالانو حوالی درکوؤل ضروری ځکه ګڼم ولی چه اسلام مونږ ته د عربو نه راغلے دے نو په دی حقله به د عربو تاریخ پوهانو خبره صحیح او مستند هم وی.
سر اولف کیرو چه د انګریزانو په وخت کښی د پښتون خوا ګورنر وو او د پښتنو د تاریخ مشهور کتاب «دي پټهانز» ي هم لیکلے دے۔هغه واي چه په پښتنو باندی د عربو نه زیات ایرانی اثرات دی.او دے لیکی چه د سپین پوستو(وائټ هن) د حکومت ختمیدو نه تر محمود غزنوی پوری څلور سوه کاله زمانه بالکل په تیرو کی ده.او مونږ د څو سکو نه علاوه نور هیڅ مواد نه لرو چه د هاغه وخت لږ ډیر تاریخ تری معلومیږی.او واي چه عربو تر څلور سوؤ کالو افغانستان او ګندهاره فتح نه کړے شو او کوه سلیمان ته خو بالکل اونه رسیدے شول.او تر ابتدائ دوؤ صدو پوری د دوئ اثر صرف تر سیستان پوری وو.او په زابلستان او کابل باندی صرف د هندو شاهی حکومت وو.په دی وجه ګندهارا او ورسره پیوست ابادي تر دغه وخته مسلمانان نه وو.
اوس درته د عربو تاریخ پوهانو او لیکوالانو لیکنی وړاندی کوؤم.
ابن کثیر لیکی چه اګر چه د افغانستان غټو غټو ښارونو کښی اسلام وو خو پخپله پښتانه تر اوسه نه دی مسلمانان شوی او کافر ګڼلے شی.دا علاقی د صفاریانو په دور کی د مسلمانانو په قبضه کی راغلی او د افغانستان اکثره قبیلی د محمود غزنوی په دور کی اسلام ته دننه شولې.
ابن حوقل په څلورمه هیجری صدئ کښی پخپله په غور کښی وو.هغه لیکی چه دلته لږ مسلمانان هم شته خو باقی ټول کافران دی.
کله چه محمود غزنوی په غور حمله اوکړه او محمد بن سوری ي ګرفتار کړو او بوتلو ي نو هغه په لار کی مړ شو.د ده باره کښی العتبی لیکی چه دے د خپل نوم باوجود مسلمان نه وو.او حدودالعالم کښی ي لیکلی دی چه دے هندو وو.البته د ده ځوے ابوعلی مسلمان وو چه محمود غزنوی د غور حکمران کړو.
حدودالعالم قندهار ته د برهمنو او بتانو ښار واي.لمغان ته د بت خانو مرکز واي او بنیهار ته د بت پرستو مقام واي.په دغه وخت کی بست او رخج اسلامی ښارونه وو او د کابل نیمه ابادی مسلمانان او نیم هندوان وو.
الاصطخری غور ته دارالکفر ویلی دی چه مسلمانان په کښی هم شته.
منهاج سراج لیکی چه د امیر سوری په وخت کښی بعضی علاقی لکه ولشان بالا او زیرں لا تر اوسه نه دی مسلمانان شوی.
دغه رنګ کله چه یعقوب لیث په امیر لک لک(تګین اباد) حمله اوکړه نو د دفاع د پاره د غوریانو ډیری ډلی د سنګان سرحد ته اورسیدی.او دا جګړی د اسلام او کفر تر مینځ وی.خو چونکه غور ډیر دنګ دنګ غرونه دی نو په دی وجه دا مسلمانانو فتح نه کړے شو
البیرونی لیکی چه د هندوستان مغرب ته په غرونو کښی د افغانیانو ډیر قومونه اوسی چه تر سندھ پوری خواره دی.هغه لیکی چه دا جنګجو قبائل چه د هندوستان د سرحد نه تر کابله اباد دی او دا ټول هندوان دی.
او اخر کښی به صرف دومره اوویم چه اول سبکتګین د ګندهاره او د کابل نه د هندوانو د ایستلو کوشش اوکړو او دوه ځله ي جےپال ته په لمعان او ننګرهار کښی شکست ورکړو او د کابل د بالائ علاق نه ي بهر کړل او د دریائے سندھ مغربی علاقی يه هم د دوئ نه خالی کړی.
غوری قبایل تر څلورمی هجری صدئ پوری نه وو مسلمانان شوی.نه هلته اسلامی مدرسی وی.نه د اسلامی تعلیم رواج وو او نه مسلمانان عالمان وو.په څلورمی هجری صدئ کښی د دی ځائ قبائلو اسلام قبول کړو.
پښتانه د اسلام نه مخکی په ویدي مذهب هم پاتی شوی دي په اویستائ مذهب هم پاتی دي.ځینی تاریخ پوهان وثوق سره واي چه په بدھ مت او هندومت هم پاتی شوی دي.عرض په مختلفو وختونو کښی ي مختلف مذهبونه اختیار کړي دي.
ډیره مننه.
Saleem Khan Swabi
پختانه یا پښتانه د تاریخ په اوږدو کې په مختلفو مرحلو کې د اسلام دین ته داخل شوي دي. د دوی اسلام قبلولو تاریخ په ځانګړې توګه د 7مې پېړۍ او 11مې پېړۍ ترمنځ وخت کې پیلېږي. دا عمل په تدریجي ډول ترسره شوی دی، او پدې اړه ځینې مهم ټکي لاندې دي:
1. د اسلام لومړني اثرات (7مه پېړۍ):
کله چې اسلام په عربو کې خپور شو، نو د سوداګرۍ له لارې یې د هند او افغانستان سیمو ته هم نفوذ وکړ. ځینې پښتانه قبیلې ممکن په دې لومړیو وختونو کې د مسلمان سوداګرو او مبلغینو له لارې د اسلام په اړه پوه شوي وي.
2. د عربو فتوحات (7مه او 8مه پېړۍ):
عرب مسلمانانو د خراسان او سیستان سیمو فتحه کړې وه، چې دا د پښتنو سیمو ته نږدې دي. دې فتوحاتو پښتنو ته د اسلام په اړه د پوهېدو زمینه برابره کړه.
3. د غزنوي او غوری واکمنۍ (11مه پېړۍ):
په دې دوره کې، سلطان محمود غزنوي او د هغه وروسته غوری واکمنانو د اسلام خپرولو لپاره ډېر زیار ویست. د دوی د یرغلونو او فتوحاتو له لارې پښتانه په پراخه کچه اسلام قبولولو ته مایل شول.
4. تصوف او روحاني مشران:
د صوفیانو او روحاني مشرانو رول د پښتنو د اسلام قبولولو په بهیر کې ډېر مهم و. هغوی د سولې، مینې او ورورولۍ پیغام خپور کړ، چې د خلکو په زړونو کې یې ژور اغېز درلود.
د همدې پروسو له لارې، پښتانه ورو ورو د اسلام دین قبلولو ته مایل شول، او نن ورځ اکثریت پښتانه مسلمانان دي. د دوی د اسلام منلو سبب د فتوحاتو، سوداګرۍ، تصوف، او روحاني مشرانو ګډ اغېز وو۔۔۔
Izrail Jaan
پښتانه په ځانګړې توګه په ۱۱مې او ۱۲مې پېړۍ کې د اسلام د منلو لپاره مشهور شول، کله چې د غزنوي او غوري سلطنتونه د پښتنو په سیمه کې پیاوړي شول. د دې وروسته، د مغولي امپراتورۍ د ټینګیدو سره هم اسلام د پښتنو تر منځ پراخه شو. دا پروسه ورو ورو او په تدریجي ډول روانه وه او بیا د پښتنو لویه برخه په اسلام کې شامله شوه
Khyber Afridi
پختانه د لرغوني تاریخ له مخې یو لرغونی قوم دی چې د منځنۍ اسیا او جنوب لویدیځې سیمې په شاوخوا کې ژوند کاوه. د دې پوښتنې لپاره چې پختانه کله او څنګه مسلمانان شول، موږ باید د تاریخ څو مهمو مرحلو ته پام وکړو:
۱. د اسلام لومړنی تماس
پختانه د اسلام سره د لومړي ځل لپاره د عربي مسلمانانو د فتوحاتو په جریان کې آشنا شول، چې دا فتوحات د 7مې پېړۍ په وروستیو او 8مې پېړۍ په لومړیو کې پېل شوي وو. په ځانګړي ډول د خراسان او سیستان سیمې هغه ځایونه وو چې اسلام په کې خپور شو. د دې سیمو خلک، چې له پختنو سره نږدې اړیکې درلودې، د اسلام تر اغېز لاندې راغلل.
۲. د محمود غزنوي د دورې اغېز
په 10مه پېړۍ کې محمود غزنوي د پختنو په سیمو بریدونه وکړل او د هند په لور یې فتوحات پېل کړل. هغه د اسلام خپرېدو لپاره یو ستر عامل و، او پختانه یې د خپلو پوځونو یوه مهمه برخه جوړوله. د دې وخت څخه وروسته ډېری پختانه د اسلام منونکي شول.
۳. د صوفيانو او روحاني شخصیتونو رول
د اسلام د پراختیا بل مهم عامل صوفي مشایخ او روحاني شخصیتونه وو. صوفیان د سولې، مینې، او ورورولۍ پیغام له لارې د پختنو په منځ کې ډېره اغېزه وکړه. په ځانګړې توګه د خراسان د صوفي شخصیتونو لکه شیخ اسماعیل بخاري او نورو له لارې پختانه د اسلام په وړاندې نرم شول.
۴. تدریجي اسلامیت
پختانه په ناڅاپي ډول ټول مسلمانان نه شول، بلکې دا یوه تدریجي پروسه وه چې څو پېړۍ یې ونیولې. د ځینو پختنو قبایلو لپاره اسلام د ټولنیزې او سیاسي اړتیا په توګه منل شوی و، او د وخت په تېرېدو سره دا دین د دوی د ژوند یوه لازمي برخه وګرځېدله.
پایله
پختانه شاوخوا د 7مې او 10مې پېړۍ ترمنځ مسلمانان شول، چې دا پروسه د جګړو، تجارت، او صوفيانو د ښوونو له لارې بشپړه شوه. دا باید په یاد وساتو چې د اسلام منل د دې قوم د هویت یوه مهمه برخه ګرځېدلې، خو د دوی خپلواکه کلتوري او قومي ځانګړتیاوې یې هم خوندي پاتې دي.
Mian Anwar Sayed Bacha
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.